د نا هیلۍ تیارې او د څو تنو صحابه کرامو مبارزه:
په دې اړو دوړ کې مسلمانان څو توټې شول، ځینې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهادت د اوازې له امله مایوسه او له جګړې ناست وو، ځینې مدینې منورې ته وګرځېدل، څو تنو صحابه کرامو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دفاع کوله، ځینې نور بیا په نورو څنډو کې جنګېدل، دوی له رامنځته شوي حالت سره مبارزه کوله، او هڅه یې کوله چې دا د مایوسۍ تیارې د مسلمانانو له زړونو څخه پورته کړي، د دوی له جملې څخه دلته د دوو تنو صحابه کرامو کیسه رانقلوو:
۱: ثابت بن دحداح رضي الله عنه چې کله صحابه کرام ناست ولیدل، نو په لوړ اواز یې وویل: “که محمد شهید شوی، متعال رب خو ژوندی دی، هغه خو نه مري.” له دې وروسته د توریالیو په څېر وجنګېده، تر هغو چې شهید شو.
۲: أنس بن النضر رضي الله عنه هم ورته موقف غوره کړ، کله چې یې صحابه کرام ناست ولیدل، نو ورته ویې ویل: ولي ناست یئ؟
هغوی ورته وویل: محمد شهید شو.
أنس وویل: پاڅېږئ په هغه مرګ ومرئ په کوم چې محمد صلی الله علیه وسلم ومړ، محمد که شهید شوی متعال رب خو ژوندی دی.
له دې وروسته پر مخ لاړ او دا دعا یې بدرګه کوله: اې ربه زه د دا ځینو مسلمانانو د کړنو له امله له تانه معذرت غواړم، زه د مشرکینو له کړنو بې زاره یم. د مشرکینو پر لور روان و، له هغوی سره یې تر وروستۍ سلګۍ جهاد وکړ، تر هغو چې شهید شو. په وجود یې څه باندي اتیا زخمونه وو، هیڅ چا نه پېژانده، یوازې خور یې وپېژند، د دوی په اړه دغه ایت نازل شوی: “مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا”
ژباړه: په مومنانو كې ځینې داسې سړي دي چې هغه خبره يې رښتیا كړله چې په هغې يې له الله سره عهد كړى وو، نو ځينې په دوى كې هغه دي چې خپله ژمنه یې پوره کړه، او ځینې په دوى كې هغه دي چې انتظار كوي او دوى (په خپله خبره كې) هېڅ تبدیلي نه ده كړې.
هغوی چې مدینې منورې ته ګرځېدلي و، متعال رب عفوه ورته وکړه، لکه چې فرمایي:
“وَمَا أَصَابَكُمْ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ فَبِإِذْنِ اللَّهِ وَلِيَعْلَمَ الْمُؤْمِنِينَ”
ژباړه: او تاسو ته چې څه مصیبت در ورسېده، په هغې ورځې كې چې دوه ډلې یو بل ته مخامخ شولې، نو (دا) د الله په حكم سره و او د دې لپاره چې هغه (الله) مومنان معلوم كړي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شاوخوا کې سخته جګړه او د هغه زخمي کېدل:
د مشرکینو د ناڅاپي هجوم موخه یوازې او یوازې رسول الله صلی الله علیه وسلم و، دوی نږدې و چې دې هدف ته ورسیږي، خو متعال رب د خپل رسول ساتنه وکړه، د مشرکینو په لاس یې شهید نکړ، البته ابن قمئة مشرک په رسول الله صلی الله علیه وسلم برید وکړ او مخ مبارک یې زخمي شو، عتبه بن ابی وقاص په تیږه وویشت او لاندینی رباعي غاښ یې ور مات کړ، شونډه یې هم ور ژوبل کړه، په دې جریان کې یې تندی مبارک هم زخمي شو، په روایاتو کې راځي، چې کله ابن قمئة په رسول الله صلی الله علیه وسلم ګذار وکړ نو ورته ویې ویل: دا واخله زه د قمئه زوی یم.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: رب دي تا ذلیل او هلاک کړي.
څو ورځې وروسته په ابن قمئه باندي یو غرنی اوزګړ مسلط شو چې نوموړی مشرک یې ټوټې ټوټې کړ. هغه لاسونه چې د الله تعالی رسول یې ځورولی وي، ځنګه به روغ پاته کیږي، ولي به د خپلو شومو اعمالو سزا نه ګوري. مشرکینو پرلپسې بریدونه کول، خو دا مهال ځینو صحابه کرامو د سر په بیه دفاع ترې وکړه. چې د دوی له سرښندنو به په راتلونکي لیکنو کې یادونه وکړو. ان شاء الله!
پر مایوسه څېرو د خوشالۍ څرک:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهادت اوازه تر ډېره خپره پاتې شوه، خو کعب بن مالک رضی الله عنه یو مهال چیغې کړې: “زېری واخلئ، زېری واخلئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوندی دی.” دا یوه چیغه نه وه، بلکې مړو کالبوتونو ته د الله تعالی په نصرت سره د ارواوو راستنول وو، د ناهیلۍ ناسور وژلي زړونو کې د امیدونو راټوکول و، کعب رضی الله عنه چې دا ناره وکړه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې بس نور غږ مه کوه، خو دا ناره څو تنو صحابه کرامو اورېدلې وه، دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم دفاع ته راغلل.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه لا مثاله دفاع:
موږ وویل چې د مشرکینو د هجوم پر مهال له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ځیني صحابه کرام و، چې له هغه یې دفاع کوله هغه صحابه کرام عبارت دي له: ابو بکر صدیق، عمر فاروق، عبد الرحمن بن عوف، عبیده بن الجراح، سعد بن ابي وقاص، طلحه بن عبید الله، او زبیر بن عوام رضي الله عنهم؛ دا اوه تنه د مهاجرینو له ډلې څخه و.
همدا راز اوه تنه انصار صحابه کرام و چې عبارت دي له: سعد بن معاذ، سهل بن حنیف، ابو دجانه، أسید ابن حضیر، عاصم بن ثابت، حباب بن المنذر، حارث بن صمة رضی الله عنهم څخه. په دوی کې عبید الله بن طلحه، او سعد بن ابي وقاص یو مهال په یوازې تن له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دفاع کوله، خو وروسته ابو بکر صدیق او نور صحابه کرام رضي الله عنهم ورته راورسېدل.
دوی له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د سر په بیه دفاع کوله، د مشرکینو هجوم او غشیو ته یې خپلې سینې سپر کړې وې، تر څو رسول الله صلی الله علیه وسلم شهید نشي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د همدې صحابه کرامو په ملتیا د غره پر لور ختل پیل کړل، ټولو مسلمانانو ته یې چیغې ور وهلې: “إلي عباد الله، إلي عباد الله.” زما لوري ته راشئ، اې د الله بنده ګانو. په دې جریان کې مشرکینو ډیرې هڅې وکړې چې مخه یې ونیسي، خو صحابه کرامو په شا وتمبول او ونه توانېدل.
یوه علمي نکته:
داچې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څومره صحابه کرام موجود وو، په دې اړه مختلف روایات راغلي، ځینو کې دوولس، ځینو کې یوولس، او په ځینو کې اوه تنه ذکر شوي، د دې روایاتو ترمنځ ټکر ځکه نشته، چې دې جریان کې به صحابه کرام زیاتېدل او کمېدل، او دلته هر راوي د خپلې مشاهدې په اساس روایت کوي، نو ځکه روایات مختلف شوي.











































