په تاریخ کې ځینې ورځې او شېبې داسې وي چې نه یوازې د یوې جغرافیې د برخلیک ټاکونکي وي، بلکې د یو ولس د عزم، قربانۍ او غیرت اثبات هم کوي، د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د سنبلې ۹مه همداسې یوه ورځ وه، چې د افغانستان له خاورې څخه د اشغال تر ټولو وروستی سمبول، امریکایي عسکر ” کریس دوناهو” ووت او زموږ د ملت د خپلواکۍ نوې پاڼه پرانیستل سوه.
په ګران افغانستان باندې د امریکا یرغل چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه نېټه د ” تروریزم ضد جګړې” تر عنوان لاندې پیل سو، د عدالت او قانون له هر اصل څخه خالي و. دا یرغل په حقیقت کې یو اشغال و، چې نه یوازې یې نظامي شتون درلود، بلکې کلتور، اقتصاد، اراده او ازادي یې هم تر برید لاندې راوستلې وه.
شل کاله د وحشت، زندانونو، بې ګناه وژنو، شپنیو چاپو او د ولس د سپېڅلي حریم د بې احترامۍ هر ډول هڅې وشوې. خو د افغان ولس غیور ضمیر هېڅکله له پاڅون، مبارزې او مقاومت څخه ستړی نه سو.
امریکا، چې ځان د نړۍ زبرځواک ګڼي، د شل کلنې جګړې، میلیاردونو ډالرو مصرفولو او د زرګونو سرتېرو سره ونه توانېده چې یو ولس، چې د حق پر اساس ولاړ و، تر خپل تسلط لاندې وساتي. دا وتنه یو اعتراف و، چې زور، ټکنالوژي او تبلیغات هېڅکله د ولسونو اراده نه سي ماتولای.
د کریس دوناهو وتل د یوې ناکامې ستراتیژۍ، یو اشغالګر فکر او د یو دروغجن نړیوال عدالت د سقوط ښکاره دلیل وو، هغه شپه چې وروستی امریکایي عسکر، کریس دوناهو د کابل له هوایي ډګر څخه ووت، د امریکا د شل کلن اشغال وروستۍ شېبه وه، دا د نړۍ د زبرځواک لپاره د غرور نه، بلکې په خپله ماتې د اعتراف شپه وه، دا اعتراف د ناکامۍ، ماتې او د افغان ولس د نه تسلیمېدونکي مقاومت پر وړاندې د زوال اعتراف و.
دوناهو د شپې په تیاره کې پرته له افتخار، پرته له بدرګې، پرته له ویاړ، یوازې د یوه عاجز او تسلیم سوي پوځ د وروستي استازي په څېر ووت. د هغه ګامونه د امریکا د هغو شعارونو مرګ و، چې د آزادۍ، بشري حقونو او پرمختګ تر نامه لاندې یې زموږ د ملت د استعمار هڅه وکړل.
دوناهو له ځان سره نه بیرغ یو وړ، نه بریا او نه لاسته راوړنه، بلکې یو عبرتناک درس یې پرېښود، هغه داچې؛ که اشغال هر څومره زورور وي، د ملتونو اراده نه شي ماتولی.
افغان ملت، چې د خپل ایماني غیرت په زور یې شل کاله د قربانیو داستان ولیکه، بالاخره د یوه ستر اشغال وروستۍ پاڼه یې هم ختمه کړه. دا وتنه د تاریخ په حافظه کې د امریکا لپاره یوه توره، خو د افغان ملت لپاره د ویاړ یوه زرینه لحظه پاتې سوه.