عاطف مشعل
په پاکستان کې د وروستیو بریدونو د اصلي سرچینو اوعواملو په هکله د لوړ رتبه پاکستاني مقاماتو څرګندونې؛ د تعجب او حیرانتیا وړ خبرې دي، په خاصه توګه له افغانستان سره د دغو بریدونو د تړاو او ارتباط ورکولو په هکله؛ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف اظهارات، کاملا یو بې ځایه اتهام او بې بنیاده ادعا ده.
د معتبرو خبري اژانسونو لکه رویټرز خبري أژانس او المرصاد خبري اژانس په حواله تایید شوي راپورونه ښایي، چې د داعش د خراسان ډلې مشر شهاب المهاجر اوسمهال د پاکستان په بلوچستان سیمه کې میشت شوی دی او هلته فعالیت کوي، د دغو خبری اژانسونو د راپورونو په استناد، شهاب المهاجر په افغانستان کې د ټپي کیدو او سختو ټپونو له متحمل کیدو وروسته؛ د پاکستان بلوچستان سیمې ته تښتیدلی او له هماغه ځایه خپل ترورستي فعالیتونه پر مخ بیایی.
همدارنګه د بلوڅ ملي غورځنګ مشر ډاکټر نسیم بلوچ په جنیوا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې “په بلوچستان کې د نړیوال ترهګریز سازمان داعش د کیمپونو شتون د اندېښنې وړ دی”.
ډاکټر نسیم بلوچ په یاده غونډه کې په واضح ډول ویلي دي، چې ” په بلوچستان کې د داعش کېمپونه د پاکستان د پوځ له خوا حمایه کیږي او د پاکستان د پوځ تر مستقیمې څارنې او ملاتړ لاندې فعالیت کوي”.
د بین المللی رسنیو او د سیمې د سیاستوالو دا معلومات او موثق خبرونه، هغه پوچې او بې بنیاده ادعاوې باطلوي، چې د پاکستاني چارواکو له خوا افغانستان ته د تروریستي فعالیتونو د منسوبولو په اړه کله نا کله وړاندې کیږي.
د دا رنګه بې بنیاده تهمتونو او کاذبو اتهاماتو په لګولو سره پاکستاني مقامات هڅه کوي، د خپل هیواد د ترینګلي داخلي امنیت له ضعف او نیمګړتیاو څخه د ولس د پام اړولو کوشش وکړي او یا د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د ګاونډیو هیوادونو او نړیوالې ټولنې په اذهانو کې د افغانستان د موجوده حکومت په هکله بدګماني او د منفي ذهنیت د ایجادولو هڅه وکړي.
برسېره پر دې، داسې نښې نښانې شته چې د پاکستان په پوځ او سیاسي مقاماتو کې ځینې ډلې، چې په احتمالي توګه د لویدیځ د ګټو تر اغیز لاندې دي، د چینایي شرکتونو پر ضد، په وسله والو بریدونو کې ښکیل دي.
دا کړنې ممکن د یوې پراخې اجنډا برخه وي چې پاکستان د نړۍ د لویو ځواکونو ترمنځ د رقابتونو او سیالیو په مرکز مبدل کړي.
د پاکستاني پوځ او سیاستوالو دغه غرب-پلوه ډله د غرب په مخفي اشارو هڅه کوي، تر څو په ځانګړې توګه د چین پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) په څېر د لویو سیمه ایزو اقتصادي پروژو د تطبیق لپاره مشکلات ایجاد کړي.
په داسې حال کې چې پاکستان د امنیتی ستوتزو تر څنګ، له شدیدو اقتصادی ستونزو سره هم مخامخ دی، داسې انګیرنې وجود لري چې ګواکې د داعش د پروژې د تمویل یو علت هم د پاکستان د شدیدو اقتصادی ستونزو مجبوریت وي، تر څو په سیمه کې د داعش د پروژې په تطبیق کولو سره پاکستاني جنرالان وکولای شي، د نړیوال وجهي صندوق (ای ایم ایف) او نورو غربي مالي او اقتصادي مرستو څخه مستفید شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د داعش د پروژې تطبیقول او داعش ته په سیمه کې یو مصون کاري دهلیز مهیا کول یواځې د افغانستان او (سی پیک) پر ضد عمل او اقدام نه دی، بلکه د منځني اسیا، روسیې او ایران لپاره هم یو لوی ګواښ دی.
د پاکستاني جنرالانو او سیاسیونو دغه اقدام تنها افغانستان سره په ټکر کې نه ده، بلکه د افغانستان په ګاونډ کی د ټولې سیمې لکه روسیه، چین او ایران لپاره یو جدي تهدید او بالقوه ګواښ دی، ځکه غرب دا ځل د داعش ډله تنها د یو ملک پر ضد نه، بلکه د سیمې د څو هیوادونو لپاره تمویلوي او تقویه کوي.
