شجاع، دلاور او مېړنی زلمی شهيد سعيد آزاد خان “اتل ” د ارواښاد نظر اکا زوی د خدای نظر اکا لمسی، په ١٣٧٣ ه. ش کال د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ د غبرګي د کلي په يوه دينداره او جهاد پاله کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې. لا ماشوم و چې د شجاعت، تقوی او دیني احساساتو نښې یې د شخصيت له هندارو ځلېدې.
شهيد اتل، د خپل نوم له مانا سره په رښتیني معنا يو ژوندی اتل و؛ متقي، غیرتي، با احساسه او د حق غږ ته ژمن مجاهد، شهيد آزاد خان “اتل” تقبله اللّٰه يو متدین، هڅاند او حساس شخص وو، نوموړی شهيد چې کله د ځوانۍ په درشل قدم کېښود، د جهاد او برحقي مبارزې صف ته د قوماندان ملا محمد داود “الفت” صاحب تر زعامت لاندې یې د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره مبارزه پېل کړه.
هغه ته دې فاني ژوند هېڅ ارزښت نه درلود، بلکې يوازينۍ هيله او ستر ارمان يې دا و، چې دا مقدسه خاوره دې د کفري ښکېلاک له پنجو خلاصه شي، اسلامي نظام دې قائم شي، او دی دې د همدې مبارکې مبارزې په لاره کې د شهادت جام وڅکي، ده سعید به بار، بار دا خبره کوله چې “اللّٰه جل جلاله دې موږ نور له دې ابتلاء، فتنو او ازمېښتونو خلاص کړي.” حتی تر شهادت يوه مياشت وړاندې يې يو ملګري ته همدا خبره کړې وه.
اتل د خپلې سیمې یو زړور، شجاع او نه ستړی کیدونکی مجاهد وو، هغه یو له هغه زلمکیو څخه و، چې په خپله خاوره يې کفري ښکېلاک نه مانه، د اشغالګرو پر وړاندې هر قسم مبارزې ته چمتو وو، همدا وجه وه چې ده به د خپلې سیمې په اکثریت کمینونو، ماینونو او تعرضونو کې برخه اخیسته.
په همدې وخت کې یرغلګرو چې د مجاهدینو بې ساري پرمختګونو ورخطا کړي وو، په یوه نوې حربه فکر وکړ، د افغانستان شمال شرق ننګرهار او کونړ ولایتونو ته یې، د دوی په لاس جوړ شوي روباتونه (داعش) را واردول شروع کړل، د اسلامي امارت مجاهدین یې په یو وخت کې د څو بېلابېلو جنګونو سره مخ کړل، په دغه ستړو او لالهانده حالاتو مجاهدینو دغه سنګر هم ښه په مېړانه وپاله، ننګرهار ولايت ته تشکیلونه شروع شول، دا چې اتل تقبله اللّٰه د مجاهدینو په منځ کې ځانګړی مقام خپل کړی و، د خپل امیر له خوا په تشکیل کې د تګ لپاره غوره شو.
د شهيد اتل تقبله اللّٰه د تشکيل یو ملګری حمزه تقبله الله (چې هغه هم اوس شهيد دی) ويل: کله چې زه او اتل جلال آباد ته روان وو، نو اتل به په لاره کې د مختلفو ځايونو نومونه ليکل، او ويل به يې: زه دغه نومونه ليکم، بیا چې ته له هغې خوا راځې نو نه به خطا کېږې، ما ورته وويل: ولې ته به څه کوې؟ ده ويل: زه به شهيد شم له هغې خوا به ما په پاخه روډ (سرک) باندې راوړې، همغه وو چې همداسې وشول.
څومره ژوره وړاندوينه، څومره زړورتيا، او څومره ايماني باور!
ننګرهار ولايت ته له رسېدو سره سم یې د خوارجو (داعشیانو) په ځالو بریدونه پیل کړل، له دې لار ورکي دښمن څخه یې په رڼا ورځ لاره ورکه کړې وه، د اسلامي امارت مجاهدینو له هر لوري پرې بریدونه کول، ډیرې سیمې یې د دوی له ناوړه شتون څخه پاکې کړې، بلآخره يوه ورځ چې د روژې مبارکې ٢٧مه وه، خپل وروستي آرمان ته وصل شو، نحسبه کذالک والله حسیبه.
د شهيد اتل جان د شهادت ځاي او تاريخ:
شهيد ازاد خان “اتل” د شهيد الحاج پيرآغا صاحب رحمة الله عليه تر قوماندې لاندې، د جلال آباد ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ۱۳۹۶/۴/۱هـ ش کال چې د ۱۴۳۸/ رمضان مبارک/۲۷ سره برابره ده، له دواعشو سره په مخامخ کمین کې د شهادت سپېڅلي او لوړ مقام ته ورسېد.
د شهيد اتل تقبله الله له شهادت څخه وروسته يو کرامت:
شهيد حمزه ويل: کله چې اتل پاس په غره کې له داعشيانو سره په جنګ کې راته شهيد شو، نو له غره څخه مو را ښکته کړ، په يوه ښونځي کې مو له نورو شهیدو شازلميانو سره کښېښود، په دغه وخت کې د نوموړي شهيد (اتل) سترګي خلاصي (روڼي) پاتې وې، بيا نو يو سپين ږيري بابا چې د څلورو شهيدانو پلار وو، اتل جان ته په داسي حال کي چې شهيد شوی و وويل:
شهیده! سترګې پټي کړه! بيا هغه وو چې سترګي يې پټي کړې، دا داسې حالت نه و، چې انسان يې تفسير کړي، دا د الله عزوجل له خوا ښکاره کرامت و.
د اتل جان دغه يوه هيله وه، چې اسلامي امارت به زموږ د يتيمانو يتيم پالنه وکړي او په کورنو به مو پوښتنه کوي، د نوموړي شهيد له باقيات الصالحات څخه دوه لوڼي پاتي دي.