د روانې اوونۍ چهارشنبه له ویر او درده ډکه وه، د مبارزې، حوصلې او خلوص په بڼ کې د تورمخو خوارجو د تور طوفان په بزدلانه څپه د یوه معطر ګل د رېژون کیسه تکرارېده، لکونه سترګې له اوښکې ډکې وې، سلګۍ او ژړاګانې اورېدل کېدې، یو داسې افغان شخصیت په خپل ابدي سفر روان شوی و، چې هېڅکله یې هم ظالم او اشغالګر ته سر ټيټ نه کړ، هسکه شمله او جګه غاړه یې ژوند وکړ او په لوړ عمر کې یې د خپلې جهادي کورنۍ پر پله پل کېښود او د شهادت ویاړلی جام په سر واړوه.
هو؛ شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني یادوم، د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو اوسنی وزیر، قومي مخور، مرکچې او مصلح شخصیت، چې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو په چارو کې یې د خپل مدبرانه چلند او خواخوږۍ اوچته بېلګه په اثبات ورسوله او لکونه کډوال یې په ډېر مهارت او عزت سره په خپلو سیمو او نورو ټاکل شوو پنډغالو کې ځای پر ځای کړل.
زه لومړی ځل د نوموړي له نامه سره د جهادي شخصیت مولوي جلال الدین حقاني جهادي غونډ د خپرنیز ارګان «منبع الجهاد» له لارې اشنا شوم، دا معیاري مجله چې هغه مهال په منظم ډول خپره شوې ده، د روسي اشغالګرو پر وړاندې د افغان مجاهدینو په ځانګړي ډول د حقاني ملګرو د جهادي بهیر سیاسي او فرهنګي روایت دی چې نن هم ورباندې حساب کېږي.
ددې مجلې په څو ګڼو کې د شهید حقاني په باب مطالب راغلي و، د هغه معصومانه عکسونه په کې خپرېدل، چې ګڼ یې د جهاد سنګرونو، درنو وسلو او وسایلو، جرګو او مرکو کې وو او په دې ډول زما ذهن کې د یوه مبارز، نه ماتېدونکي، پر ازادۍ مین او ولسي یا قومي مخور په توګه ثبت شو.
بیا چې کله دویم ځل اسلامي امارت حاکم شو، تر ټولو مطرح کس چې په رسنیو کې د خلکو پام ور واوښت، شهید حقاني و، هغه د خپل ارواښاد پلار د روایت او شخصیت یو تصویر و، له وسلې او ګردنۍ سره دفتر په دفتر ګرځېده، پخوانیو سیاسي مشرانو او بنسټونو ته ورته او د اسلامي امارت د زعیم له لوري د اعلان شوې عمومي عفوې پیغامونه یې رسول، چې دا په حقیقت کې د سولې او ثبات لپاره د هغه د فکر او غوره نیت عالي بېلګه وه.
په همدې ډول بېلابېلو قومي لږکیو ته ورتګ، د بې ځایه شوو کډوالو پوښتنې ګروېږني او ورسره تر خپله توانه مرستې هغه څه وو چې د ګڼو افغانانو زړونه یې بیا خپل کړل.
ښه مې په یاد دي چې سږ کال د استقلال جشن نمانځنې پر مهال، چې د ملي ټلویزیون په تالار کې جوړه شوې وه، شهید حقاني هم له ویناوالو څخه وو، ډېرې خوږې او د ولس په انداز برابرې خبرې یې وکړې، جالبه دا وه چې د ماشومانو د ترانې یوه ټیم ښکلې ملي ترانه وویله، په پای کې شهید حقاني ور پاڅېده او نږدې لسو ماشومانو ته یې د انعام په توګه نغدې پیسې ورکړې، خو دوو ماشومانو ته ورسره پیسې ختمې شوې، مخ یې حاضرینو ته راواړه او په لومړي قطار کې یې ناستو مشرانو ته غږ کړ، چې ماشومانو ته کم راغلم، پیسې راسره ختمې شوې، یو څو قرض راسره وکړئ.
د شهید حقاني د شخصیت بل اړخ ولسي پوهه او فرهنګ و، هغه د اسلامي امارت د بیا حاکمیت پر مهال د ولسونو او قومونو تر منځ ګنې داسې لانجې هوارې کړې چې له لسیزو راهسې د ځمکو، حقوقي مسایلو او نورو ستونزو په سبب نا حل پاتې شوې وې او ډېرو یې ځاني او مالي زیانونه هم درلودل، خو نوموړي د خپلې پوهې، ولسي استدلال او منطق په برکت دواړه خواوې سره پخلا کړې او تر منځ یې د وروۍ فضا حاکمه کړه.
خوارجو به ښايي د شهید حقاني د همدې جذاب، مبارز او تاریخي شخصیت له وېرې چې ورځ تر ورځې یې د ملي وحدت، واقعي اسلامي نظام د ټینګښت او ولسونو د بیدارۍ لپاره کار کاوه، هغه نور نه وي زغملی او په خپل بزدلانه عمل کې یې په هغه ځای کې شهید کړ چې د ذکر، فکر او له پاک پروردګار سره د راز او نیاز ځای و، هغو داعشي خوارجو هغه په جومات او ممبر کې شهید کړ او په دې ډول یې له اسلام او مسلمانانو څخه خپله کرکه او ناوړه څېره څرګنده کړه.
د شهید حقاني د جنازې او ویر په مراسمو کې د افغانانو پراخه ګډون، د هغه په ابدي بېلتون اوښکې تویول او نړیوالې خواخوږۍ دا څرګندوي چې د اسلامي امارت ټول مشران په خپل ولس کې ژورې رېښې لري، د خلکو له منځه را اوچت شوي خلک دي، د دین، هېواد او خلکو د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او له شهادت سره یې مینه ابدي او میراثي ده، خو برعکس خوارج په خپلو دا ډول کړنو سره په ورو ورو د خلکو د کرکې کندې ته لوېږي او خپلو باطلو موخو ته به هېڅکله هم ونه رسېږي.