د الله تعالی سنت دا دي چې په هره زمانه کې یې هر قوم ته د باطل د ټکولو لپاره مستقیم او یا هم غیر مستقیم خپل استازي رالیږلي تر څو د حق او باطل تر منځ جدا والی راولي او باطل پرې محوه کړي.
د دې خبرې یادونه الله جل جلاله په خپل دې قول کې کړې ده چې فرمایي (ولقد بعثنا في كل أمة رسولا أن اعبدوا الله واجتنبوا الطاغوت [النحل: 36]
او په تحقیق سره موږ لیږلی دی په هر امت کې یو رسول په دې چې تاسو د الله عبادت کوئ او له طاغوت (غیرالله) څخه پرهیز وکړئ.
کله چې د رسالت دا سلسله په محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم پای ته ورسېده نو رسول الله صلی الله علیه وسلم اعلان وکړ چې (العلماء ورثة الانبیاء) دا چې له انبیاء کرامو څخه مال او دولت په میراث کې نه پاتې کیږي بلکې علم ترې پاتې کیږي، په همدې خاطر علماء کرام چې د انبیاؤ وارثان دي، مکلف دي چې د خپلې زمانې د باطل په خلاف له هرې ممکنې لارې کار وکړي او باطل محوه کړي.
د هرې زمانې خپل باطل وي نو په همدې خاطر علماء کرام باید د خپلې زمانې د باطل خلاف کار وکړي. لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې باطل د مشرکینو په شکل کې وو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی پر خلاف (٢٣) کاله مبارزه وکړه.
بیا چې ابوبکر صدیق رضی الله عنه خلیفه شو، باطل د مانعین زکات په شکل کې را ښکاره شو نو هغه د خپلې زمانې د باطل (مانعین زکات) خلاف مبارزه وکړه.
د علي کرم الله وجهه په زمانه کې باطل د خوارجو او روافضو په شکل کې وو چې علي رضی الله عنه یې پر خلاف مبارزه کوله.
د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله په زمانه کې باطل د خوارجو او معتزله وو په شکل کې وو او هغه د خپلې زمانې د باطل خلاف مبارزه کوله.
د حضرت امام احمد ابن حنبل رحمه الله په زمانه کې باطل د خلق القران په شکل کې وو چې هغه یې پر خلاف مبارزه کوله.
زمونږ تر زمانې چې په هر وخت کې باطل په هرشکل ظهور کړی، علماء حق یې پر خلاف راپورته شوي دي.
په همدې خاطر مونږ د اوسني عصر ټول علماءِ حق زمونږ د زمانې تر ټولو د لوی باطل په خلاف چې د دې عصر خوارج (داعش) دي، رابولو، تر څو دوی هم خپل مسؤلیت ادا کړي او هم راتلونکی نسل له دې عظیمې فتنې چې اوس په امت مسلمه کې خوره ده وساتي.
خطیب دې په ممبر، امام دې په محراب او معلم دې په ټولګي کې خپل متعلقین د عصري خوارجو (داعش) په حقیقت وپوهوي چې څوک دي؟ څه عقیده لري؟ څه غواړي او په دې لسو کلونو کې چې دوی ظهور کړی دی، امت مسلمه ته یې بالخصوص نړیوالو جهادي تنظیمونو ته کوم نقصانات رسولي دي؟
د عصري خوارجو خلاف مبارزه یواځې د طالب مسولیت نه دی، چونکه دا یو دیني خبره ده نو ځکه هر هغه عالم چې ځان وارث د نبي بولي، مکلف دی چې د دوی په خلاف خپل متعلقین پوه او وروزي.