د بدر په غزا کې د مسلمانانو د نصرت او د مشرکینو د ماتې څلور عمده اسباب:
موږ وویل چې د بدر په معرکه کې دواړه لوري د عدد او عُدې له مخې بیخي ډېر متفاوت وو، فردي او مادي سویه یې یوه نه وه، نو سوال دادی چې هغه کوم اسباب وو چې د مسلمانانو د بري، او د مشرکینو د ماتې لامل شول، په داسې حال کې چې مسلمانان له مادي وسائلو په بشپړه توګه بې برخي، او قریش ترې برخمن وو؟
ددې سوال ځواب دادی، بری لکه څنګه چې په مادي اسبابو متکي دی، تر هغه ډېر په معنوي اسبابو متکي دی، نو مسلمانان که له مادي اسبابو بې برخې و، خو معنوي اسباب یې درلودل؛ چې موږ یې ځیني ستر اسباب په دغه بحث کې ذکر کوو:
۱: د مسلمانانو لښکر د جهاد حماسه درلودله چې دا د بري یو له عمده اسبابو بللای شو، خو برخلاف د مکې لښکر د قافلې د ساتلو کولو په تکل راوتلی و، د جنګ حماسې یې د ټولو برخوالو په زړونو کې مړې وې، یعنې ویلای شو چې د لښکر زیاتره برخه یې لکه په زور چې راوستل شوې وي، او جنګ ته اړ کړل شوي وي، په ځانکړې توګه د جنګ حماسه هغه وخت له منځه لاړه چې قافله یې وساتل شوه، او په رابغ کې د مکې له لښکره اخنس بن شریق بېل شو، د قافلې د نجات له امله بیرته وکرځېده، دغه مهال د لښکر زیاتې برخې غوښتل بیرته لاړ شي، خو د مشرانو له لوري یې اجازه ور نکړل شوه.
۲: مشرکینو تېری کړی وو، تجاوزګر متعال رب هرو مرو په خپله سزا رسوي، د مکې لښکر هم د بدر په معرکه کې تېری او تجاوز کوونکی وو، کله چې قافله بچ شوه، نو دوی باید بیرته مکې ته ستانه شوي وای، ځکه د دوی په نظر د جګړې جواز (په قافله باندې د مسلمانانو حمله) ختم شوی وو، نو دوی ته کوم جواز نه و پاتي، خو دا چې بیا هم د بدر تر میدانه په خورا غرور او کبر سره لاړ، تر څو د اسلام ډېوه له منځه یوسي، نو دا اعتداء ده، چې پایله یې دوی پخپله ولیدله.
خو د مدینې لښکر تجاوزګر نه و، هغه حق درلود چې په قافله هم حمله وکړي، ځکه د مکې مشرکینو مالونه او باغونه په مکه کې ترې غصب کړي وو او وروسته له کفارو سره یې مقابله هم حق وه.
۳: په جګړه کې د بریا یو له مهمو رازونو څخه د عقیدې او یوې انګېزې شتون دی، چې مسلمانان په بشپړه توګه ترې برخمن وو، مسلمانانو دوه حالتونه درلودل، چې یا بری یا شهادت دی، دا دواړه صورتونه د دوی د نیکمرغۍ پیلامې وې، نو ځکه هر سپاهی ورپسې لالهاند وو، خو برعکس د مکې لښکر یوازې بری، کبر، غرور او سمعة پېژندل، نه یې مرګ مقدس و، او نه د مرګ لپاره جنګېدل، نو طبعا له مرګه ډارېدل.
۴: د مسلمانانو د بري یو بل لامل د دوی نوی جنګي تاکتیک هم بللای شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم د جچړې داسې مېتود غوره کړ چې په عربو کې معمول نه و، ددې مېتود مزایاوې دلته په لنډه توکه ذکر کوو:
الف: د یوه قیادت شتون: د مدینې د لښکر قائد رسول الله صلی الله علیه وسلم وو، د همدې واحد قائد په قیادت کې ټول خوښ وو، او امرونه یې په ورین تندي عملي کول، داسې اطاعت یې کاوه، چې تاریخ یې ښایي له بیلګې وړاندي کولو عاجز شي، دوی داسې سالار درلود چې د هر ډول حالاتو په وړاندي یې غوره کنټرول درلود، ځان یې له نورو سره مساوي ګڼل، د هغوی مشورې یې اخیستلې، نو باید همدغسي اتباع یې شوې وای.
