د دلو ۲۶مه له افغانستان څخه د شوروي د سرو لښکرو د وتلو ۳۷م تلین دی. دا ورځ د افغانستان د مسلمان ملت د بېسارو قربانیو، مېړانې او زړورتیا ژوندی یادګار ګڼل کېږي.
د ۱۳۵۸ کال د جدې په شپږمه، د پخواني شوروي د سرو لښکرو مغرور او متکبر پوځ له خپلو پرمختللو وسلو او ټکنالوژۍ سره پر مظلوم افغانستان یرغل وکړ. هغوی غوښتل د دې خاورې د خلکو ایمان او اسلامي ارزښتونه له منځه یوسي او په افغانستان کې یو سیکولر او ملحد نظام رامنځته کړي. خو د خپل همدې ناکام او تپل شوي یرغل په ترڅ کې یې له یو میلیون څخه ډېر افغانان شهیدان، ټپیان، اسیران او معیوب کړل، او زرګونه نور یې کډوالۍ ته اړ کړل.
که څه هم د غولول شویو کسانو یو محدود شمېر د اشغالګرو ترڅنګ ودرېدل، خو د افغانستان ټول شریف او مؤمن ملت د «الله اکبر» په غږ، له تشو لاسونو او له ایمانه ډکو زړونو سره وسلې ته لاس کړ. یو ځل بیا یې د جهاد او خپلواکۍ غږ پورته کړ، له غرونو او کلیو راپاڅېدل، سره یو موټی شول او بالاخره په داسې ځواک بدل شول چې د ماڼیو مېشتو ظالمانو کورونه یې ونړول. د خدای تعالی جلجلاله په مرسته یې دغه ابرههصفت یرغلګر لښکر ته داسې ماتې ورکړه چې د تاریخ په پاڼو کې د یوې سترې عبرتناکې پېښې په توګه ثبت شوه.
د آزادۍ او خپلواکۍ په دې اوږده او خونړۍ مبارزه کې ملت ستر زخمونه او ستونزې وزغملې؛ داسې دردونه چې تر ننه په ګڼو کورونو کې د هغه وخت لادرکه زامن او پلرونه لا هم بې درکه دي او د ژوند یا شهادت هېڅ کره نښه یې په لاس نه دپ راغلي. څو ځله چې په بېلابېلو ولایتونو کې ډلهییز قبرونه رابرسېره شول، د هغو کلونو جنایتونه بیا تازه شول او خپلوانو خپل ورک شوي عزیزان پېژندلي دي.
کله چې د دې خاورې ملت پر الله تعالی جلجلاله کلک توکل درلود، د لس کلنې مبارزې، خونړیو ظلمونو او جنایتونو سره سره – چې لا هم د ځینو سپینږیرو په ذهنونو کې ژوندي انځورونه لري – دا ملت هېڅکله د ظلم او مجرم لښکر پر وړاندې تسلیم نه شو. بلکې د خپلو وینو په بیه یې د آزادۍ قیمت ادا کړ. دوی یرغلګر لښکر ته داسې غاښ ماتوونکې ماتې ورکړه چې نور یې د دې ملت پر وړاندې د مقاومت تاب او توان له لاسه ورکړ او بالاخره یې په سرټیټۍ دا خاوره پرېښوده، په داسې حال کې چې زرګونه سرتېري یې وژل شوي، ټپیان او ورک وو. دا ماتې نورو زبرځواکونو ته هم پند، نصحت او تاریخي عبرت وګرځېد، څو د افغانستان د اشغال فکر له ذهنه لرې کړي.
په لنډه توګه، د دلو ۲۶مه د عزت، ویاړ او ملي سرفرازۍ ورځ ده. دا ورځ د داسې ملت د زړورتیا شاهده ده چې په ایمان، استقامت او نه ستړې کېدونکي عزم یې خپل برخلیک پخپله ولیکه. د دې لارې د شهیدانو یاد به د تاریخ په زړه کې د روښانه څراغ په څېر تل ځلېږي او د دې آزاد ملت قربانۍ او اتلولۍ د تاریخ په زرینو کرښو کې تلپاتې وي، لکه څنګه چې یې هر کال د تجلیل او درناوي شاهدان یو. هغو مجاهدینو اولادونه او لمسیان چې د شوروي د سرو لښکرو پر وړاندې ودرېدل او سرښندنه یې وکړه، نن د خپلو نیکونو پر تاریخي ویاړ سرلوړي دي.











































