د اسلام د مبارک دین له ابتدا څخه آن تر معاصرې زمانې پورې، د امت نومیاليو د خپل سر په بیه د اسلام د سپېڅلي دین د اقامې لپاره مبارزه کړې او دا د عظیمت او سرلوړۍ لړۍ لا هم دوام لري، په دې لار کې زرګونو مېړنیو او جهاد پالو ځوانانو د خپل تن وینې د اسلام پالنې تر عنوان لاندې نذر کړې دي، چې له همدې جملې څخه یو هم شهید انجینر ولي الرحمن ریحان یادولی شو.
شهید انجینر ولي الرحمن ریحان په ١٣٧١ هـ ش کال د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ د بلند بابا خېلو په کلي کې د حاجي عبدالقدیر په کورنۍ کې دې فاني دنیاګۍ ته سترګې وغړولې.
۱:- زده کړې:
شهید ولی الرحمن ریحان خپلې ابتدایي دیني زده کړې، د خپل کلي په مسجد کې د مولوي صاحب حبیب الرحمن حماد څخه پیل کړې او تر څنګ یې د غازي محمد جان خان په عالي لیسې کې د عصري علومو د تحصل لپاره درسونه پیل کړل.
له یادې لېسې څخه تر فراغت وروسته، د کانکور ازموینې له لارې د کندهار پوهنتون انجینري پوهنځۍ د انرژۍ څانګې ته بریالی شو او له دې سره هم مهاله یې د امریکایي یرغلګرو، داخلي غلامانو او نورو فتنه ګرو پر وړاندې جهاد ته هم را ودانګل.
دا چې شهید ولي الرحمن ریحان د الله جل جلاله په لار کې د جهاد کولو او په دې لار کې د شهادت ترلاسه کولو سخت ارمانجن و، نو په همدې اساس به یې د پوهنتون له رخصتیو په استفاده له نورو مجاهدینو سره د دښمن په وړاندې سنګرونه پالل او د خپلې جهادي وړتیا له کبله به یې وخت نا وخت دښمن ته د سر او مال لوی، لوی زیانونه اړول.
نوموړي د وردګو په جغتو، چک، سیدآباد او جلګه ولسوالیو کې د خپلو نورو ملګرو سره یو ځای په تعرضي او چریکي عملیاتو کې ګډون کاوه او د یو باتور او غیرتي مجاهد په حیث یې، د ولایت د مسؤلینو باور ترلاسه کړی و، د پوهنتون څلور کلنه دوره یې پای ته نه وه رسولې، چې ورسره هم مهاله په وردګو، لوګر او غزني ولایتونو کې امریکایي یرغلګرو او د 01 او 02 په نامه داخلي ګوډاګیانو شپني عملیات پیل کړل.
د دې عملیاتو په نتیجه کې په لسګونو عام هېواد وال، ښځې او ماشومان په شهادت ورسېدل، سلګونه کورونه ویجاړ او خلک له سختو ننګونو او مشکلاتو سره مخ شول، د دین او هېواد دښمنانو پر مظلوم ملت خورا سخت ظلمونه او مرګونې چاپې شروع کړې، د دښمن وحشي چاپې او ظلمونه له زغم څخه وتلي و، همدا علت و، چې ولي الرحمن ريحان نور له پوهنتون سره د څه مودې لپاره خدای پاماني وکړه او په وردګو کې یې عملاً او په ښکاره توګه جهادي خدمتونه پیل کړل.
شهید ولی الرحمن ریحان په لږه موده کې د اسلامي امارت په لیکو کې خورا مفیده او مؤثره مبارزه تر سره کړه، تر دې چې د هېواد ختیځ ولایت ننګرهار ته د داعشي خوارجو د ځپلو په موخه په تشکیل روان شو.
۲:- په ننګرهار کې د شهید سعید جهادي فعالیت:
شهید ولی الرحمن ریحان په ننګرهار ولایت کې د فتنه ګرو داعشي خوارجو پر وړاندې څه باندې شپږ میاشتې خپله جهادي مبارزه جاري وساته، په یاده موده کې نوموړي د میدان وردګو د مجاهدینو په ملتیا په ننګرهار ولایت کې داعشي خوارج سخت وځپل او اکثریت شمېر سیمې او ولسوالۍ یې د دوی له شر څخه پاکې کړې.
۳:- شهادت:
د اسلام د لارې دا زړور مجاهد بالاخره د ۱۳۹۹ ھ.ش کال د دلوې میاشتې په ۲۴مه نېټه د جمعې په مبارکه شپه، د ننګرهار ولايت د شېرزادو ولسوالۍ په زاوه سیمه کې، له داعشي خوارجو سره په مخامخ نښته کې د امریکایي یرغلګرو لخوا لومړی ټپي او وروسته د ډورن الوتکې په ناڅاپي برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد، نحسبه کذالک والله حسیبه!
يادونه:
د دواعشو او امريکايانو د ګډې مبارزې ژوندی مثال د ريحان د شهادت موضوع ده، چې لومړی له داعشیانو سره په مخامخ جګړه کې سخت زخمي شو او ورپسې امريکايي یرغلګرو د ډرون الوتکې په توسط شهید کړ.
شهید ولی الرحمن ریحان په تقوا، دیانت او اخلاقو نازول شوی زلمی و، د سیمې د خلکو زیات احترام او قدر یې کاوه، هر وخت به یې په شونډو نرمه مُسکا خپره وه او د خپلو جهادي ملګرو تر منځ د اتحاد او اطاعت یوه بې بېلګې نمونه وه.
د غزني ولایت په مرکز (غزني ښار) او شاوخوا سیمو کې یې د غني د رژیم لسګونه هغه ظالم او قاتل پوځیان، کوم چې عام ولس یې له شره سختې ورځې او شپې تېرولې، د خپلو جنایتونو په سزا رسولي دي، دغه راز په اکثریت ولایتي تشکیلاتو کې د سرګروپ په توګه پاتې شوی، څو ځله د دښمن له سختو شپنيو عملیاتو او چاپو سره مخ شوی دی، خو بیا هم د یو رښتني مجاهد په توګه تر شهادته ثابت قدمه پاتې شو.