د أحد ستره غزا:
د أحد غزا د اسلام په تاریخ کې دویمه ستره غزا ده، چې د مکې د مشرکینو په وړاندي ترسره شوه، ویلای شو چې تر بدر هم ستره وه، هم د دواړو لوریو د افرادو په اعتبار، هم د ځواک په اعتبار، په دې غزا کې مسلمانان له یو سخت ازمون سره هم مخ شول، مسلمانانو که په بدر کې د بري خوږ خوند څکلی و، خو دلته یې یو ځل د ماتي او بې شمېره شهادتونو تریخ خوند هم وڅکه.
په دې غزا کې داسې بې سارې قربانۍ او سرښندنې هم رامنځته شوې، چې تر ننه یې د اسلام د تاریخ پاڼې رنګینې ساتلې، او تر ننه یې انساني تاریخ ساری ندی ثبت کړی، په دې غزا کې د مؤمنانو لپاره په هر مجال خورا فایده من درسونه پراته دي، که د عقیدې د استحکام مجال وی، که د اسلام لپاره د قربانۍ مجال وی، که د امیر د اطاعت مجال وي، دا ټول مجالونه د یادې غزا له تحقیقي بیانولو وروسته سړي ته په بشپړ ډول روښانیږي.
اوس راځو د غزا په لاملونو غږیږو:
د دې غزا ګڼ شمېر لاملونه دي، چې ټولنیز، اقتصادي او سیاسي لاملونو ته یې وېشلای شو:
۱:- ټولنیز لامل:
کله چې مسلمانانو په بدر کې یو بې ساری بری ترلاسه کړ، د قریشو مشران یې ور ووژل او په سیمه کې یې د دوی په حیثیت یو مرګونی کذار وکړ، نو قریشو په سینو کې د انتقام لمبې ګرځولې، د یوې موقع او فرصت په انتظار کې وو.
د بدر له غزا وروسته د مکې مشرکینو د یوې جګړې لپاره تابیا نیوله، دوی ارام نه وو ناست، د غچ ژوندیو لمبو ارام ته نه پرېښودل، همدا لامل و چې په بدر کې د ژغورل شوې قافلې مالونه ټول د قریشو د مشرانو په امر بند شوي و، او په دار الندوة کې ساتل شوي وو، خپلو مالکینو ته یې نه و سپارلي، تر څو له مسلمانانو سره د جګړې پر مهال له همدغو مالونو څخه ګټه واخلي، یاده قافله کې زر اوښان او د پنځوس زره دینارو په اندازه مالونه پکې ول.
یو مهال د قریشو څه مشران چې جبیر بن مطعم، عکرمه بن أبو جهل، صفوان بن أمیه، حارث بن هشام، عبد الله بن أبی ربیعه او حویطب بن عبد العزی هم پکې و، أبو سفیان ته راغلل، او ورته ویې ویل، چې باید له همدغو مالونو څخه د مسلمانانو په وړاندي په جګړه کې ګټه پورته کړو او یو لښکر جوړ کړو، په دې سره د همدې مالونو خاوندان هم خوشالیږي.
ابو سفیان ورته وویل: که په دې سره قریش خوشالیږي نو تر ټولو لومړی زه دې جګړې ته لېوال یم، زه تر ټولو ډېر غچ اخیستونکی یم، په بدر کې د مسلمانانو له لاسه زما زوی (حنظله) او زما د قوم مشران له منځه تللي دي، په دې توګه سره یې د قافلې له مالونو یو ستر لښکر جوړ کړ.
متعال رب دې خبرې ته په دغه ایت کې اشاره کوي:
“إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنْفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ…”
ژباړه: بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى، خپل مالونه د دې لپاره خرچ كوي چې د الله له لارې نه (خلګ) منع كړي، نو ژر به دوى دا (مالونه) خرچ کړي، چې بیا به په دوى باندې د پښېمانتیا باعث وي، او دوى به مغلوب كړاى شي.
۲:- اقتصادي لامل:
دا چې د اسلام لښکر ورځ ورځ خپرېده او د دار الاسلام حدود یې پراخول، دې کار د قریشو په اقتصاد خورا منفي اغېز اچولی وو، د قریشو اقتصاد په دوو اقتصادي سفرونو ولاړ و، لومړی سفر یې د ژمي په موسم کې و یمن ته وو، په یمن کې به یې هغه توکي خرڅول چې له شام نه یې راوړي و او نور توکي یې هم اخیستل، بل سفر یې د اوړي په موسم کې و شام ته وو، په شام کې به یې نور توکي هم اخیستل تر څو یمن کې یې خرڅ کړي او له یمن څخه راوړي توکي به یې هم خرڅول.
د مدینې دولت یې د شام د سفر یو ستر خنډ و، نه یې شوای کولای چې شام ته سفر وکړي، ځکه شام ته په مدینې منورې باندي لاره تللې وه، نو له همدې امله یې د یمن سفر هم له ستونزو سره مخ و، ځکه شامي توکي به له دوی سره نه و، دوی د شام له سفره محروم و، له همدې امله به مالونه ورسره نه ول چې په یمن کې یې خرڅ کړي او ګټه پکې وکړي.
په پایله کې قریش له سخت اقتصادي بحران سره مخ شول، او د دې حالت دوام د دوی په خورا زیان سره و، نو ځکه اړ شول چې له مسلمانانو سره د جکړې دګر ته راودانګي.
۳:- سیاسي لامل:
موږ وویل چې قریشو په سیمه کې خپل وجاهت بایللی و، د پخوا پڅېر دبدبه یې په سیمه کې نه وه پاتې، نو غوښتل یې چې هماغه وجاهت بیرته لاسته راوړي، له همدې امله یې د مسلمانانو د جګړې لاره غوره کړه.