د بدر ستره غزاء:
د اسلام په تاریخ کې د بدر غزاء لومړنۍ غزاء ده، چې جنګ پکې ترسره شو او مسلمانانو یوه بې سارې سوبه خپله کړه، چې د قریشو په شان او شوکت یې مرګونی کذار وکړ، دغه غزاء د کفر د شرموونکي ماتي پیلامه ګڼلای شو، چې بیا تر پایه د کفر لښکر د مدینې د دولت په وړاندي بریا خپله نه کړه او په هیڅ غزاء کې یې د بریا خوند ونه څکل.
اوس راځو د غزاء په لامل او سبب باندي غږیږو:
د مدینې دولت ورځ تر بلې د پرمختګ پړاوونه وهل، د شاخوا ډېرو قبېلو تړونونه یې اخیستي و، ځکه خو نسبتا یو څه مأمون ول؛ دغه مهال د قریشو هغه قافله چې څه موده مخکې شام ته تللې وه او د عشیریې د غزاء په ترڅ کې د اسلام د لښکر له منګولو بچ شوې وه، له شام نه د مکې پر لور خوځېدلې وه، نبي کریم صلی الله علیه وسلم څو ورځې مخکې لا د قافلې د حال معلومولو په پار دوه تنه صحابه کرام (طلحه بن عبید الله او عبد الله بن زید (رضی الله عنهما) لېږلي و، تر څو د قافلې د حرکت کولو معلومات مدینې ته راوړي، د قافلې د حرکت کولو سره سم دوی حال راوړ.
دا چې قافله په مالونو بار وه، په زرو اوښانو باندي پنځوس زره طلایي دینار بار وه او څلوېښت ساتونکي یې درلودل، نو د مدینې دولت لپاره د قافلې ترلاسه کول یو غوره او طلایي چانس و، همدا لامل و چې له مدینې څخه (۳۱۳) تنه صحابه کرام د راجح قول په اساس د هجرت په دویم کال د رمضان په دوولسم تاریخ باندي وخوځېدل.
دا چې له پیل نه د جګړې تابیا نه وه نیول شوې او موخه د قافلې ترلاسه کول و؛ نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په تللو کې هر څوک اختیاري کړل، په هیڅ چا یې تګ لازم نه کړ، همدا لامل و چې کم کسان ورسره لاړل، د دوی په فکر دغه غزاء به هم د نورو په څېر له نښتې پرته پای ته رسیږي، ځکه خو په دوی باندي عتاب هم نازل نه شو.
له مدېنې څخه د وتلو په مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کې عبد الله بن ام مکتوم د امامت لپاره وټاکه، کله چې روحاء نومې سیمې ته ورسېدل، نو ابو لبابه بن عبد المنذر یې بیرته مدینې ته د امیر او د مدینې د دولتي چارو د سمبالولو په پار را ولېږه.
قافله او د اسلام د لښکر تجهیزات:
د اسلام لښکر ۳۱۳ تنه سپاهیان درلودل، دوه آسونه او (۷۰) اوښان یې درلودل، چې په نوبت سره به دوه یا درې تنه صحابه کرام پرې سپرېدل، أبو لبابه او علي رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره شریک و، کله چې به د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پلي تګ نوبت راغی، نو دوی به ورته وویل: د الله رسوله! ته سپور شه، موږ پلي ځو، خو ده مبارک به ورته ویل: تاسو ترما په پیاده تګ کې پیاوړي نه یاست او زه ترتاسو ډېر د اجر او ثواب محتاج یم.
ددې لښکر زیاته برخه انصار وه؛ ۸۱، ۸۲، یا ۸۳ تنه مهاجرین وه، د لښکر عمومي بیرغ سپین و، لښکر په دوو برخو ووېشل شو، د مهاجرینو د برخې بیرغ علي رضی الله عنه اخیستی و، د انصارو د برخې بیرغ سعد بن معاذ رضی الله عنه اخیستی و، د لښکر د میمنې (ښي اړخ) قومندان زبیر بن عوام، د میسرې (چپ اړخ) قومندان مقداد بن عمر او د ساقې مشر قیس بن صعصعة و، عمومي قومنده رسول الله صلی الله علیه وسلم په غاړه اخیستې وه.
د قریشو قافلې مشر ابو سفیان و، هغه د سفر له پیله دا انګېرله چې د محمد صلی الله علیه وسلم ملګري به قافله یرغمل ونیسي، همدا لامل و، چې د لارې په اوږدو کې به یې پوښتنې کولې، تر څو د اسلام د لښکر په کمین کې ونه خیژي، کله چې حجاز ته قافله را ورسېده، د معمول په څېر دوی به مأمون نه ول، دا چې قریش او د مدینې دولت له یو بل سره په دښمنۍ کې ښکېل وه، نو ځکه د یو بل د مالونو اخیستل هم کومه نوې او لرې خبره نه وه.
ابو سفیان دغه مهال خپله استخباراتي شبکه پیاوړې کړه، دومره څرک یې وموند چې د مدینې دولت زما د قافلې د نیولو په تکل له مدینې راخوځېدلی، سمدلاسه یې ضمضم الغفاري د ډېرو پیسو په بدل کې مکې ته ولېږه؛ تر څو قریشو ته دا خبر ورکړي، چې قافله په خطر کې ده، د خپلو مالونو د ژغورلو لپاره ځانونه را ورسوئ.
ضمضم چې مکې ته ورسید، د عربو د معمول سره سم یې د اوښ پوزه پرې کړه، خپل کمیس یې څیري کړ، کجاوه یې چپه کړه، او پاس په اوښ ودرید، دا اعلان یې وکړ: قافله… قافله مو پیدا کړئ، محمد او ملګري یې په قافلې حمله کوي، فکر نه کوم چې څه به لاس ته درشي، کومک… کومک…
د مکې د قریشو تیارېدل، په راتلونکې لیکنه کې…
إن شاء الله!