د تېر ۲۰۲۴ز کال په وروستیو کې د صومالیا د پنټلنډ خپلواکې سیمې امنیتي ځواکونو د داعشیانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل، چې په نتیجه کې یې تر دې دمه تر ۳۵۰ کیلومتره زیاته سیمه له داعشیانو پاکه شوې ده او سلګونو داعشي عناصرو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې ده.
د پنټلنډ امنیتي ځواکونو د تیرې فبروري میاشتې په وروستیو کې ویلي و چې عملیات د کلابیر او ذاسن منطقو تر تصفیې وروسته درېم پړاو ته داخل شوي دي. د دوی په وینا، في الحال تمرکز پر دې دی چې په المسکاد غرونو، مقر او میرالي دره کې د داعشیانو پاتې پټنځایونه له منځه یووړل شي.
تراوسه پورې داعشیانو ته د اوښتو ځاني تلفاتو دقیق ارقام نه دي ښوول شوي، خو په ټولنیزو رسنیو کې له خپرو شویو معلوماتو او د داعش له منځه د خبرو سرچینو له څرګندونو ښکاري چې د ځايي داعشیانو ترڅنګ هغو بهرنیو اتباعو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده چې صومالیا ته د هجرت په هکله یې د خوارجو په مزخرفو پیغامونو باور کړی و.
صومالیا د داعشیانو په څانګو کې یوه تر ټولو قوي څانګه بلل کیږي او نور ولایتونه یې هم په هغو پیسو تمویلول چې دوی له ځايي خلکو او سوداګرو په زور اخیستل.
په صومالیا کې داعشي خوارج داسې مهال د پنټلنډ، امریکا او متحده عربي اماراتو د مشترکو عملیاتو پر وړاندې له پرلپسې ماتو سره مخ دي چې د القاعده اړوند الشباب غورځنګ، د صومالیايي، امریکايي او ترکي ځواکونو له فشار سره سره، د پرمختګ په حال کې دی او د صومالیا د پلازمېنې موګادیشو څو کیلومترۍ ته یې ځان رسولی دی.