رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوې تیاره ټولنې او تاریک ټبر په منځ کې په رسالت مبعوث شو، هغه د دغه ټبر د ځلولو او پوهولو په پار ډېرې هڅې وکړې، په نیکو اخلاقو یې دعوت ورکړ، د اسلام د لارې تلقین یې په خورا نرمو اخلاقو ورکړ، هغه چې د اینده نسلونو دپاره د دعوت د اصولو مأخذ او مصدر دي.
دغه ټبر د دې په ځای چې دعوت ته یې لبیک ووایي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم تکذیب یې وکړ، په هغه پوري یې استهزاء او تمسخر پیل کړل، یوازې په دې یې هم بسنه و نه کړه، بلکې د هغه د شهیدولو ارادې یې هم کړې وې.
مکه هغه مهال د رسول الله صلی الله لپاره یوه سره تبۍ وه، چې نه یې ویښه، نه یې خوب په ارام و، نه یې د مکې مشرکینو د دعوت رڼا خپرېدو ته پرېښودله؛ خو د متعال رب په ځانګړي نصرت سره له دغه تاریک ټبره روغ او سلامت ووت، د مشرکینو شومې ارادې په سیند لاهو شوې.
مدینې ته مهاجر شو، دغه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د دعوت یو ارام او مناسب چاپېریال و، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ورتګ وروسته پکې د امن او ورورولۍ فضاء حاکمه شوه، د أوس او خزرج تر منځ پخه دښمنې هم په ورورګلوي بدله شوه.
خو رسول الله دغه مهال د دوو خطرونو احساس کاوه، لومړی قریش؛ چې ښایي زموږ ښې او روښانه آیندې ته په کتو یو څه اقدام اړین وګڼي؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې یو مستحکم دولت جوړ کړ، چې له ټولو ګاونډیو سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکې درلودلې.
قریشو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پرلپسې اخطارونه رالېږل او ګواښ به یې ور ته کاوه چې مدینې ته هجرت مو زموږ له منګولو نشي ژغورلای، دغه خطر رسول الله حس کړی و، ځکه خو به یې د خپلو ملګرو په غم کې رڼې شپې تېرولې.
دوهم یهود؛ هغه قوم چې د مکر او خداع پرې تمامه وه/ده، د یهودو له لورې هغه څه وخت په وخت څرګندېدل د کوم څه تمه چې ترې کېده، دغه قوم د سرطان د غدې په څېر دی، هره ټولنه یې په زهرو مسمومه کړې وي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندي یې هم د بغض او کېنې اظهار کاوه، په پټه به یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته کندې کیندلې.
خو رسول الله صلی الله علیه وسلم لا دغه وخت په قتال او جهاد نه و مأمور، هغه ته د متعال رب له لورې د صبر توصیې کېدې، د بلها کړاوونو سربېره بیا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګري یې د متعال رب امر ته پابند و، دوی په خورا بې صبرانه انداز د قتال أمر ته سترګې په لار وه؛ تر څو د ظالم لاس غوڅ کړي او خپل اسلامي نظام د کفر له پټو او ښکاره دسیسو بچ کړي.
بالآخره دغه انتظار یې د هجرت په دویم کال کې پای وموند، متعال رب رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګرو ته یې د جهاد اجازه ورکړه، دغه ایت نازل شو: “أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَٰتَلُونَ بِأَنَّهُمۡ ظُلِمُواْۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ نَصۡرِهِمۡ لَقَدِيرٌ” سورة الحج.
ژباړه:
هغه کسانو ته چې جنګيږي، (د جهاد) اجازه په دې سبب ورکول شوى ده چې پرې ظلم شوى دى، بېشکه الله تعالى د دوى پر مرسته کولو قادر دى.
له همدې ځایه د غزاګانو د بهیر پیل وشو او په دغه تار کې داسې غزاګانې وپېیل شوې، چې د اسلام د برم او عظمت توغ یې د نړۍ هر کنار ته ورساوه.
د نبوي سیرت لیکونکي مغازي دوه ډوله تحلیلوي: ځیني لومړی هغه مغازي راوړي چې د مسلمانانو او کفارو ترمنځ پکې نښته رامنځته شوې ده، چې ددغه جریان لومړنۍ غزه د بدر غزوه ده، ځیني بیا مطلق غزاګانې تحلیلوي، که څه هم نښته نه وي پکې رامنځته شوې، چې ددغه جریان لومړنۍ غزوه د ابواء غزوه ده.
موږ به هڅه وکړو چې په هغو غزاګانو متمرکز پاتي شو، په کومو کې چې نښته رامنځته شوې ده، تر څو د جنګ په ډګر کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنلاره، د هغه تدبیر، او د هغه کړنلارې څخه را استنباط شوي پندونه او درسونه او هغه اشتباهات چې د دښمن د کم فهم، او نیمګړي عقل پیداوار دي، تحلیل کړو.