شهید خلیل الرحمن حقاني د محمد امین زوی د پکتیا ولایت د ګردې څیړۍ ولسوالۍ د کنډو د کلي اوسیدونکی و، پلار یې د سیمې یو مخور شخصیت او دیني عالم و، سیمه کې یې ډیر رسوخ درلود.
خلیل الرحمن د دریو وروڼو کوچنی ورور و، مشران وروڼه یې په درس بوخت و چې له همدې امله په کوچنیوالي کې به یې د کور کارونه کول، کوچنی و چې د کور د کارونو تر څنګ به یې مال هم ساته، یوه ورځ د مال په څرولو پسې وو چې له کوره حال ورغی تر څو ژر باید کور ته راشي، د راتګ سره سم خبر شو چې والد صاحب یې وفات شوی و او له هم هغه کوچنیوالي د کور ټول مسولیت ور پاتې شو.
حاجي خلیل الرحمن د کور د کارونو تر څنګ د وروڼو سره په سیاسي فعالیتونو کې هم شریک و، د کمونیزم د راتګ څرکونه چې را ښکاره شول نو دې کورنۍ د مبارزې اراده وکړه تر څو دا سیمه له هر ډول شر، فتنې او کفر څخه په امان کې وساتي.
د کمونیزم خلاف فعالیتونو کې یې هڅه وکړه تر څو د نیول شوي ملګري له بند څخه خلاص کړي، خو د هغه وخت حکومت (داود خان) پرې پوه شو او دوی مجبور شول چې په ۱۳۵۴ ه ش کال کې هجرت وکړي، د داود خان د وژلو سره سم یې د جهاد میدان ته ودانګل، مسلسل یې د کمونیزم خلاف د جهاد میدان ګرم ساتلی و، له هیواد یې د کمونیزم ټغر ټول کړ.
د مجاهدینو په حاکمیت سره یې د هیڅ منصب او چوکۍ غوښتنه او شوق ونه کړ، خو د هیواد په زیان حالت چې یې ولیدل نو د وروڼو او کورنۍ تر څنګ یې د لوی ملا صاحب رحمه الله تر قیادت لاندې مبارزه پیل کړه، اسلامي امارت یې حاکم او هیواد یې دوهم ځل له فتنو وژغوره.
لا یې د ارام ساه نه وه اخیستې چې امریکایي اشغال هیواد ته را مخه کړه او په لومړي ځل یې د شهید حاجي کور هدف وګرځاوه، د کورنۍ دیارلس غړي یې شهیدان او بیا ځل هجرت ته اړ شول، دا ځل دښمن ډیر قوي او دوی ستړي و؛ خو دې ستړیا لا زیات مضبوظ کړي و، د امریکا خلاف اشغال کې یې پوره شل کاله مبارزه وکړه او د کورنۍ ۸۰ غړي یې شهیدان شول، د اسلامي امارت له حاکمیت سره سم د مهاجرینو وزارت مسول وټاکل شو، د مهاجرینو برخه کې یې درې کاله داسې خدمت وکړ چې هیواد یې له لوی بحران وژغوره.
د کمونیزم ختمول، فتنې له منځه وړل، د امریکا اشغال ختمول، د هیواد لپاره فوق العاده خدمت کول یې بې مثاله دي، حاجي صاحب تقبله الله بلاخره هغه ارمان ته ورسېد چې دی او ملګري یې پسي راوتلي وو، شهید شو، او د حمزه په لار کې له موږ څخه د ابد په لور وکوچید، تقبله الله.
حاجي صاحب یوازې یو مجاهد نه بلکې یو ښه سیاست مدار، قومي مشر او د ملت جوړونې اتل و، د قوم لپاره د قربانۍ په لومړي خط کې به حتماً شهید حاجي صاحب موجود و، دی او کورنۍ یې له هره اړخه د معاصرو اسلامي خوځښتونو په رأس کې قرار لري، د سیاسي بصیرت، رهبري، علمیت او قرباني له اړخه یې هیڅوک مثال نه شي جوړیدلی، شهید حاجي صاحب د کورنۍ ۸۱م شهید دی چې په دا یوه پنځوسیزه یا نیمه پیړۍ کې یې ورکوي.
د کمونیزم خلاف دوی، د شر خلاف دوی، د غرب خلاف دوی، د جمهوریت خلاف دوی و چې د وخت نظامونو لپاره یې د ملا د تیر حیثیت خپل کړی ده، کورنۍ یې په شهادت غمجنه، زړه ماتي، نا هیلې او بې انګیزې شوې نه ده؛ بلکې لا یې مورال قوي او فکر مضبوط شو چې دا خاوره لا هم نورې قرباني ته ضرورت لري، خوارج باید پاک او سیمه ترې وژغورل شي.
نن به د جلال روح ارام وي ځکه کشر ورور یې څنګ ته ورغی، نن به د اُسامه روح خوشحاله وي ځکه د هجرت د دیار تر ټولو خوږ یار څنګ ته ورغی، نن به کفر هم خوښ وي ځکه لوی هدف یې سر ناخلاصه ډلو (خوارجو) شهید کړ.
لوی واړه مې شهيدان و ګور ته تللي
پُشت پر پُشت مې دا هنر دی آل پر آل
سعید