د امریکا او اسرائیلو په ګډ اشغالګرانه ماموریت کې د ایران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي له وژل کېدو وروسته د سیمې وضعیت شېبه په شېبه د بدلېدو په حال کې دی، ځکه چې اسرائیلو د امریکا په پوځي او ستراتیژیک ملاتړ د ایران بېلابېل ښارونه ووېشتل او ګڼو ایراني چارواکو ته یې مرګ ژوبله واړوله، دا هغه جګړه ده چې له یوې میاشتې راهیسې یې تمه کېده او امریکا لا له وړاندې ورته خپلې جنګي سمندري بېړۍ را استولې او په کمین کې درولې وې.
برعکس ایران هم د یوه ځواکمن هېواد په توګه د مشروع بریدونو او دفاع حق وکاراوه او نه یوازې د اسرائیلي رژیم بېلابېل مرکزونه او اهداف یې په نښه کړل، بلکې په سیمه کې یې هم د امریکا ګڼې پوځي اډې په نښه کړې چې تر دې دمه عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان، کوېټ، بحرین، قطر او عراق کې ورته ګڼ بریدونه اوښتي دي.
د امریکا او اسرائیلو پر دغه ګډ پوځي ماموریت چې غلیمانه او اشغالګرانه موخې لري، تر دې دمه له ملګرو ملتونو را نیولې تر ټولو ځواکمنو هېوادونو پورې چوپه خولي دي، یوازې په یوه عادي اعلامیه یې د خبرو اترو له لارې د سولې او ډیالوګ وړاندیزونه کړي دي، خو یوه هم په زعرده دا تاوتریخوالی او وحشت نه دی محکوم کړی. د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت بیا په خپل رسمي دریځ کې نه یوازې د امریکا دا کړنې غندلې، بلکې د خبرو او تاوتریخوالي د کمښت وړاندیز یې هم کړی دی.
له دې جګړې سره هم مهاله امریکا او ورسره اروپايي ټولنه د روسیې پر وړاندې له یوکراین هم مالي، پوځي او لوجستیک ملاتړ کوي او روسیه یې په دې ډول یوې اوږدې جګړې ته ور ټېله کړې ده چې مقابل کې یې په ظاهرا د یوکراین پوځ جنګېږي، خو وسلې او نور تخنیکي امکانات ورته امریکا او اروپايي ټولنه چمتو کوي. دا دواړه پېښې داسې مهال رامنځته کېږي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا حاکمیت موده نږدې پنځو کلونو ته نږدې کېږي او که چېرته د اسلامي امارت کامیابه بهرنۍ پالیسي او قیادت نه وی، لرې نه وه چې هېواد مو په یوه ډول ددغه حوادثو تر منفي اغېز لاندې راشي او افغان خاوره په یوه ډول وکارول شي.
په تازه پېښه کې بیا د پاکستان د پوځي رژیم ظالمانه بریدونه هم په مختلفو نومونو پر افغان خاوره تر سره کېږي چې دا هم یوه سیمه ییزه او عادي پېښه نه ده، بلکې د سیمې په کچه یې یو نړیوال کړکیچ بللی شو، ځکه چې پاکستانی پوځي رژیم په ښکاره ډول د امریکا او د امریکا د نورو ایتلافي ملګرو شیطاني پروژې مخته وړي او په یوه ډول د هغوی فرمایشونه هم په کې ښکېل دي. پاکستان فکر کوي چې اسلامي امارت د دوی پر ضد له هند سره لاس یو کړی دی او په خاوره کې یې د دوی مخالفینو ته ځای ورکوي، حال دا چې دا یوه غولونکې او ناسمه ادعا ده.
اسلامي امارت په خپله بهرنۍ پالیسي او د کړو ژمنو پر بنسټ هېڅکله اجازه نه ورکوي، چې خاوره یې د بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیانو پر ضد وکارول شي، بلکې دا خپله د پاکستاني پوځي حکومت د کمزورۍ پټولو یوه هڅه ده چې غواړي د خپل ولس سترګو کې خاورې وشیندي او د پېښو پړه پر افغانستان واچوي.
د سیاسي چارو شننونکو ټول په دې اند دي چې د سیمې د هېوادونو او هلته روانو کړکېچونو په لرلید کې افغانستان تر بل هر وخت په ښه موقف کې دي، ځکه چې کورنۍ جګړه پای ته رسېدلې، هېواد د پرمختګ او ثبات خواته قدمونه اخلي او څه کم نیمه لسیزه وړاندې یو داسې مقتدر حکومت رامنځته شوی چې په ملي بودیجه چلېږي او د خپلې بهرنۍ ستراتیژي او سیاسي پالیسي د تدوین خپلواکي لري، حال دا چې پخوا هېڅکله هم افغانستان له دا ډول استقلال څخه برخمن نه و.
اسلامي امارت اوسمهال له ټولو ګاونډیانو او د سیمې له هېوادونو سره مساوي او متوازنې اړیکې لري او دا اړیکې اقتصاد محوره او د ملي ګټو د تامین پر اصولو ولاړې دي، یا په بل عبارت سره؛ ویلی شو چې د اسلامي امارت اوسنی بهرنی سیاست اغېزمن نه، بلکې اغېزناک دی او په هېڅ یوه لوري او هېواد تر دې حده تکیه نه کوي چې د اړیکو د خرابۍ پر مهال دې را وغورځي، بلکې نور اړخونه دي چې پر دغه سیاست د باور له مخې اسلامي امارت ته د غوره او په متقابل درناوي ولاړو اړیکو لاس ورغځوي.
په داسې حالت کې ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د نظر خاوندانو، شننونکو او پوهانو ته اړتیا ده چې هر ډول نظري اختلافات او ستونزې شاته کړي، د خپل هېواد او نظام د ساتنې لپاره د امارت تر څنګ ودرېږي او د خپل ملي یو والي په ښودلو سره هېڅ بهرني ځواک او ګاونډي هېواد ته ددې اجازه ورنه کړي چې بیا یې په برخلیک لوبې وکړي.
موږ د ورور او اسلامي هېواد ایران په ګډون له ټولو اسلامي هېوادونو سره خواخوږي او غوره اړیکې غواړو، ازادۍ او ثبات ته یې اوچت درناوی لرو، خو خپل هېوادني او افغاني لومړیتوبونه هم راته مهم دي، ځکه چې هېواد مو تازه له سراسري سولې او ثبات څخه برخمن شوی او د پخوانیو ټپونو د غوره درملنې وخت را رسېدلی دی.









































