د بدر له غزاء اخیستل شوي درسونه:
د بدر له غزاء د اخیستل شویو درسونو په تداوم نن څو نور درسونه او عبرتونه هم ستاسو مخته ږدو:
۵. جهاد په شریعت کې یو ثابت حکم دی، چې د مدني دور ډېره برخه تشکیلوي، خو هېره دي نه وي چې صلح او معاهده هم د شریعت له نظره ناروا نه دي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د جهاد په څېر په ډېرو غزواتو کې د صلحي تګلاره هم غوره کړې ده، امام او حاکم به د مسلمانانو حالت هر اړخیز سنجوي، د دښمن حالت به هم سنجوي، بیا که مصلحت ورته داښکاره شو چې صلحه وکړي، نو صلح کولای شي، که جهاد ورته مصلحت ښکاره شو، جهاد به کوي.
یعني په شریعت کې صلح د جهاد له مفهوم سره متصادم څیز نشو بللای، بلکې د جهاد برخه یې بللی شو، حاکم به د حالاتو په اړه له علماوو او نورو باخبره مسلمانانو سره مشوره کوي، او د مشورې په اساس به مخته ځي، البته که مشوره له نص سره مصادمه نه وه.
۶. مؤمن باید داعقیده ولري، چې آجال لیکل شوي، د شجاعت او د کفر په وړاندي د غیرت اقدام غوره کړي، یا خو به بری ترلاسه کړي او عزتمن ژوند به وکړي، یابه شهید شي، چې داهم د مؤمنانو په ژوند کې یوه لوړه ارزو ده، د بدر دا غیر مجهز، د عدد او عُدې له حیثه کم لښکر چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د شجاعت او غیرت کومې خبرې کوي، دا ټول امت ته همدا مفهوم ورتلقینوي.
۷. د اسلامي لښکر سالار ته ښایي، چې تر جنګ مخکې د دښمن د حالت بشپړ جاج واخلي، ځواک او حرکات یې وڅاري، رسول الله صلی الله علیه وسلم په همدې تګلاره ډېر حریص و، آن پخپله به وتل ترڅو دښمن وڅاري.
۸. د لښکر سالار باید خپل جنګي پلانونه اعلان نکړي، بلکې پټ یې وساتي، له کعب بن مالک رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به هره غزوه یو قسم پټوله، یانې حال یې نه وایه، د بدر په غزاء کې هم ده مبارک دغه تګلاره غوره کړې وه، چې موږ یې شواهد په لنډه توکه رامختصر کوو:
الف: کله چې سپین ږیري ترې وپوښتل: “ممن أنتم؟” ده مبارک ورته وویل: “نحن من الماء” (موږ له اوبو څخه یو) که ورته ویلي یې وای، چې موږ مسلمانان یو، ښایي د موقعیت او ځواک په اړه یې دښمنانو ته معلومات ورکړي وای.
ب: له عائشې رضی الله عنها نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بدر په ورځ امر وکړ، چې له اوښانو شرنګولې خلاصې کړئ!
حکمت دا و، چې د اسلام د لښکر پل ونه موندل شي، او دښمن یې موقعیت معلوم نکړي.
ج: کله چې د اسلام لښکر د بدر پر لور روانېده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دا برالا ونه ویل، چې بدر ته ځو، بلکې ویې ویل: یو کار لرو، که څوک چمتو وي، نو سپور دي شي، نتیجه دا راووتله، چې خپل جنګي خطې باید پټې وساتلې شي، حتی که سالار مصلحت ګڼئ، نو یوازې خپلو نږدې مشاورینو او مرستیالانو ته دې ووایي، نور دي هیڅوک له خپلو پلانونو نه خبروي، همدغه نبوي منهج دی.
۹. د حباب بن منذر مشوره او مؤدیانه الفاظ د یوې سالمې، لوړې او سپېڅلې تربیې مظهِر و، هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: که دلته اړول د وحي په اساس وي، نو موږ پرې عمل کوو، او که بشري خُطه وي، نو بیا مناسبه داده چې لږ مخته لاړ شو او هلته واړوو، دا جملې د انقیاد او ادب سمبولې دي او امت ته د مشورې او د خپلې رایې د ابراز یو سالم مېتود او اسلوب دی، چې څه ډول باید د خپل قائد په وړاندي د رایې اظهار وشي.
دا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولو له عقولو استفاده کوله، که څه هم په خطرناکو او پېچلو قضیو کې به و، د حباب مشوره په یوه برخلیک ټاکونکې قضیه کې وه، خو داچې سالمه او ستراتژیکه خطه وه، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم تائید کړه.
یوه شبهه او د هغې ځواب:
کېدای شي د ځینو په ذهن کې ورتېره شي، چې د ابو بکر او عمر خبرو ولي رسول الله صلی الله علیه وسلم ډاډه نکړ، په هغه سربېره یې هم غوښتل د جنګ په اړه د انصارو رایه معلومه کړي؟
ځواب دادی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او د انصارو تر منځ د معاهدې د متن په اساس دا نه و چې انصار به محبوروي تر څو له مدینې بهر جنګ وکړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتل ترڅو خپلې غاړې خلاصې کړي، او دا معلومه کړي، چې دوی په همدې اقدام خوښ دي کنه.
خو د انصارو پاک صف د اغاز پڅېر دلته هم خپله اتلولې ښکاره کړه، او داسې هڅوونکې خبرې یې وکړي، چې د سالار په زړه یې د ډاډ او اطمینان پردې خورې کړې او دایې ثابته کړه، چې زموږ معاهد له الله جل جلاله سره ده، تل به د هغه په لار کې سرونه شیندو او د اسلامي نظام په وړاندې ټولې ننګونې به د توري پر مټ له منځه وړو.