احمد منصور
د ا.ا.ا له قيام روسته ځينې جهتونه مخصوصاً غرب په دې هڅو کې ده چې فعلي نظام ړنګ کړي او پرضد يې له هېڅ ډول عمل درېغ نه ده کړی.
د دې اړوند یې ناسمې پېشنګويانې وکړې، فشارونه يې وارد او بنديزونه يې زيات کړل. د افغانستان حق يې غصب کړ، کله چې دغه A پلان ناکام شو نو په B پلان يې پيل وکړ
د ا.ا.ا ته د ستونزو په پيدا کولو بوخت شول، څه موده دمخه له پاکستان او ايران د مهاجرو د را شړلو پرېکړه د يادو هېوادو نه وه بلکې د غرب/امریکا امر ته یې عملي جامه ور واغوسته، دوښمنان په دې آند ول چې ا.ا.ا تازه واک ته رسېدلی، شايد د مهاجرينو د سمبالښت توان ونه لري چې له امله به يې حکومتي چرخش، د بيا رغونو د قوشتېپې کانال، کابل کندهار ،سالنګونو او نوو کابل په څېر پروژو کار به په ټپه ودریږي خو د طمعې خلاف هېڅ هم ونه شول، د قوشتېپې لومړۍ فاز تکمیل په دوهم يې په چټکۍ کار روان ده. د سالنګونو او کابل/کندهار لويو لارو يو شمېر برخې ورغول شوې او پاتې د ژمي له امله معطلې وې چې له ژمي خلاصېدو سره سم به کار پرې پيل شي، کله چې له دې زاويې هم نااُمېده شول نو د ياد پلان په دوهمې برخې تم شول:
رټل شوو او فراريانو ته يې فرانسې، تاجکستان او روسيه کې د غونډو تابياوې ونيولې، په دې اُميد چې ا.ا.ا پې وډار کړي خو دا چې ا.ا.ا هغه هر څه په خپل سياسي ځرکتيا نظر انداز کړل، دوښمن هک حيران شو، ټکان ورکوونکی خو هغه وخت وه چې ا.ا.ا سيمه يزه اجماع را مینځ ته او د يو شمېر هېوادونو سفيرانو/استازو ته يې بلنه ورکړه، په کابل کې تاریخي غونډه وشوه، په غونډه کې هېوادو د افغانستان فعلي با امنه وضیعت څخه رضايت او د ا.ا.ا له مثبت تعامل خوښي څرګنده کړه، امريکا عموماً غرب ته دغه هر څه له زغم واوښتل، غوښتل يې هغه ناکامه نسخه چې د ملګرو ملتو له لوري افغانستان لپاره د خاص استازي ټاکل وه پلي کړي، غونډه يې را وبلله ا.ا.ا ته يې د جهت نه بلکې د فرد په حيث بلنه ورکړه خو ا.ا.ا پکې له ګډون انکار وکړ، دوه ورځې غونډې دوام درلود، روسيې چين او ايران استازي ټاکنه کې د ا.ا.ا رضايت شرط وباله، ملګرو ملتو او امریکا اصلاً دا فکر نه وو کړی چې ا.ا.ا به په داسې انداز له ګډون انکار کوي چې غونډه يې کامله په نفعه تمامه شي، ملګرو ملتونو د يادې موضوع اړوند دوهمه غونډه هم وکړه خو پایلې يې د لومړۍ په څېر منفې وې.
د پورتنيو پلانو پر وړاندې د ا.ا.ا ثابت قدمي ياد جهتونه سخت په قهر کړل، تازه يې C پلان تر کار لاندې نيولی چې په مټ به يې:
۱- افغانستان له ګاونډيو سره په شخړو اړوي، هدف يې له دې څخه د سيمې او نړۍ نور هېوادونه له ا.ا.ا ډارول دي
۲- اولس کې د ا.ا.ا محبوبيت کمول/ورکه ول دي
۳- شل کلن فساديان/غله/د غرب کرايي پروژه داعش منسجم کول دي. د ټي ټي پي پخواني ویاند احسان الله احسان يې هم پخلی کړی او په وينا يې چې د غرب له لورې دې پلان تطبيق ته پاکستان او تاجکستان انتخاب شوي، پيل يې د دوشنبې ورځ په افغان خاوره د پاکستان يرغل وو، که څه هم د ا.ا.ا ځوابي کاروايي بسنه وکړه خو غرب د يادو هېوادو له فعلي مجبوریتونو د استفادې په حال کې ده، ضرور د ا.ا.ا ته د سرخوږي په لټه کې دي چې دا پلان به یې د خدای په فضل سره کامیاب نشي. ان شاءالله