د بنو قینقاع له غزا څخه د اخیستلو شویو درسونو په تداوم څو نور درسونه هم ستاسو مخته ږدو:
۴: مؤمن باید د متعال رب او د هغه د رسول له دښمنانو څخه برائت اعلان کړي، نه دا چې دوستي ورسره غوره کړي، په ځانګړې توګه له یهودو او نصاراوو څخه، تر څو د متعال رب ددغه امر امتثال راشي:
“يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ” [سورة المائدة: ۵۱]
ژباړه: اې! هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، تاسو یهودان او نصرانیان دوستان مه جوړوئ، دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي او په تاسو كې چې چا له دوى سره دوستي وكړه، نو یقینًا هغه له همدوى څخه دى، بېشكه الله جل جلاله ظالم قوم ته نېغه لاره نه ښیي.
همدغه تګلاره ستر صحابي عباده بن صامت رضی الله عنه هم خپله کړه، هغه هم له بنو قینقاع سره د عبد الله ابن أبي ابن سلول په څېر معاهده درلوده، هغوی یې حلیفان و، خو عباده د ابن سلول په څېر د هغوی دوستي غوره نه کړه، د هغوی شفاعت یې ونه کړ، بلکې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او برائت یې ترې اعلان کړ، ویې ویل: “أتولی الله ورسوله والمؤمنین، وأبرأ من حلف هؤلاء الکفار و ولایتهم ”
ژباړه: زه متعال رب، د هغه رسول او مؤمنان د دوستانو په توګه نیسم، هغوی چې د کفارو حلیفان دي ترې بېزاره یم، دا راز د کفارو له دوستي بېزاره یم.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د بنو قینقاع د شړلو مسؤولیت عباده بن صامت رضی الله عنه ته ورکړ، بنو قینقاع عباده ته وویل: اې ابا الولیده! ته خو زموږ له حلیفانو څخه یې، له موږ سره تړون لرې، ولې مو شړې؟
عباده رضی الله عنه ورته وویل: کله چې مو له مسلمانانو سره جګړه پیل کړه، زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم، له تاسو او ستاسو له حلیفانو مې بېزاري اعلان کړه.
۵: دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د عبد الله ابن ابی ابن سلول خبره ومنله، او یهود یې عفوه کړل، لامل یې داو، رسول الله صلی الله علیه وسلم هیله درلوده چې ښایي ابن سلول په همدې سره له نفاقه لاس واخلي، په زړه کې یې ایمان رېښې وکړي او اصلاح شي، دا راز د ده تر شا کسان به هم دده له اصلاح سره اصلاح شي، خو د هغه زړه لکه مم شوی لوښی، هیڅ یې په زړه کې ایمان ریښې نه کولې.
دلته یو بل لید لوری هم شته، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیاسي پوهه او ځراکت جوتوي، هغه دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له ابن سلول سره د مدارات تګلاره ځکه غوره کړه او خبره یې ومنله، چې ابن سلول په مدینه کې ډېر رسوخ درلود، تر دې مهاله یې لا په ځینو صحابه کرامو اغېز پروت و، لا یې نفاق بشپړ نه و څرګند شوی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم نه غوښتل چې نوې فتنه راولاړه شي، طبعا که یې ابن سلول رټلی وای، او غوښتنه یې نه وای منلې نو په زړه کې به یې کینه ډېره شوې وه، حتی ښایي یو وخت یې د نظامي مقابلې هڅه هم کړې وای.
خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دا اور ډېر نه کړ، بلکې صبر یې وکړ، چې ددې منافق نفاق پخپله صحابه کرامو ته څرګند شي، او ټول یې وپېژني، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې احتمالي فتنې د مخنیوي لپاره دده خبره ومنله، دا سیاسي پوهه ځکه ده، چې ابن سلول د مکې په داخل کې و، او د یو چا په وړاندي له بهرني خوځښته داخلي خوځښت او دښمن ډېر مضر تمامیږي.