- د ملائکو د نزول حکمت:
ځیني به ښایي دا انګیري، چې ولې متعال رب د مؤمنانو نصرت په ملائکو وکړ، هغه کولای شوای چې همدا وړه ټولۍ مسلمانان د کفارو په ستره ټولۍ د ملائکو له نصرت پرته هم بریمنه کړي؟
نو ځواب دا دی چې د ملائکو نزول د مسلمانانو د سکون او اطمینان لپاره وو، اصلاً حمکت پکې دا و چې مسلمانان د ملائکو په لیدلو سره د زړه ډاډ ترلاسه کړي، ځکه بنده ظاهر ته ګوري، که ظاهر یې ځواکمن وي، نو زړه یې هم مطمئن وي او په دښمن زړور ور ځي، صحابه کرام که څه هم له ویرې بې ډاډه نه وو، خو بیا هم د بشري فطرت غوښتنه خو ده، له خپل فطرته بشپړ عدول یوازې د نبي ځانګړتیا ده، د هغه طبیعت کله له بشري طبیعت نه ملکوتي طبیعت ته اوښتی شي.
دغه حکمت متعال رب په دې ایت کې بیان کړی دی:
{وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلَّا بُشْرَى لَكُمْ وَلِتَطْمَئِنَّ قُلُوبُكُمْ بِهِ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزیز الحکیم} [آل عمران: ۱۲۶]
ژباړه: الله جل جلاله دا مرسته ستاسو لپاره زیری ګرځولې او د دې لپاره چې ستاسو زړونه مطمئن شي، مرسته یوازې د الله جل جلاله له جانبه ده، چې ډېر غالب او ډېر حكمت والا دى.
له دې ایت څخه مؤمن ته دا درس حاصلیږي، چې په اسبابو باندې باید ځان برلاسی کړي، حاصل یې کړي، او د دښمن په وړاندې یې وکاروي، خو پرې بشپړه اتکاء نه ده پکار، د نصرت سرچینه یوازې متعال رب جل جلاله دی، نو داسې دي نه کیږي چې اسباب هم ترک شي، د ترلاسه کولو لپاره یې هلې ځلې ونه شي او ځان د متعال رب جل جلاله نصرت ته وسپاري، دې ته تواکل (یوازې د توکل اظهار) ویلای شو، نه توکل.
همدا راز داسې دي هم نه کیږي چې اتکاء په بشپړه توګه په اسبابو وشي، دا هېره شي چې که د الله جل جلاله نصرت نه وي، نو بیا اسباب هم هیڅ دي، په نن عصر کې د دغو دوو مفاهیمو ترمنځ د تفکیک مسئله زما په نظر ډېره جدي ده، ځیني یوه خوا نیسي، چې د توکل په نامه د تواکل ښکار شي، د دښمن په وړاندي د اعداد آیتونه نه ویني، ځینې بیا په اسبابو کې دومره متوغلین وي، چې د متعال رب جل جلاله له لورې د معنوي نصرت په نامه هیڅ نه پېژني، خو د دوی تر منځ معتدلین کم دي او همدوی کامیاب هم دي.
ځينې کسان په آیت شریف کې د ملائکو له نزول نه معنوي قوت اخلي، دوی وایي ملائکې نه دي را نازلي شوي، یوازې متعال رب جل جلاله مؤمنانو ته یو معنوي قوت ور کړ، چې تعبیر یې له ملائکو پرې کړی دی، خو دا نظریه ځکه سالمه نه ده، چې د ملائکو معلوم تعداد بیا ذکر شوی، دا معلوم تعداد جوتوي چې مؤمنانو ته یوازې معنوي قوت نه دی ورکړل شوی، بلکې ملائکې را نازلي شوي دي، همدا راز په احادیثو کې د جبرائیل علیه السلام مشخصه یادونه شوې ده، چې دا هم د ملائکو د نزول خبره ټینګوي.
د ملائکو د نزول بل حکمت دا هم دی، چې د کفارو په زړونو کې رعب واچول شي، دا چې کفارو د مسلمانانو په صف کې نوي نابلده څېرې لیدلې چې له دوی سره جنګیږي، نو دوی سخت په وېره کې شول او همدغه د دوی د ماتې لامل هم شو.
یوه علمي نکته:
د ملائکو د نزول خبره متعال رب جل جلاله په درې آیتونو کې کړې ده، لومړی په سورة آل عمران کې چې دوه ایاتونه راغلي، په یوه کې د دریو زرو او په بل کې د پنځو زرو د نزول خبره شوې، خو بل آیت په سورة انفال کې راغلی، هلته یوازې د زرو ملائکو د نزول خبره شوې ده.
د دغو آیتونو په تطبیق کې مفسرین کرام فرمایي، چې لومړی متعال رب د مؤمنانو نصرت په زرو ملائکو وکړ، بیا یې درې زره کړې او په دریم ځل یې پنځه زره پوره کړې، دا خبره مفسرین د سورة انفال په دغه آیت تائیدوي: {إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُمْ بِأَلْفٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُرْدِفِينَ}
ژباړه: كله چې تاسو له خپل رب څخه مرسته غوښته، نو هغه ستاسو دعا قبوله كړه چې بېشكه زه ستاسو سره مرسته كوونكى یم په زرو ملايكو سره، چې په یو بل پسې به راتلونكي وي.
دلته د مردفین کلمه راغلې، معنا یو په بل پسې، نو لومړی زر ملائکې وې، د هغوی په ردیف کې زر نورې، د هغوی په ردیف کې زر نورې… تر دې چې مجموعي تعداد پنځه زره شو.