د عربو په جزیرې د بدر د معرکې اغېز:
د بدر ستره معرکه د مسلمانانو په بې ساري بري باندې پای ته ورسېده، په یوه داسې بري چې د ټولو عربو پوځي او سیاسي ځواک یې وننګاوه، عرب دې معرکې بیخي حیران کړل، په ځانګړې توګه یهود او منافقین هیڅ خوښ نه وو، چې په سیمه کې دي د دوی د مکر، فریب او دسیسو په وړاندي یو خنډ پیدا شي، دوی یوازې نه وو، د اسلام ټولو دښمنانو له دې وروسته همغږي پیل کړله او دا تعهد یې وکړ چې له دې وروسته به د مسلمانانو په وړاندې په ګډه دریږي، او مسلمانانو ته به د هيڅ ډول بریا چانس نه ور کوي.
خو د همدې موخې لپاره هر یوه له بله متفاوته تګلاره غوره کړه، دوی هر یوه دا هڅه کوله چې د مسلمانانو د دبدبې د مخنیوي لپاره به کار کوو، خو په بېلابېلو تګلارو؛ چې دلته به د مدینې د دولت د ټولو دښمنانو تګلارې په لنډه توګه ذکر کړو:
۱:- مکه له ماتې وروسته:
د مکې زړه دردېدلی وو، مشران یې بایللي وه، خو دوی نه غوښتل دا درد ښکاره کړي، پټ یې ساتلو، حتی په زوره ژړا باندې رسمي بندیز ولګېد، دوی د دې سربېره بیا هم په ارام نه وو، په زړه کې یې د انتقام لمبې ورو ورو نورې هم تازه کېدې، خو سړېدې نه؛ د اسلام په وړاندې یې د بغض ګراف نور هم لوړ شو، کم نه شو، دوی یو عمومي تیاری ونیو، پوځي ځواک یې نور هم پیاوړی کړ، د ځینو قبیلو تړونونه یې واخیستل، چې د همدې هڅو په نتېجه کې د احد غزاء رامنځته شوه، پوره تفصیل به هلته بیان کړو. ان شاء الله!
ددې ترڅنګ په مکه کې د اسلام دین نورهم له زیاتو بندیزونو سره مخ شو، په مکه کې مېشت مسلمانان له بیخي زیات محدودیتونو سره مخ شول، ډېرو خپل اسلام بیخي پټ ساته، خو چا به چې ظاهر کړ، له هغه څخه د هیڅ ډول تعذیب او شکنجې درېغ نه کېده.
۲:- مدینه له فتحې وروسته:
خو مدینې بیا د مکې د حالاتو معکوسه بڼه غوره کړې وه، په مدینه کې د مسلمانانو دولت نور هم پیاوړی شوی وو، هغوی چې اسلام ته یې غاړه نه وه ايښې ظاهراً مسلمانان شول، که څه هم په پټه به یې د اسلام بېخ کني کوله، دوی منافقین وو چې مشري یې عبد الله بن ابي ابن سلول کوله، ده خپلو ټولو ملګرو ته اعلان وکړ، چې مسلمانان شئ، اوس د مسلمانانو شوکت زیات شوی دی، بله چاره نشته، هماغه وو چې ټولو لارویو یې د اسلام اظهار وکړ، دې منافقینو په پټه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سخته دښمني کوله، هر ډول دسیسې یې ورته جوړولې.
۳:- یهود له معرکې وروسته:
د یهودو او مسلمانانو ترمنځ له هجرت نه وروسته معاهده وشوه، چې هیڅ لوری به له بل سره دښمني نه کوي، نه به د یو بل له دښمن سره همکاري کوي، مسلمانان همدې تړون ته پابند وو، مسلمانان دغه مهال برلاسي، خو یهود کمزوري وو، خو مسلمانانو ته ایماني غیرت اجازه نه ورکوله چې د تړون خلاف څه ترسره کړي، ځکه دوی ته به خپل لارښود صلی الله علیه وسلم تل توصیه کوله چې په وعدو باندي پابند پاته شئ.
خو یهودو د تړون مخالفت پیل کړ او خپله هغه پټه عقده یې رابرسېره کړه، کومه چې د بدر د سترې معرکې له بریا وروسته نوره هم پړسېدلې وه، د دوی مشري کعب بن الاشرف کوله، دوی مشرکین په ځانګړې توګه د مکې مشرکین جنګ ته هڅول، خو د دوی له دسیسو مسلمانان خبر شول، چې په نتیجه کې د دواړو لوریو ترمنځ مخالفتونه بیخي زیات شول، چې په پایله کې د بنو قینقاع، بنو نضیر او بنو قریظه غزاګانې رامنځته شوې، او مدینه منوره د دوی له ناولي وجود نه پاکه شوه، د دوی په اړه بشپړ تفصیل به په خپل ځای کې کوو. ان شاء الله!
۴:- أعراب (صحرایان) له معرکې وروسته:
د مدینې منورې شاوخوا صحرایان هم په دې ستره بریا پرېشانه وو، په مدینه منوره کې د دولت ستون محکمه شوې وه، نو ددوی د چور، غلا، غصب او لنډغریو بازار هم سوړ شوی وو، هغه چې د دوی روزمره معمول وو او له همدې لارو یې ورځنۍ روزي برابروله.
خو د دوی پرېشاني د مکې د مشرکینو په څېر نه وه، هغوی سیاسي او پوځي ماته خوړلې وه، د دوی او مسلمانانو ترمنځ جګړه د دین او عقیدې په سر وه، خو د اعرابو له کفر، اسلام، معتقداتو او سیاست سره کار نه وو، د دوی د پرېشانۍ لامل یوازې دا وو چې د دوی د لنډغرۍ مخنیوی شوی وو.