د پاکستاني جنرالانو او سیاسیونو د دغې ډلې فعالیتونو او د غرب له اجنډا سره سم د غربی پروژو تطبیق، نه د پاکستاني ولس منافع په نظر کې ونیولې او نه د منطقې د هیوادونو منافع په نظر کې ونیول شوې، د دوی نا انډوله چلند له خپل ولس سره ددې سبب شو چې یو غبرګون او ویښتابه په پاکستاني ولس کې را پیدا شي؛ دا ډیر ژور او جدي تهدید دی، چې په نتیجه کې به یې پاکستان نه تنها د خپل ولس له جدي عکس العمل سره مخامخ شي، بلکه د سیمې د هیوادونو له دښمنۍ او مخالفت سره به هم مخامخ شی.
همدارنګه دغه ډله کوشش کوي تر څو د تحریک طالبان پاکستان (ټی ټی پي) له نوم نه په استفادې، د شمالي پاکستان (ګلګت بلتستان او چترال) اوشمال ختیځ افغانستان (کونړ، نورستان، ، بدخشان، تخار او لغمان) په ګډون د CPEC د پروژې او د واخان د پروژې د پلي کیدو د بستر سیمې بې ثباته کړي، ترڅو د مرکزي اسیا هیوادونه او چین نا امنه کړي او د دغو لویو سیمه ایزو اقتصادي پروژو د تطبیق مخه ونیسي.
تاجکستان خپلو اقتصادي منافعو ته په کتو د CPEC د پروژې حمایت او استقبال کوي، خو د پاکستاني جنرالانو او سیاسیونو د دغې غرب پلوه حلقې لخوا د مینځني اسیا او ازبکو وسله والو ډلو ته د جنوبي ازبکستان او شرقي ترکستان د جوړېدو خیالي وعدې ورکول شوې، تر څو د دغو ډلو د فعالیت په نتیجه کې، د چین او مینځني اسیا هیوادونو ته امنیتی ګواښونه را پیدا کړي او په منطقه کې د غرب پلان شوې طرحې عملي کړي.
د منځني اسیا تروریستي ډلې، چې د ځمکني خپلواکي په خیالي ژمنو کې ښکیل شوي، د چین ګټو او د CPEC پروژې پلي کولو لپاره بالقوه ګواښ ګڼل کیږي.
د “جنوبي ازبکستان” او “ختیځ ترکستان” تاسیس کولای شي، د دې ډلو د فعالیت لپاره د پټنځایونو په توګه کار ورکړي او د سیمه ایز امنیت تحرکات نور هم پیچلي کړي.
د ترورستي فعالیتونو په اړه د پاکستان لخوا د تورونو او اتهام لګولو د لوبې دوام، نه یوازې په سیمه کې د اصلي امنیتي ننګونو په حل کولو کې مرسته نه کوي، بلکې د ګاونډیو هیوادونو تر مینځ د باور او همکارۍ فضا هم له خطر سره مخامخ کوي.
د سیمه ایز ثبات او امنیت لپاره د عملي کوششونو پر ځای، د تورونو لګولو په لوبه کې ښکېلتیا، د تاوتریخوالي د لازیاتولو سبب کیږي او د ګټورو خبرو اترو او همکارۍ مخه نیسي.
سربېره پر دې، د بې بنیاده تورونو په لوبه کې ښکېلتیا، د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ باور او همکارۍ ته زیان رسوي، دا د باور نشتوالی نه یوازې د ترهګرۍ سره د مبارزې هڅې خنډوي، بلکې د پراخو سیمه ایزو نوښتونو او پرمختیایي پروژو لکه د چین پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC)، ټآپي، کاسا یک هزار او داسې نورو سیمېزه پروژو په برخه کې د پرمختګ مخه هم نیسي.
پاکستان باید د سیمې په وړاندې د امنیتي ننګونو په مؤثره توګه د حل کولو لپاره، پر نورو هیوادونو د ملامتیا اچولو څخه ډډه وکړي او یو ډیر فعال او همکار چلند غوره کړي، چې (د داخلي امنیتي نیمګړتیاوو اعتراف او د خپلو امنیتي ستونزو حل کول، د ګاونډیو هیوادونو تر منځ د باور او همکارۍ فضا ایجادول او د سیمه ایز ثبات لپاره د ریښتینو او عملي ژمنو څرګندول) پکې شامل دي.
نوی نړیوال نظم اکثرو هیوادونو ته د انتخاب لپاره مختلف اختیارونه ایښي دي، د نړۍ اکثر هیوادونه چې د خپلې بقا فکر کوي، د منطقې له ثبات سره د کاملې هماهنګۍ او همکارۍ په مسیر کې خپله لاره پر مخ بیایی.
داسې ښکاري چې د نوي نړیوال نظم تاثیرات به زمونږ په منطقه کې ځکه زیات وي، چې دوه درې ستر هیوادونه دلته د نوي جهاني نظم اصلي لوبغاړي دي.
پاکستان ته په کار ده، چې داسې سیاست او پالیسي غوره کړي، چې که له منطقې سره په یوه لاره نه ځي، حد اقل باید له منطقې سره په ټکر او تضاد کې لاړ نه شي.
د پاکستان په پوځ کې چې بعضې جنرالانو او ځینې سیاستمدارانو کومه د غرب په ګټه او لمسون پالیسي د کار لاندې نیولې، دا په ښکاره توګه له منطقې سره په تضاد او ټکر کې پر مخ تلل دي.