حسان مجاهد
امام ابو حاتم رحمه الله وایي: زه، نيسابوري رح او سپين ږيری ابو زهير مروزي رح درې واړه دعلم په سفر په درياب کې روان شو، موږ په درياب کې له تيز باد سره مخ شو او درې مياشتې موږ په درياب کې پاتې شو، دلته مو زړونه ډير تنګ شو، کومه نفقه چې راسره وه هغه خلاصه شوه. له دې وروسته وچې ځمکې ته را وواتو او څو ورځې مو پياده مزل وکړ، دلته هم اوبه او خواړه خلاص شو، شپه او ورځ بې خوراکه او څښاکه روان يو، له هغه وروسته چې بدنونه مو کمزوري شو دورځې مزل کوو ماښام چې کوم ځای ته ورسېږو هلته لمونځ وکړو او په همدې ځای کې ځانونه تم کړو، بدنونه مو د لوږې او تندې له امله نور هم ډيرکمزوري شو. دڅلورمې شپې په تيريدو چې سهار پاڅو اومزل کوو له څه مزل وروسته سپين ږيری أبو زهیر رح بې هوښه پريوزي، موږ چې و خوځول دی نه پوهېږي، غريب مو په هغه ځای کې پريښودل او موږ ترې لاړو، دوه یا درې فرسخه مزل به مو کړی وي چې زه هم بې هوښه پريوتم او نيسابوري رح روان ده، ده له ډيره مزله وروسته له لري څخه بعضي کسان وليدو هغوی ته يې په جامه سره اشاره وکړه او هغوي راورسيدل، لومړی يې نيسابوري رح ته اوبه ورکړې او تر لاس يې ونيو، ده ورته وويل: دوه ملګري مې شاته بې هوښه پراته دي! په دې حال کې زما څنګ ته يو سړی ولاړ ده چې په مخ اوبه را پاشي ما سترګې رڼې کړې او ومي ويل: اوبه راکړه! اوبه يې راکړې او تر لاس يې ونيولم ما وويل: شاته مې يو سپين ږيری ملګری بې هوښه پروت ده! سړي وويل: راځه هغه يې رسولی ده زه په مړانده پښو روان يم او لږ لږ اوبه راکوي تردې چې همغو کسانو ته ورسیدو دريم ملګری ابو زهير رح مي هم هلته و ليد. دې کسانو موږ سره ښه چلند وکړ موږ څو ورځې له دوي سره پاتې شو تردې چې په ځانو کې مو څه قوت حس کړ بيا دوي د «رايه» نومي ښار والي ته زموږ لپاره يو خط راکړ، خواړه او اوبه يې راکړې او بیا مو مزل پیل کړ، له څه مزل وروسته بیا خواړه او اوبه خلاصې شوې او وږي تږي ددرياب په غاړه روان يو، ددرياب څنګ ته مو یو کيسف وليد چې درياب راغورځولی و، په يوه ډبره مو دکيسف ملا ماته کړه او له ملا څخه يې دهګۍ دزيړو په شان اوبه راووتلې، دهغه په خوړلو سره مو لوږه او تنده بيا لږ آرامه شوه، بيا روان شو تردې چې «رايه» نومي ښار ته راورسېدو او والي ته مو خط ورکړ، له هغوي سره څو ورځې ميلمانه شو له هغه ځايه راوواتو، توښه مو را واخيسته او مصر ته را ورسېدو.
درنو لوستونکو! دا يوازې ابو حاتم، نيسابوري او ابو زهير نه ده چې ددين په لاره کې يې دومره ستونزې ليدلې؛ بلکې بې شماره اسلافو تر دې ترخې ليدلې دي:
ابن خراش رح وايې: دحديثو په طلب کې مې د ډيري تندي له امله پنځه ځله خپلې متيازې څښلې دي!
وخشي ابو علي الحسن رح وايي: ډير ځله به وږی شوم، ديو پخونکي ددکان څنګ ته به کيناستم او دپخيدونکو شيانو په بوي سره به مې څه توان پيدا کړ!
عمر بن حفص اشقر رح وايي: امام بخاري رح به موږ ته حديثونه ليکل خو څو ورځې نادرکه شو، موږ چې وپلټل دی په خپله خونه کې لوڅ ناست ده؛ جامې يې نه درلودې، موږ څه دراهم ورته راټول کړ او جامې مو ورته واخيستې!
جابر بن عبدالله رض ديو حدیث دزدکړې په موخه يوه مياشت پياده مزل وکړ.
امام رازي رح وايي: لومړی ځل و چې په علم پسې اووه کاله مسافر وم، په داسې حال کې چې عمر مي شل کاله و، تر زر فرسخه زيات به مي پياده مزل کول، له بحرين څخه مصر ته، ورپسې رمله ته ورپسې طرطوس ته پياده ولاړم. مأخذ: (علو الهمة)
قدرمنو لوستونکو! ددین په خاطر ددوي له دا ډول کړاوونو څخه په درس اخيستنې سره موږ بايد دعلماؤ احسان ومنو، په ځانو کې ددين دخدمت روحيه راژوندۍ کړو او په دې لاره کې د کړاونو زغم ولرو!
هغه مهال چې علماؤ داسې ستونزې ګاللې؛ دين سرلوړی و، ملاتړي او پلويان يې خورا زيات و، هغوئ ددين خپرول دځان لپاره يو مسؤليت ګاڼه او دا کار يې ديوې جذبې له مخې کاوه. عقبه بن نافع وروسته له هغه چې فتوحات يې تر بحر اطلسه را ورسېدو؛ ددرياب په غاړه ودریدو او دا يې وويل«زما دې دمحمد ﷺ په رب قسم وي که دا درياب نه وای؛ ما به ټوله نړۍ فتحه کړې وای!» په اوس زمانه کې دين خوار او يتيم شوی ده؛ ځکه پلويان او ملاتړي يې دګوتو په شمار دي! که څوک يې دخدمت او دفاع دعوه کوي هغه هم ډير بې پروا او سوست دي، په هوسا ژوند عادت دي او ددين لپاره سختې نه شي زغملای. علماء وايي چې الله تعالی ته تر رسول الله ﷺ خپل دين خوښ ده؛ دوي دا استدلال له دې کوي چې رسول الله ﷺ خپل غاښونه او مبارکه وينه ددين په دفاع کې له لاسه ورکړه. له دې امله الله تعالی په خپل دين ډير خفه کيږي او په خدمت يې زيات خوشحاله کيږي نو موږ ته په کار ده چې هیڅکله ددين له خدمته ځان دريغ نه کړو او په دې لاره کې هر نوع کړاونه په ځان وزغمو. وماتوفيقنا الا بالله تعالی