د سفوان یا لومړي بدر غزاء:
له عشیریې غزاء نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لس ورځې وتلې وې چې مدینې ته راستون شوی و، یوه شپه د مدینې منورې په څړ ځای باندي کرز بن جابر چې هغه مهال د قریشو له سردارانو څخه و حمله وکړه او د مسلمانانو څه څاروي یې له ځان سره وتښتول، رسول الله صلی الله علیه وسلم سمدلاسه له اویا صحابه کرامو سره د تعقیب په نیت ور روان شو، د بدر له لارې آن د سفوان تر سیمې پسې لاړ، خو کرز بن جابر پښې سپکې کړې وې او رسول الله صلی الله علیه وسلم پیدا نه کړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرته مدینې منورې ته راستون شو.
سفوان بدر ته نږدې سیمه ده، دې غزاء ته بدر اولی او سفوان دواړه وایي، ددې غزاء توغ سپین او وړونکی یې علي بن ابي طالب رضی الله عنه و، دغه مهال د مدینې منورې د دولت چارې زید بن حارثه رضی الله عنه سمبالولې، کرز بن جابر لومړی د قریشو له سردارانو څخه و، خو وروسته په اسلام مشرف شو او د عرینیینو د تعقیب او لاندې کولو په پار د شل کسیز ګروپ امیر هم پاته شوی دی.
اخیستل شوي درسونه:
لومړی: موږ تر دې مهاله څلور غزوات تحلیل کړې دي، د دغو غزواتو سره هم مهاله یا مخکې به د صحابه کرامو ټولۍ هم تللې او دښمن یې د ارام ساه اخیستلو ته نه پرېښود، په دې جریان کې د عبد الله بن جحش سریه د کافرانو لپاره یو ملا ماتوونکی پلان و، د هغوی د تجارتي قافلې یو تن ساتونکی عمرو بن الحضرمي په دغه سریه کې ووژل شو، چې دا په اسلام کې د مسلمانانو له لوري لومړنی مشرک و، چې ووژل شو؛ د قافلې دوه تنه اسیران، او تجارتي اموال مدینې ته راوړل شول، له دې وروسته کفارو د مسلمانانو ځواکمنتیا، تدبیر او حکمت درک کړ.
دوهم: په دغو سریو او غزواتو کې د صحابه کرامو وفاداري او ژمنتیا تر لمر روښانه ده، دوی ته د عبد الله بن جحش په سریه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو لیک ور کړ او ورته ویې ویل، چې له دوه ورځې مزل وروسته یې پرانېزئ، دوی همداسې وکړل، دوه ورځې وروسته یې لیک پرانیست، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پکې د قریشو په قافلې د برید کولو هدایات لیکلي و.
دوی ته له دوه ورځې مزل وروسته بیا هم خپل امیر اختیار ورکړ، ورته ویې ویل: که څوک نه غواړي لاړ شي، نو پاته دي شي، خو د اطاعت، وفادارۍ او تعهد په زېوراتو سمبال دې لښکر نه دا تمه لا نه کېده، حتی له یو غړي یې لا دا تمه نه وه چې بیرته راوګرځي، هماغه و چې متعال رب بری هم ورکړ، په اسلام کې لومړنی غنیمت هم د همدې سریې په ترڅ کې ترلاسه شو.
دریم: د دغو غزواتو او سریو ځینې ستر ستر حکمتونه په لاندي ډول دي:
۱:- په کور دننه او دباندې د مدېنې د نوي جوړ شوي حکومت د رعب او دبدبې خپرول؛ د مدینې حکومت د خارجي دښمن (قریشو) په څېر په داخل کې هم دښمنان درلودل، چې یهود و؛ دوی خورا مکار او فریبګر خلګ و، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغو غزواتو او سریو کې دوی مرعوب کړل، دا یې ورته جوته کړه، چې د مدینې اسلامي دولت یو قوي او ځواکمن دولت دی، چې هیڅکله خائن او د یاد دولت مخالف نشي زغملای.
۲:- تر دې دمه د غزواتو په اوږدو کې له ګڼ شمېر قبېلو سره معاهدات وشول، دا هغه قبیلې وې چې له قریشو سره یې تاریخي تړونونه درلودل، نو ډېره تمه ترې دا کېده چې د قریشو معاونین به شي، خو کله چې یې د مدینې له اسلامي دولت سره تړونونه وکړل، د قریشو تجارتي لاره هم په خطر کې ولوېده؛ د احتمالي ملاتړ او نصرت تمه هم ختمه شوه، چې دا په سیمه کې د قرېشو د منزوي کولو پر لور یو اغېزناک اقدام و.
۳:- د سفوان غزاء هغه سور سترګي او یاغي صحرایان (أعراب) هم ووېرول چې په لاره کې له تېرېدونکو تجارتي کاروانونو به یې رشوة اخیست، کله چې کرز بن جابر د مدینې په څړ ځای باندي حمله وکړه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم تر سفوانه وځغلول، هغه چې له مدینې منورې نه (۱۵۰) کیلو مټره لرې پرته سیمه ده.، په دې سره صحرایان پوه شول چې د مدینې دولت دومره ځواکمن دی، چې د خپل حکومت له ساحې [۱۵۰] کیلومتره لري هم په یو چا باندې د برید کولو په تکل وزي.
۴:- دغو ټولو غزواتو او سریو ته تمریني غزاء ګانې هم ویلای شو، ځکه د دغو غزاءګانو له برکته صحابه کرام وتوانېدل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو، د جنګ په ډګر کې د هغه له تګلارې او د سیاست په ډګر کې د هغه له سیاسي بصیرته مستفید شي؛ همدا لامل دی، چې وروسته صحابه کرامو د اسلام ډېوه د ختیځ او لوېدیځ تر پولو ورسوله، ډېر هغه تاریک کنارونه یې رنا کړل چې له پېړیو به پرې د جهل او ظلم لمنې غوړېدلي وې، په اسلام کې د صحابه کرامو په لاس دومره پراخ فتوحات د رسول الله صلی الله علیه وسلم ددغو سالمو لارښوونو او ارشاداتو له برکته و.