د بدر له معرکې وروسته رامنځته شوې غزاګانې
د بدر له غزا وروسته د مدینې اسلامي دولت پښې ټینګې شوې، او په سیمه کې د یو ځواکمن دولت په توګه وپېژندل شو، دا حالت د دې لامل شو چې اسلام ته د داخلېدونکو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیات شي. خو له بلې خوا، دسیسهګرو او دښمنو جهتونو ته دا یو ستر ګواښ و، ځکه خطر یې تر پخوا ډېر محسوسېده.
هغوی په هیڅ ډول آرام نه وو، هر وخت به یې د مدینې د تضعیف یا سقوط خوبونه لیدل او په نویو پلانونو او سازشونو به یې کار کاوه، خو متعال الله جل جلاله به د مدینې اسلامي دولت له دسیسو څخه خبراوه، او دا دولت به هره دسیسه شنډوله، له بدر وروسته ځینې وړې غزاګانې هم ترسره شوې، چې دلته به یې په لنډه توګه یادونه وکړو:
۱. د کُدر غزا له بنو سلیم سره:
بنو سلیم یوه قبیله وه چې د غطفان له قبیلې څخه شمېرل کېده، د دې قبیلې یو شمېر کسان د دې لپاره راغونډ شوي وو چې پر مدینه ناڅاپي برید وکړي، دا مهال مسلمانان له بدر غزا راستانه شوي وو، او یوازې اووه ورځې تېرې شوې وې. د دښمنانو په فکر، مسلمانان به لا ستړي وي، نو دا یو مناسب فرصت ګڼل کېده.
خو رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې خبر شو، او له ۲۰۰ تنو ملګرو سره سملاسي وخوځېد، کله چې د کُدر سیمې ته ورسېدل، چېرته چې دښمنان راټول شوي وو، بنو سلیم د مقابلې توان ونه درلود، وتښتېدل او غرونو ته خپاره شول او پنځه سوه اوښان یې شاته پرېښودل.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له دغه مال څخه خمس (پنځمه برخه) ځان ته واخیسته، او پاتې یې مجاهدینو ته وویشلې، چې هر سرتېري ته دوه دوه اوښان ورسېدل، نبي کریم صلی الله علیه وسلم هلته درې ورځې پاتې شو او بیا مدینې ته راستون شو، د مدینې چارو د تنظیم لپاره یې سباع بن عرفطة یا عبد الله بن أم مکتوم – د روایتونو د اختلاف له مخې ځایناستی ټاکلی و.
۲. د سویق غزا:
أبو سفیان، چې د بدر په غزا کې یې درانه ځاني زیانونه لیدلي وو، په سخت غصه کې وو، نوموړي قسم کړی و چې تر هغه به ځان له جنابت نه پاکوي، تر څو یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره جګړه نه وي کړې.
نو له ۲۰۰ سپرو سرتېرو سره د مدینې پر لور روان شو، او د «نیب» نومي غره په لمن کې، چې د مدینې له مرکز څخه ۱۲ میله لرې پروت دی، تم شو. هغه پر مدینې د ښکاره برید جرئت نه درلود، نو د یوه تروریستي او چورچپاو برید هڅه یې وکړه.
د شپې لخوا د بنو نضیر د یوه مشر، سلام بن مشکم، کور ته لاړ، هلته یې شراب وڅښل او د برید پلان یې ورسره ترتیب کړ، أبو سفیان او ملګرو یې د مدینې د «عُریض» په نامه سیمې ته ننوتل، هلته یې دوه تنه مسلمانان شهیدان کړل، د خرما ځینې ونې یې وسوځولې او ځینې یې پرې کړې، بیا یې له سیمې تېښته وکړه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې له پیښې خبر شو، له ۲۰۰ مهاجرینو سره یې سملاسي په تعقیب پسې روان شو، تر «قرقرة الکدر» سیمې پورې ورپسې لاړ، خو أبو سفیان او ملګري یې په تېښته کې بریالي شول، دا غزا د هجرت په دويم کال، د بدر له جګړې دوه میاشتې وروسته – یعنې د ذوالحجې په میاشت کې رامنځته شوه، د مدینې انتظامي چارې په دې مهال کې أبو لُبابة ته سپارل شوې وې.
ولې دې غزا ته د «سویق» غزا ویل کېږي؟
أبو سفیان او د هغه ملګرو د تېښتې پر مهال، خپل بارونه او د غنمو یا اوربشو میده شوې اوړه (سویق) چې د خوراک لپاره یې ورسره راوړې وې، په لاره کې وغورځولې، تر څو مزل یې ګړندی شي او بار یې خنډ ونه شي، مسلمانانو دا توبرې راټولې کړې او مدینې ته یې راوړې، نو ځکه دې غزا ته د «سویق» غزا ویل کېږي.