خوارجو له بني امیه و سره سخت مخالفت او دښمني درلوده، دوی د حضرت معاویه رضی الله عنه له دور څخه آن د اموي خلافت تر پای پورې د مسلمانانو په وړاندې په بېلابېلو دورو کې خنډ پاتې شوي دي.
د عبدالمالک بن مروان په وخت کې خوارج په جزیرة العرب، یمن، عراق او شام کې ډېر سخت په زور کې و او د خپل افراطي فکر په اساس یې ډلې ډلې خلک د ګمراهۍ خواته روان کړي و، دوی نه یوازې د خپل منهج لپاره مبارزه کوله بلکي د امویانو واک او خلافت هم ورته د منلو وړ نه و.
د معاویه رضی الله عنه له مړینې وروسته د خلافت واګې یزید بن معاویه ته وسپارل شوې، چې هم مهاله ورسره د څو مخورو صحابه کرامو په ګډون اکثریت خلکو له بیعت کولو ډډه وکړه.
له دې ډلې څخه یو عبد الله بن زبیر رضی الله عنه و، ده د یزید له بیعت انکار وکړ او په وړاندې یې د مستقل خلافت اعلان وکړ، کله چې د یزید بن معاویه رضی الله عنه پر خلاف عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د خلافت دعوه وکړه، نو څو تنه د خوارجو مشران ورغلل او نوموړي ته یې وویل چې که ته زموږ عقاید منې، نو موږ د بنو امیه و په وړاندې ستاسره هر ډول مرستې او ملاتړ ته ولاړ یو.
دې خوارجو عثمان رضی الله عنه، علي رضی الله عنه، طلحه رضی الله عنه او زبیر رضی الله عنه د خپلې پخوانۍ عقدې او دښمنۍ له رویه بد ګڼل؛ په ځانګړې توګه علي رضی الله عنه یې ځکه بد ګاڼه چې د نهروان په جګړه کې يې د دوی تقریباً څلور زره هغه ملګري وژلي و، کوم چې د معاویه رضی الله عنه او علي رضی الله عنه د سولې له تړون څخه یې د لاحکم الا لله شعار په ورکولو سره بغاوت کړی و.
دغه خوارج هم د هم هغه خوارجو له ټولۍ څخه شاوخوا سیمو کې پټ پاتې شوي و او نن یې د مسلمانانو تر منځ د وینو تویولو په پار له عبد الله بن زبیر رضی الله عنه ملاتړ ته را ودانګل.
کله چې د دې پاکو صحابه و په تړاو د عبد الله ابن زبیر رضی الله عنه رأیه وپوښتل شوه، نو هغه مبارک د خوارجو د توقع خلاف دا څلور واړه صحابه کرام زیات وستایل او په یوه اوږده وینا کې یې د خوارجو عقاید رد کړل.
خوارجو چې کله د عبد الله ابن زبیر رضی الله عنه دریځ ولید ډېر سخت خفه او ناهیلي شول، عبدالله ابن زبیر رضی الله عنه یې هم خپل دښمن وباله او خپلو سیمو ته لاړل په بغاوتونو یې لاس پورې کړ؛ چې بیا په وروستیو کې د مصعب بن زید، مهلب او حجاج لخوا په بېلابېلو سیمو کې سخت وځپل شول او په دې توګه يې له شر او فتنې څخه د عبدالمالک بن مروان خلافت خوندي شو.