خو برعکس د مکې لښکر څو تنه قوماندانان درلودل، د مکې ډېر سرداران بدر ته راغلي و، هر یوه یې په زړه کې د قوماندانۍ هیله ګرځوله، البته داخبره کېږي چې عمومي مشران ابو جهل او عتبه بن ربیعه وو، خو دوی پخپل منځ کې هم ډېر اختلاف نظر، او سمتي تعصب درلود، نو ځکه د دوی صف غیر منظم، او بې ترتیبه و.
ب: نوې پوځي تګلاره: رسول صلی الله علیه وسلم له مدینې څخه د بدر پر لور د ورتګ پر مهال یو عصري او نوی جوړښت پلي کړ، چې ټول پوځ یې درې برخې درلودې، مقدمه، لویه برخه (اصلي ځواک) او یوه شاتنۍ ډله (مؤخره) ډله، او د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره یې له کشفي ګزمو څخه ګټه پورته کوله.
دا راز په جګړه کې، مسلمانانو د صفونو تګلاره غوره کړه، په داسې حال کې چې مشرکینو د کر والفر (برید او تېښتې) تګلاره غوره کړه، دلته به دغو دوو جنګي تګلارو لنډ بحث وکړو، تر څو د مسلمانانو د تګلارې مزایاوې رامعلومې شي:
د “کر والفر” تګلاره داده چې جنګیالي په خپل ټول ځواک پر دښمن برید وکړي، که هغه غشي ويشتونکي وي، یا پلي ځواک او سپاره جنګیالي چې په تورو جنګېږي او په نېزو ګوزارونه کوي. که دښمن پرې برلاسی شي یا دوی د کمزورۍ احساس وکړي، نو شاتګ کوي، بیا خپل ځانونه تنظیموي او بیا برید کوي، په همدې ډول بریدونه او شاتګونه کوي، ترڅو بریا یا ماتې د دوی په برخه شي.
او د صفوفو جوړولو تګلاره، کومه چې مسلمانانو غوره کړې وه داسې وه چې جنګیالي د خپل شمېر له مخې په دوو، دریو یا ډېرو صفونو کې ترتیب شي، مخکني صفونه د نېزه لرونکو مسلمانانو وي، ترڅو د سپرو د هجوم مخه ونیسي، او ورپسې نور صفونه د غشي ويشتونکو مسلمانانو وي ترڅو پر برید کوونکو دښمنانو غشي وار کړي. او صفونه د خپل مشر په کنټرول کې په خپلو ځایونو پاتې کېږي، ترڅو د برید کوونکو د “کر والفر” د تګلارې زور او شدت کم شي، له هغې وروسته صفونه په پرلهپسې توګه د دښمن پر لور پرمختګ لپاره مخکې ځي.
له دې څخه څرګندېږي چې د صفونو تګلاره د “کر والفر” پر تګلارې ځکه غوره ده چې په دې تګلاره کې صفونه مرتب وي، په دې توګه د مشر په لاس کې تل یو احتیاطي ځواک پاتې کېږي، چې په هغه سره هغه ناڅاپي حالات کنټرولوي چې په پام کې نه وي نیول شوي، لکه د دښمن د متقابل برید مخنیوی کول، یا د داسې کمین مخه نیول چې ناڅاپه راڅرګند شي، یا د هغو اړخونو ساتنه کول چې دښمن یې په خپلو سپرو یا پلی ځواکونو ګواښي.
د صفونو تګلاره پر ټول ځواک بشپړ کنټرول تضمینوي، د بېړنیو حالاتو لپاره احتیاطي ځواک برابروي او په ورته وخت کې د دفاع او برید لپاره مناسبه ده، خو د “کر والفر” تګلاره (کومه چې قریشو د بدر په جګړه کې وکاروله) د دې لامل کېږي چې مشر خپل کنټرول له لاسه ورکړي او د بېړنیو حالاتو لپاره هېڅ احتیاطي ځواک ورته نه تضمینوي.
نو هغه پلان چې رسول صلی الله علیه وسلم فوځي پوجي تشکیل کې ایجاد کړ او د بدر په جګړه کې یې وکاراوه، عربو ته یو نابلده تګلاره وه، ځکه کله هم له داسې تګلارې سره نه وو مخ شوي، همدغې تګلارې د مسلمانانو په بریا کې یې خورا لوی اغېز درلود.
دا څلور لاملونه (زموږ په نظر) له پوځي پلوه هغه تر ټولو مهم لاملونه دي چې په دې معرکه کې د مشرکینو د ماتې لامل شول؛ هغه سخته ماتې چې له هغې سره د شرک د دولت د بنسټ ړنګېدل پیل شول، او مسلمانانو ته یې هغه ستره بریا ور په برخه کړه، چې په هغې سره مسلمانان د تاریخ ډګر ته له مېړانې، تلپاتي او روښانه کارنامو سره ننوتل.