لیکوال: ناصر منصور
دا هر چاته په ډاګه ده چې د خوارجو عقيده د أهل سنت والجماعت د عقيدې او تګ لارې نه په بشپړه توګه مخالفه ده، مګر د عقيدې د انحراف سره سره خوارجو د هميشه لپاره دا کوښښ کړی دی چې د اسلامي امت پر خلاف ډول ډول توطئې او فتنې را ولاړې کړي.
تاريخ په دې ښه ګواه دی چې دغه ډلې د اسلام په لومړيو پيړيو کې د ډيرو بې ګناه او بې وزله مسلمانانو وينې یې توی کړي، ډيرې تور سري یې کونډې کړي، ډيرې ميندې یې بوري کړي، او ډير بچي یې بې پلاره کړي دي.
د اسلام د أئمة کرامو او خلفاء راشدینو پر ضد يې پاڅونونه او انقلابونه راپورته کړي ترڅو هغوی له مينځه يوسي، لکه د اسلام څلورم خليفه حضرت علي رضی الله عنه د همدې خوارجو له لاسه چې عبدالرحمن بن ملجم نوميده شهيد شو، د معاوية او عمرو بن العاص رضی الله عنهما د وژلو توطئه شنډه او ناکامه شوه، همدغه راز د امويانو د خلافت د ړنګيدو ستر عامل د خوارجو پرلپسې انقلابات او يرغلونه ؤ، د همدغه شخړو او انقلاباتو په اساس اسلامي خلافت د هميشه لپاره د تهديد سره مخ ؤ، خوارجو د هميشه لپاره د مسلمانانو سره دښمني او د هغوی وينې تويول روا ګڼلې دي.
لکه څرنګه چې د خوارجو فکره د نبي علیه السلام په زمانه کې په ځينو کسانو کې موجوده وه، او هغه دا چې نبي علیه السلام مال د غنيمت تقسيموه نو يو کس چې عبدالله بن ذي الخويصره نوميده راغی او نبي علیه السلام ته یې وويل: (اعدل يامحمد فاِنک لم تعدل) ای محمده! عدل کوه، ته انصاف نه کوې.
نبي عليه السلام ورته وويل: تباه شې چې زه عدل ونکړم نو څوک دی چې عدل به وکړي؟ بيا نبي عليه السلام زياته کړه: (سيخرج من ضيضئ هذا أناس تحقرون صلاتکم مع صلاتهم وتحقرون صيامکم مع صيامهم يمرقون من الاسلام کما يمرق السهم من الرمية)[1].
ژباړه:
ژر به دده د نسل نه داسې خلک پيدا شي چې تاسو به خپل لمونځونه د هغوی د لمونځونو په مقابل کې ناکاره ګڼئ او روژې به د هغوی د روژو په مقابل کې ناکاره ګڼئ، مګر هغوی به د اسلام څخه داسې وځي لکه څرنګه چې غشی د نښه شوي څيز څخه ووځي.
هر څوک چې مسلمان ورور ته د کفر يا د فسق نسبت وکړي او هغه شخص کافر او فاسق نه وي نو هغه کلمه او وينا بر عکس په هغه راګرځي.
بناءً د دغسې خلکو په هکله نبي عليه السلام فرمايي: (أينما لقيتموهم فاقتلوهم لئن أدرکتهم لأقتلنهم قتل عاد)[2].
ژباړه:
هر ځای چې ورسره مخامخ شوئ قتل يې کړئ، که چېرته ما بيا موندل زه به يې لکه د عاديانو په شان ووژنم.
#خلاصه
اسلامي علماء د خوارجو په هکله دوه ډوله فيصلې کړي دي:
لومړی نظر دادی چې خوارج کافران او د اسلام څخه خارج دي، لکه قاضي ابوبکر بن العربي د ترمذي په شرح کې وايي: صحيح خبره داده چې خوارج کافران دي ځکه نبي عليه الصلاة والسلام فرمايي: (يمرقون من الدين) د دين څخه وتلي دي. او بيا فرمايي: (لأقتلنهم قتل عاد وثمود) او همدغه راز فرمايي: (هم شر الخلق) په بل ځای کې فرمايي: (انهم أبغض الخلق) په داسې ناوړه صفتونو سره پرته د کافرانو څخه بل څوک نه ستايل کيږي.
او نور هغه علماء کرام چې خوارجو ته کافر وايي، امام تقي الدين السبکي الشافعي دی، او هم امام قرطبي او قاضي عياض دی.
حافظ ابن حجر وايي: امام بخاري په خپل صحيح کې خوارج د ملحدينو په صف کې شميرلی دي.
او دوهم حکم د خوارجو په هکله د أهل السنة والجماعت د علماء کرامو دی چې فرمايي: خوارج فاسقان دي، ځکه دوی په ژبه په شهادتينو ګواهي کوي او د اسلامي ارکانو پابندي کوي.[3].
ـــــــــــــــــــــــ
[1] – رواه البخاري حديث رقم ۶۹۳۳ باب من ترک قتال الخوارج للتآلف ولئلا ينفر الناس عنه.
[2] – رواه البخاري.
[3] – انظر فتح الباري شرح صحيح البخاري.