د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مور قبر او مشرکین:
د قریشو او متحدینو لښکر یې د مدینې پر لور خپل تګ ته دوام ورکړ، کله چې د أبواء سیمې ته ورسید، نو هند بنت عتبه وویل، چې کاش د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مور قبر مو راسپړلی وای، خو نورو د دې کار له بدو عواقبو خبره کړه، او دا کار یې ورسره ونه منل.
د اسلام لښکر په شیخین نومې سیمه کې شپه تېروي:
کله چې د اسلام لښکر شیخین سیمې ته ورسېد، او رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل لښکر معاینه وکړه، کشران صحابه کرام یې واپس کړل، نو له هغه وروسته همالته پسې پاته شول، شپه یې وکړه، محمد بن مسلمة رضي الله عنه کرۍ شپه د پوځ شاوخوا او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خېمه باندي پیره کوله.
له هغه وروسته دوه ډېر اړین شیان و، چې د اسلام لښکر غوره کړل:
۱:- یو دا چې د اسلام لښکر د شپې په وروستۍ برخه کې حرکت وکړ، په دې وخت کې دښمنان ویده و، له سختو سفرونو او ستړیاوو وروسته نو طبعا خوب هم دروند خوب وي، تر څو چې د حالاتو واګي په لاس کې اخلي او راویښیږي، نو ناوخته شوې وي.
۲:- دویم دا چې په پټه لاره ولاړ، ترڅو پرې مشرکین خبر نشي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: څوک به مو په داسې لاره بوزي چې دښمن مو ونه ویني؟
ابو خیثمه رضی الله عنه وویل: زه. هماغه وو چې پټه د ونو او باغونو لاره یې ونیوله.
په دې ترڅ کې د اسلام لښکر د یو منافق (ربعي بن قیظي) په ځمکه ور برابر شو، دې منافق د اسلام لښکر ته اجازه نه ورکوله، چې دده باغ ته داخل شي او له همدې لارې احد ته ځان ورسوي، ده د مسلمانانو سترګو ته د خپلې کینې له مخې خاورې ورشېندلې، او سپکې سپورې یې ورته ویلې، مسلمانانو غوښتل ویې وژني، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم منعه کړل، خو مخکې تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل صحابه کرام رابند کړي، د دې منافق په سر باندي د سعد بن زید صحابي ګذار ولګیده او سر یې زخم شو. له هغه وروسته د اسلام لښکر د ربعي په ځمکه کې تېر شو، او د احد لاره یې لنډه کړه.
د اسلام له لښکر څخه د منافقینو بېلېدل
د اسلام لښکر چې کله احد ته نږدې شو، نو د منافقینو مشر (عبد الله بن أبي بن سلول) چې درې سوه پیروانان یې درلودل، د مسلمانانو له لښکر څخه بېل شول، او بیرته مدینې ته ستانه شول، ابن سلول دلیل دا ویل چې ولې د جګړې په اړه زما خبره ونه منل شوه؟ موږ له مدینې څخه ولي بیرون راووتو؟
خو دا یوازې بهانه وه، اصلاً ده غوښتل د مسلمانانو په لښکر کې تفرقه واچوي، مرال یې کمزوری او حوصلې یې مړې کړې.
د دوی په اړ متعال رب دغه آیتونه نازل کړل:
وَمَا أَصَابَكُمْ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ فَبِإِذْنِ اللَّهِ وَلِيَعْلَمَ الْمُؤْمِنِينَ [آل عمران ۱۶۶]
او تاسو ته چې څه مصیبت در ورسېده، په هغې ورځې كې چې دوه ډلې یو بل ته مخامخ شولې، نو (دا) د الله په حكم سره و او د دې لپاره چې هغه (الله) مومنان معلوم كړي.
وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ نَافَقُوا وَقِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا قَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَوِ ادْفَعُوا قَالُوا لَوْ نَعْلَمُ قِتَالًا لَاتَّبَعْنَاكُمْ هُمْ لِلْكُفْرِ يَوْمَئِذٍ أَقْرَبُ مِنْهُمْ لِلْإِيمَانِ يَقُولُونَ بِأَفْوَاهِهِمْ مَا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يَكْتُمُونَ [آل عمران ۱۶۷]
او د دې لپاره چې هغه (الله) هغه كسان معلوم كړي چې نفاق يې كړى دى، او دوى ته وویل شو چې راځئ د الله په لار كې جهاد وكړئ، یا دفاع وكړئ، دوى ویل: كه چېرې مونږه په جنګ خبر وای، (نو) مونږ به خامخا ستاسو پیروي كړې وه، دوى په دغې ورځ كې د ایمان په نسبت ته كفر ته زیات نژدې وو، دوى په خپلو خولو سره هغه خبرې كوي چې په زړونو كې يې نشته، او الله په هغه څه ښه عالم دى، چې دوى يې پټوي.
عبد الله بن حرام رضی الله عنه هڅه وکړه، چې دوی ته قناعت ورکړي، او بیرته یې راوګرځوي، خو قناعت یې ونکړ او ویې ویل: که موږ پوهېدای چې تاسو جګړه کوئ، نو موږ به هیڅ نه وای درسره منلې، خو موږ نه پوهیدو چې له جګړې سره به مخ کیږو.
د الله په لاره کې تر وروستۍ سلګۍ یوازې هغوی جنکېدلای شي، چې رښتینی مومن وي، د نفاق زهرو یې د زړه دنیا نه وي مسمومه کړې، د حسد او بغض له ناسورونو خلاص وي، چیرې د احد پرېکنده معرکه، او چېرته د ابن سلول او د هغه د لارویو سست ایمان! هغه چې یوازې د خپلو ګټو لپاره یې د ایمان اظهار کړی و، کنه اصلا د ایمان له خوږو هم بې برخي وو.
منافقین چې کله بېل شول نو دا مهال د اسلام لښکر اوو سوه تنه پاته شو، د منافقینو موقف د مسلمانانو په ځینو ډلو هم اغېز وکړ، نږدې و چې بنو حارثة او بنو سلمة هم د هغوی په څېر بېل شي، خو متعال رب د هغوی پښې ټینکې کړې، او پخپل حال پاتي شول، په اړه یې دغه ایت نازل شو:
إِذْ هَمَّتْ طَائِفَتَانِ مِنْكُمْ أَنْ تَفْشَلَا وَاللَّهُ وَلِيُّهُمَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ [آل عمران ۱۲۲]
كله چې له تاسو څخه دوه ډلو د دې اراده وكړه چې بې زړه (بُزدله) شي او الله د هغو دواړو دوست و، او لازمه ده چې مومنان یوازې په الله تعالی باندې توكل وكړي.