د شهید څارنوال محمد رستم بلال کلنګاري تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

#image_title

افغانستان د جنګیالیو او زمریالیو خاوره او د امپراتوریو او یرغلګرو هدیره ده. افغانستان تل هغه مبارزین او اتلان په خپله غېږه کې پاللي، چې د یرغلګرو او نیواکګرو پر وړاندې یې خپل ژوند قرباني کړی او یو له هغو څخه شهید څارنوال محمد رستم بلال کلنګاري دی.

 

شهید محمد رستم د محمد طاهر زوی او د مولوي عصمت الله لمسی په ۱۳۶۵ لمریز کال کې د لوګر ولایت د مرکز اړوند د کلنګار په کلي کې په یوه مجاهده او پرهېزګاره کورنۍ کې زېږېدلی دی.

 

شهید محمد رستم د الله جل جلاله له لوري، په ځانګړې هوښیارتیا او ځیرکتیا نازول شوی و، چې د ځوانۍ په وخت کې یې د سیمې د خلکو په منځ کې زیات محبوبیت او شهرت درلود.

 

شهید بلال په ۱۳۷۳ کال کې د دیني علومو د زده کړې ترڅنګ، ښوونځي ته لاړ او په ۱۳۸۵ کال کې د کلنګار له جهادي لېسې څخه فارغ شو. شهید بلال په ۱۳۸۶ کال کې د افغان کوریا په انستیتوت کې شامل شو او په ۱۳۸۸ کال کې له یاد انستیتیوت څخه هم فارغ شو. له معاصرو علومو سره یې مینه درلوده، په ۱۳۸۹ کال کې یې د علم په ډګر کې، یو بل ګام واخیست، چې په ۱۳۹۳ کال کې د دعوت پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه د علمي کادر په رتبه فارغ شو. د زده کړې په موخه په ګڼو علمي او فرهنګي ټولنو او سیمینارونو کې یې هم ګډون کړی و.

 

له دې سره، سره چې په دیني او عصري علومو بوخت و، له جهاد او د الله جل جلاله د لارې له مجاهد سره یې ډېره لیوالتیا او مینه درلوده، په ۱۳۸۷ کال کې د شهید مولوي محمدالله فاروقي په مشرۍ د جهاد په سپېڅلي صف کې یې، د یرغلګرو او نیواکګرو پر وړاندې مبارزه شروع کړه.

 

د جهاد په دوران کې یې داسې کارنامې شاته پریښودې، چې راتلونکي نسلونه به یې د افتخار په توګه په یاد لري.

 

بلال هغه شهید چې د شهادت تږی او ارمانجن و، تل یې له الله تعالی څخه د شهادت غوښتنه کوله.

 

موږ ته د هغه همسنګره ملګري کیسه کوله ویل یې:

نیمه شپه وه او موږ د امریکايي ټانګونو د قطار په انتظار وو، بلال شهید زما څنګ ته و، چې ناڅاپه په ژړا شو، موږ ټول ورخطا شوو او پوښتنه مو ترې وکړه، چې ولې ژاړې؟

ویل یې: زه د الله سبحانه وتعالی لپاره ژاړم، د شهادت لپاره له الله جل جلاله څخه د شهادت دعا غواړم.

 

شهید محمد رستم بلال له خپلې کورنۍ سره د ارام او هوسا ژوند تېرولو په پرتله له وېرې او خطر څخه ډک ژوند، چې هره لحظه د مرګ او شهادت امکان موجود و غوره کړ.

 

په ۱۳۹۲ کال کې بلال شهید له خپلو دوو ملګرو سره د نیمې شپې په چاپه کې د امریکیانو لخوا ونیول شو او زندان ته ولېږدول شو. په زندان کې یې له سختیو، شکنجو او کړاوونو تېرولو، وروسته بیا هم د الله جل جلاله په لاره کې مبارزې ته دوام ورکړ او تل یې په دې لاره کې شهادت غوښته.

