د غره پر لور ختل:
کله چې صحابه کرام رسول الله صلی الله علیه وسلم ته را ورسېدل، نو سمدلاسه ټولو د غره پر لور ختل پیل کړل، مشرکین ورپسې وو، خو صحابه کرامو به هڅه کوله چې په شا یې وتمبوي، که توره یا نېزه به یې په لاس کې نه وه، نو په کاڼو به یې ویشتل، هماغه و چې د دوی دې ټینګې مبارزې رنګ راوړ او مشرکین په شا و تمبول شول، په دې جریان کې ډېر صحابه کرام هم شهیدان شول.
د غره ته ختلو موخه د عمومي کلابندۍ ماتول و، موږ وویل چې مسلمانان د مشرکینو په منځ کې کلابند وو، نو د همدې کړۍ د ماتولو او د لښکر د انسجام په موخه دا پلان یقینا مثمر تمام شو.
عجیبه لا دا وه چې د جنګ په دې خونړیو شېبو کې په صحابه کرامو خوب راغی، د ډاډ او ارامۍ احساس پرې خور شو، لکه څنګه چې متعال رب په دې اړه فرمایي:
“ثُمَّ أَنْزَلَ عَلَيْكُمْ مِنْ بَعْدِ الْغَمِّ أَمَنَةً نُعَاسًا يَغْشَى طَائِفَةً مِنْكُمْ”
ژباړه: بیا يې له دغه غم نه پس پر تاسو باندې امن (اطمینان) نازل كړ، چې پركالي وه، چې ستاسو یوه ډله يې لاندې كړې وه.
ابو طلحه رضي الله عنه وایي: یو له هغو کسانو څخه چې د خوب څپې پرې راغلې زه وم، توره به مې له لاسه ولوېده، بیرته به مې راواخیسته، بیرته مې له لاسه ولوېده، او بیا به مې راواخیسته. د مسلمانانو دا ګروپ چې غره ته وخوت، نو پاتي لښکر ته یې هم لاره پرانیستله، هغوی هم په دې ځای کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو ځای شول.
د مشرکانو وروستۍ حمله:
رسول الله صلی الله علیه وسلم په غره کې ځای په ځای شو، پاتي لښکر هم ورته راورسېده، مشرکینو د ابو سفیان او خالد بن ولید په مشرۍ بیا ځلې هڅه وکړه چې مسلمانان تر تېغ تېر کړي، خو داځل د اسلام لښکر منسجم شوی و، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنګي پوهي پر مټ لښکر د کلابندۍ له منګولو بچ شوی و، د عمر رضي الله عنه په مشرۍ د صحابه کرامو یو ګروپ د مقابلې لپاره ور ووت، او مشرکین یې په شا وتمبول.
سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه وایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم دا مهال ماته وویل چې د مشرکینو ارادې ور خاورې کړه، ما ورته وویل چې څنګه په یوازې ځان دا کار وکړم، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم درې ځله دا خبره راته تکرار کړه. سعد زیاتوي یو غشی مې له توبرې څخه راوایست، یو تن مشرک مې پرې وویشت، هغه ووژل شو، بیا ورغلم هماغه غشی مې راواخیست بل مشرک مې پرې وواژه، بیا مې راواخیست بل مشرک مې پرې وواژه، له هغه وروسته مشرکین کوز شول، او هڅه یې ناکامه شوه.
سعد زیاتوي چې هماغه غشی مې راواخیست او ځان سره مې وساته. سعد داغشی تر مرګه ساتلی و، له ده وروسته یې زامنو ساتلی و.
نو د مشرکینو دا وروستی هجوم د دوی په تاوان تمام شو، دری تنه مشرکین د سعد رضی الله عنه په غشي هلاک شول.
د شهیدانو مثلت کول:
د مشرکینو وروستي ناکام هجوم نه وروسته دوی شهیدان صحابه کرام مثلت کړل، پوزې، غوږونه، سترګې او تناسلي آلې یې ترې پرې کړې، خیټې یې ورڅیرې کړې.
وحشي بن حرب چې حمزه رضی الله عنه یې شهید کړی وی، د جګړې په وروستۍ شېبه کې هند بنت عتبه ته راغی او د حمزه رضی الله عنه د شهادت زېری یې پرې وکړ، په بدر کې د دې پلار عتبه حمزه رضی الله عنه وژلی و، هغې د ډېر انعام وعده ورسره وکړه. وحشي له هندې سره یو ځای د حمزه رضی الله عنه جسد ته راغی، هندې د هغه رضی الله عنه پوزه، غوږونه او سترګې ترې پرې کړې، نس یې ورڅیري کړ او یَنه یې را وایستله، خولې ته یې واچوله چې ویې خوري خو ونه توانېده بیرته یې واچوله.
