د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه اخلاق هغه ځانګړتیا وه چې د انسانیت لپاره د غوره لارښود په توګه پاتې شوی، هغه صلی الله علیه وسلم نه یوازې په کورني ژوند کې بلکې په هر ډول ټولنیز ژوند کې د بې مثاله ښو اخلاقو څښتن و، دې برخه کې به د رسول الله صلی الله علیه وسلم کورني ژوند ته لنډه کتنه وکړو.
حضرت عائشه رضي الله عنها فرمایي: «ما كانَ أحَدٌ أحْسَنَ خُلُقًا مِن رَسُولِ اللَّهِ، ﷺ؛ ما دَعاهُ أحَدٌ مِن أصْحابِهِ ولا مِن أهْلِ بَيْتِهِ إلّا قالَ: لَبَّيْكَ، فَلِذَلِكَ أنْزَلَ اللَّهُ تَعالى: ﴿وإنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ﴾ [القلم»: ٤]
تر رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښو اخلاقو درلودونكی هیڅوک نه و، هغه ته هیڅ چا (صحابه و او د کورنۍ غړو یې) غږ نه کاوه، مګر ده به په ځواب کې ورته ویل ”زه مو خدمت کې یم” ځکه یې الله جل جلاله په اړه فرمایي: ﴿وإنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ﴾ [القلم»: ٤] ژباړه: او په باوري توګه ته د لويو اخلاقو څښتن يې.
همدارنګه حضرت عائشه رضي الله عنها فرمايي: )« عن عروة، عن عائشة قالت: ما ضرب رسول الله صلى الله عليه وسلم خادما له، ولا امرأة،…»«مصنف عبد الرزاق» (9/ 176) «مصنف ابن أبي شيبة» (14/ 170) «مسند أحمد» (40/ 37)
رسول الله صلی الله علیه وسلم هيڅکله خپل خادم او خپله مېرمنه (أمهات المؤمنين) نه دي وهلي، هغه به له هر چا سره ښه چلند درلود، هر څوک به یې د ښو اخلاقو تر اغېز لاندې و.
حضرت عائشه رضي الله عنها فرمايي: )«عن الأسود بن يزيد: سألت عائشة رضي الله عنها: ما كان النبي صلى الله عليه وسلم يصنع في البيت؟ قالت: كان في مهنة أهله، فإذا سمع الأذان خرج. «صحيح البخاري» (5/ 2052)
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خپل کور د غړو په خدمت بوخت و، خو چې کله به يې اذان واورېد، نو د لمانځه د ادا کولو لپاره به ووت، هغه به خپل کور کې د کور له غړو سره په کورنيو چارو کې مرسته کوله او د کور د یو عادي او مدبر غړي په توګه یې رول لوباوه.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت په لسم کال د هغه کاکا (تره) أبو طالب او د هغه مېرمن (خديجه رضي الله عنها) وفات شول، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه کال ته عام الحزن (د خپګان کال) وويل؛ هغه يې په وفات بې ساری ډېر خپه و، هغه ته د خپلوۍ پالل ډېر اړین و او تل به یې ټینګار ور باندې کاوه.
«عام الحزن وهو العام العاشر من بعثته صلى الله عليه وسلم، فقد توفيت فيه زوجته خديجة بنت خويلد رضي الله عنها، وتوفي فيه عمه أبو طالب»«فقه السيرة النبوية مع موجز لتاريخ الخلافة الراشدة» (ص97)
د رسول الله صلی الله علیه وسلم زوی ابراهيم له نړۍ سترګې پټې کړې، د فراق له امله یې رسول الله صلی الله علیه وسلم اوښکې تویولې او ویل یې: إن العين تدمع والقلب يحزن، ولا نقول إلا ما يرضي ربنا وإنا بفراقك يا إبراهيم لمحزونون.
ژباړه: سترګې ژاړي، زړه خپه دی، موږ نه وايو مګر هغه څه چې زموږ رب ورباندې خوشالېږي، په جدایۍ دې خپه یو اې ابراهیمه!.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور حضرت فاطمه رضي الله عنها په رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېره ګرانه وه او بې ساري مينه یې ورسره لرله، په اړه يې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: « إنما فاطمة بضعة مني، يؤذيني ما آذاها ».«صحيح مسلم» (7/ 141)
فاطمه زما يوه برخه ده، هغه څه چې هغې ته زیان رسوي، هغه زما زیان دی.»
پایله: رسول الله صلی الله علیه وسلم د کورنۍ غړو اولادونو، مېرمنو او ټولو سره مینه لره او هغوی سره یې په مینه، شفقت او مهربانۍ ژوند کاوه؛ د هغوی حقوقو ته یې پاملرنه کوله، هغوی مینه هم ور سره لرله؛ هیڅ وخت یې د خپلې کورنۍ غړو ته بدې او سپکې خبرې نه دي کړي، هغه به د کور په چارو کې له خپلې کورنۍ غړو سره مرسته کوله او د یو عادي او بې ساري مهربانه غړي په توګه به یې ژوند کاوه، نورو ته به یې هم په ښه ژوند کولو امر کاوه.