 

موږ ته د هغه بل ملګری کیسه کوي او وايي:

ترصدچي غږ وکړ، چې د امریکايي پوځیانو قطار له کابل څخه لوګر ته روان دی، لومړی کس بلال شهید و، چې په پوره حوصلې او پوره باور سره د کمین لپاره پورته شو، موږ د لوګر مرکز ته څېرمه د علي خان کلي په سړک روان شوو، له جګړې او بشپړې فتحې او مالي زیانونو او ځاني زیانونو وروسته چې دښمن ته مو ور اړولي وو، موږ ټولو د الله جل جلاله شکر ادا کاوه، چې د شهید بلال له سترګو اوښکې توی شوې او په ژړا شو، ما له بلال شهید څخه وپوښتل چې موږ بریالي شوو، الحمدلله دښمن له سختې ماتې او شکست سره مخ شو، ولې ژاړې او اوښکې تویوي!؟

بلال شهید وویل: کله چې مو له مرکز څخه انتظامات وکړل، نو له الله جل جلاله څخه مې وغوښتل، چې نن ماته شهادت راکړي، خو شهادت مې ونه موند، نه پوهیږم ولې نه شهید کېږم؟ زما ګناه څه ده، چې الله تعالی ماته شهادت نه راکوي؟ د هغه خبرو ته موږ ټولو وژړل.

 

شهید بلال کلنګاري یو باثباته شخصیت و، چې د جهاد او مبارزې په ډګر کې یې مېړانه او زړورتیا ښودلې او دښمن ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

 

په ۱۳۹۴ کال کې شهید بلال د خپل امیر (شهید مولوي محمدالله فاروقي) په امر، د سرې قطعې د مشر په توګه وټاکل شو او ننګرهار ته د فتنه ګرې ډلې خوارجو/دواعشو پر وړاندې د جګړې لپاره واستول شو. بلال شهید د خوارجو پر وړاندې په جګړه کې خپله مېړانه او زړورتیا وښوده او له خپلو ملګرو سره یې په ګډه د داعش ډلې ته مالي او ځاني زیانونه واړول او څو سیمې یې د دغې ډلې له شتون څخه پاکې کړې او د سیمې خلک یې د دوی له شکنجې او وحشت څخه وژغورل.

 

بلال شهید له یوې نیمې میاشتې تېرېدو وروسته سخت ناروغ شو او ملګری یې وايي: چې په یوه ورځ کې یې پنځلس پیچکارۍ وکړې، تر څو چې لږ روغ شو.

 

شهید بلال چې د شهادت تږي و، د دوهم ځل لپاره یې په سره قطعه کې نوم لیکنه وکړه او بیا ننګرهار ته ولاړ. بلال شهید د خپلو همزولو او ګروپ سره ډېره مینه درلوده، کیسه کوي، چې هر ملګري به په شپه کې دوه ځله پیره کوله او کوم ملګري به چې یو ځل پیره وکړه، دوهم ځل پیره به یې بلال شهید کوله.

 

د هغه یو ملګری چې اوس هم ژوندی دی، د بلال شهید د شهادت د ورځې په اړه کیسه کوي.

 

“هغه د سهار د لمانځه لپاره وتلی و او کله چې بېرته راغی، ویل یې چې داعشیانو برید کړی دی، په بیړه یې پیکا پورته کړه او جګړې ته لاړ او د جګړې برخوال شو.”

 

همدا راز یې وویل: چې د سیمې خلکو دا جګړه د جنګونو په وخت کې دویمه جګړه بلله، لومړۍ جګړه د روسانو د برید په وخت کې او دوهمه جګړه د نن ورځې جګړه وه، چې د سهار په څلورو بجو پیل او لس ورځې وروسته پای ته ورسېده.

 

بلال شهید پیکا چلوله او خپل امیر ته یې غږ وکړ، چې ان شاالله تر اوسه پورې ما ډېر وژلي دي او ما په حقیقت کې هغه صحنه په خپلو سترګو لیدلې ده، چې ډېر خلک یې تباه او ووژل، ما راکټ وغورځاوه او د ده د پیکا شرید مې بدلاوه، چې د بلال شهید په مبارک بدن څو مرمۍ ولګیدې، او دغه شجاع، زړور او سپېڅلی اتل په ۱۱/۲۴/۱۳۹۴ نېټه د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې، خپل هغه اوږده ارمان ته چې شهادت لوړ مقام و ورسېد، نوموړی غازي په خاورو کې ښخ شو او د هغه د روح مرغۍ د پرښتو له شهباز سره الوتنه وکړه.

 

نحسبه کذالک والله حسیبه

هرماس الافغاني
Exit mobile version