که یې لنډه ووايم نو غزه د دردونو او کړاوونو ځمکه خو په عين حال کې د مقاومت او استقامت ښکاره نماد ده، ددې سیمې خلک د هغو دښمنانو په وړاندې چې هڅه کوي د دوی تقدیر بدل کړي، د فولادو په څېر ولاړ دي، غزه یوازې خاوره نه ده بلکې یوه مفکوره ده چې په تاریخ او بشري وجدان کې حک شوې ده، د غزې مقاومت یوازې تر وسلې او جګړې محدود نه دی؛ دا د آزادۍ، بشري کرامت او د هویت دفاع او مبارزه ده.
د غزې خلک کلونه کېږي چې په سختو او دردوونکو شرایطو کې ژوند کوي، خو په همدې سختو شرایطو کې يې د ځان نه یو خارق العاده ځواک وښودى چې په نړۍ کې يې هېڅ بديل نشته، دې ځمکې خپل د وینو ونې له لاسه ورکړې دي خو د مقاومت ریښې يې د خلکو په زړونو کې تر ټولو ژورو کچو پورې رسېدلې دي او د جګړې او ظلم طوفانونو په وړاندې لا هم دنګ ولاړ دي.
هغوی نه یوازې د نظامي بریدونو په وړاندې، بلکې د بندیزونو، محاصرو او ورځ تر بلې زیاتېدونکي فشارونو په وړاندې استقامت کړى دى، په بل عبارت؛ دا مقاومت د هر څه په وړاندې مقاومت دی، د اقتصادي فشارونو، بمبارونو، بشري حقونو د انکار او د نړیوالې انزوا په وړاندې.
د غزې خلک په داسې حال کې چې ډېری نړيوال یوازې د تماشا کولو په حالت کې پاتې دي، هره ورځ د یو بل ترڅنګ ولاړ دي او د شهیدانو، هغو میندو چې خپل ماشومان یې په بمبارويو کې له لاسه ورکړي او د هغو ماشومانو یاد ته چې په ویجاړيو کې ژوند تېروي، مقاومت کوي.
د غزې مقاومت نه یوازې د آزادۍ لپاره یوه جګړه ده بلکې داسې مبارزه ده چې د انسان د روح قوت ثابت کړي، غزې نړۍ ته دا ښودلې ده چې حتی په تر ټولو سختو شرایطو کې کله چې هر څه له منځه ځي، د انسان روح نه مري، د غزې د خلکو ارواوې د هغو ټولو دردونو سره چې دوی برداشت کړي، لا هم ژوندۍ دي او لا هم د ظلم او استبداد په وړاندې مقاومت کوي، دا مقاومت نه یوازې په جګړو کې بلکې د غزې په هره کوڅه او څنډه کې د خلکو په زړونو کې روان دی.
د غزې مقاومت نه یوازې د اشغالګرو دوامداره ظلمونو ته ځواب دى بلکې یوه ګډه نغمه ده چې د هر ماشوم او مشر له زړه، د هرې کوڅې او شاړې څخه راپورته کيږي، دا مقاومت یوازې د جګړو تر ډګرونو محدود نه دی په حقیقت کې، د غزې مبارزه د خلکو د ژوند په هر اړخ کې روانه ده.
هغه څه چې د غزې خلکو ته له نورو ملتونو څخه توپیر ورکوي، د هغوی زړورتیا او ایثار دی، هغوی په خالي لاسونو او مٶمنو زړونو د خپلو آرمانونو په اړه په پوره باور سره د هغه دښمنانو په مقابل کې چې هره ورځ یې نوي نوي ضربې ورکولې، ولاړ دي، د غزې خلکو لپاره آزادي او بشري کرامت یوازې هغه شعارونه نه دي چې په تاریخي کتابونو کې لیکل شوي وي، بلکې دا هغه حقیقتونه دي چې د هغوی په وينه کې روان دي، هغوی د دې حقیقتونو لپاره خپل ژوند فدا کړی او لا هم په خپلو وعدو کې وفادار پاتې دي.
دا مقاومت د اشغالګرۍ په وړاندې، ورځ تر بلې په نويو او تازه شکلونو کې راڅرګندېږي، نن ورځ غزه یوازې د فزیکي جګړې ساحه نه ده، بلکې یوه جګړه ده چې د حقانیت او عدل ښودنه کوي، کله چې غزه مقاومت کوي، نه یوازې خپله ځمکه له اشغال څخه آزادوي، بلکې د بشري او اخلاقي ارزښتونو دفاع هم کوي.
غزه پوره نړۍ ته یادونه کوي چې آزادي، کرامت او بشري حقوق نه یوازې خبرې دي، بلکې هغه اصول دي چې هیڅ ځواک یې له انسانانو څخه نشي اخيستلای.
غزه کېدای شي په ظاهره یوه ویجاړه او نړيدلې ځمکه وي، خو په حقیقت کې دا ځمکه د بیازیږون ځمکه د داسې بیا زیږون چې هره ورځ د خلکو په زړه او نظر کې احساس کېږي، کله چې یو ماشوم په غزه کې د یوې مسکا سره له ویجاړو څخه تیريږي، دا مسکا نه یوازې د امید نښه ده بلکې هغه اراده څرګندوي چې هیڅ بم او توپخانه یې له منځه نه شي وړلای، د غزې خلکو ښودلې ده چې که څه هم نړيوال د دوی کورونه او ودانۍ ویجاړولی شي خو د مقاومت روح یې نه شي ترې اخیستلای.
د غزې مقاومت یوازې په یوه ځمکه او یوه ملت پورې محدود نه دی، دا مقاومت یوه نړیواله زده کړه ده چې هیڅ ظلم نه شي دائمي کېدای او د آزادۍ لپاره د هېڅ چا مبارزه بې نتیجې نه پاتې کېږي.
د غزې خلک د هغو ټولو دردونو او کړاوونو سره چې یې تجربه کړي، لا هم مقاومت کوي، هغوی پوهېږي چې مقاومت يې نه یوازې د غزې لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره دی؛ داسې مقاومت چې هره ورځ د ظلم په مقابل کې د آزادۍ او عدل آوازونه په نړۍ کې پورته کوي.
غزه نن ورځ له هر وخت څخه زیات موږ ته دا راښیې چې حقیقي مقاومت یوازې تر وسلو او فزیکي جګړو محدود نه دی، بلکې د خلکو په زړونو او هغه روحیه کې چې هره ورځ د خپلو لاسونو سره د آزادۍ بنسټونه جوړوي، څرګندېږي. غزه لا هم ژوندۍ ده، لا هم مقاومت کوي او لا هم پر خپلو اوږو د آزادۍ پلنډې وړي.
دا ځمکه د خپلو ټولو دردونو او مشکلاتو سره، لا هم ژوندۍ ده او نړۍ ته دا ښیې چې انسان حتی په سختو شرایطو کې هم کولای شي مقاومت وکړي او بریالیتوب ترلاسه کړي، غزه نن ورځ نه یوازې یوه مقاومه ځمکه ده بلکه د ټولو هغه ملتونو لپاره یوه بېلګه ده چې د آزادۍ او عدل په لټه کې دي. په پای کې غزې دا ثابته کړل چې هیڅ څوک ماتې نه مني تر څو يې روح ماته نه شي.