سخته تنده خو د مسلمانو مېرمنو هڅې:
له مدینې منورې څخه ښځې راغلې وې، دوی به د اوبو مشکونه راډکول او مسلمانانو ته به یې راوړل، هغوی به څښلې، عایشه، ام سلیط او ام ایمن رضي الله عنهن د دې مېرمنو سرلارې وې.
علي رضی الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته اوبه راوړې چې ویې څښي، خو هغه اوبه لږې بوینې وې، ویې نه څښلې البته زخمونه مبارک یې پرې ومینځل، فاطمې رضی الله عنها یې د مخ او سر زخمونه ور ومینځل، علي رضی الله عنه اوبه وراچولې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سر مبارک نه پرلپسې وینه روانه وه نه درېده، فاطمې رضی الله عنها د پوزي یوه ټوټه وسیځله او په زخم یې ورکېښوده، په دې سره یې وینه ودرېده، وروسته محمد بن مسلمه اوبه راوړي هغه یې وڅښلې.
وروستۍ شېبه، د ابو سفیان او عمر رضی الله عنه خبرې اترې:
مشرکینو د تللو اراده وکړه، نو ابو سفیان تر تګ دمخه د غره پر لور راغی او غږ یې وکړ: “افي القوم محمد؟” په مسلمانانو کې محمد شته؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام له ځواب ورکولو منعه کړل، بیا یې پورتنۍ جمله درې ځله تکرار کړه. بیا یې وویل: “أ فیکم ابن أبي قحافه؟ ایا په تاسو کې د ابو قحافه زوی (ابو بکر) شته؟ دا یې هم درې ځله تکرار کړه، خو چا ځواب ورنکړ، بیا یې زیاته کړه: “أ فیکم عمر درې الخطاب؟” ایا په تاسو کې عمر شته؟ دا خبره یې هم دری ځله تکرار کړه، بیا هم چا ځواب ورنکړ، ابو سفیان خپلو ملګرو ته وویل چې دا یو هم نشته، که وای ځواب به یې راکړی و.
دا مهال د عمر رضی الله عنه جذبه په جوش کې راغله، او ځواب یې ورکړ: “کذبت والله یا عدوالله، أبقی الله علیک ما یخزیک” د الله دښمنه تا دروغ وویل ستا د خفګان لپاره لا خلګ شته. له دې وروسته ابو سفیان وویل: “أُعلُ هُبل أعل هُبل” یعنې هبل دی لوړ وي، هبل دي لوړ وي (هبل د مشرکانو د یوه بت نوم ده)
رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر رضی الله عنه ته ویل چې په ځواب کې دا ورته ووایه: “الله أعلی وأجل” الله تر ټولو لوړ او لوی ذات دی.
ابو سفیان وویل: “لنا العزی ولا عزی لکم” یعنې موږ عزی بت لرو، تاسو یې نلرئ.
عمر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لارښوونې سره ورته وویل: “لنا المولی ولا مولی لکم” موږ پالونکی او مرستندوی لرو خو تاسو یې نلرئ.
ابو سفیان بیا وویل: “یوم بیوم بدر والحرب سجال” دا ورځ د بدر بدله ده، موږ او تاسو برابر شولو.
عمر رضی الله عنه ورته وویل: “لا سواء قتلانا في الجنة وقتلاکم في النار” هیڅکله نه یو سره برابر زموږ شهیدان په جنت کې خو ستاسو مړي به په اور کې وي.
ابو سفیان بیا عمر رضی الله عنه ته وویل چې نږدې راشه، هغه چې ورغی نو ابو سفیان ورته وویل: “أنشدک بالله یا عمر أ قتلنا محمدا؟” اې عمره تاته په الله قسم درکوم، ایا موږ رسول الله صلی الله علیه وسلم وژلی دی؟
عمر رضی الله عنه ورته وویل: “اللهم لا و إنه لیسمع کلامک” هیڅکله نه، هغه اوس هم ستا خبرې اوري.
ابو سفیان د تللو په وخت کې وویل: “موعدکم بدر للعام القابل” زموږ او ستاسو بیا ځلې جنګ به راتلونکی کال په بدر کې وي. عمر رضی الله عنه ورته وویل: “نعم هو بیننا و بینک موعد ان شاء الله” هو، دا به زموږ او ستاسو وعده وي ان شاء الله.











































