وې روسۍ مشهورې ورځپاڼې د داعش د هغه ډاکټر سره مرکه کړې چې له تنظیمه یې لاره بیله کړې او په تیښته بریالی شوی دی.
نوموړي ویلي چې وروسته تر هغه مي تيښتې ته زړه ښه کړ کله چې پوهه شوم چې د تنظیم ارادې او اهداف ناسم او نا مشروع دي.
د عمر ماجدومیدوف په نامه دغه ډاکټر وايي چې په کال ۲۰۱۳ کې د «ستافروبول» په طبي پوهنتون کي وم، کله چې می د دین لوري ته رغبت زیات شو او په دې اړه مې بحثونه پیل کړه تر دې چې یو وخت د داعش د فیلمونو تر کتلو خبره ورسیده او بالاخیره می ددوی سره اړیکه ونیوله او د ترکیې پر لور می حرکت وکړ.
په ترکیه کې په یوه کور کې وساتلی شوم چیرې چې می د داعش د ځینو ناروغانو تداوي هم وکړه او بیا د یو شمیر نورو چیچنایانو په ګدون تر سرحد واوښتم او د داعش مرکز «جرابلس» ته ورسیدم.
نوموړي ویلي چې په دغه ښار کې د داعش یوه مرکز کې اوسیدم، هلته پر مونږ بندیز وو چې له مرکزه به بیرون نه وځو، په دغه مرکز کې ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ کسان اوسیدل، ښځې هم وی خو د نرانو څخه به جلا وې، مرکز ته تر ننوتلو وروسته به ټول ثبوتي اسناد لکه پاسپورټ او کارډونه او سیم کارډونه اخیستل کېدل او د نویو یو ځای شویو سره به مرکې کېدلې او د تنظیم سره د یو ځای کېدو وجه به پوښتل کېدل.
نوموړی وایی چې لس ورځې می دلته تیرې کړي، بیا د تدریب یوه معسکر ته ولیږل شوم چیرې چې شاوخوا ۵۰۰ کسانو عسکري زده کړي کولې، په لومړۍ اونۍ کې يې د اسلامي دین عقاید راته تدریسول، او بیا یې نظامي زده کړې راکولې.
نوموړي وویل چې په تنظیم کې د ګډون وروسته په لومړیو کې هر غړي ته ۱۰۰ ډالره معاش او ۴۰ ډالره د خوراک مصارف ورکول کېدل، او په ژمي کې تودې جامې او نور وسایل هم ورکول کېدل.
نوموړي ورځپاڼې ته ویلي چې هلته د اوسیدا ځایونه مفت وه، که دي په یوه وجه د خپل اوسیدو ځای خوښ نه وو، نو کولای دي شوه چې په سیمه کې د اوسیدونکو پر یوه کور قبضه وکړې او هلته په کښي واوسیږې، دا کار ځکه هم اسانه وو چې ډیری کورونه به د خلکو څخه خالي وه او هغوی به تښتېدلي وه.
هغه زیاته کړه چې دداعش تر ولکې لاندي سیمو کې به ښځې خرڅېدلې، د هرې ښځې قیمت به د هغې د حسن او ځوانۍ پوري تړلی وو، دغه ښځې اکثره کردۍ وې چې داعش به نیولې وې. هغه ښځې چې عمرونه به یې تر ۴۰ کالو زیاته وه، هغوی به د کورني خدمت لپاره اخیستل کېدلې.
نوموړي ویلي چې د وخت په تیرېدو سره ژوند سختېده او حتی په کال ۲۰۱۶ کې د معاشاتو مبلغ تر ۵۰ ډالره را ورسید.
نوموړي وویل چې په سوریه کې د ژوند تیرول تر موصل ښار سخت وه، ما به یوه ورځ په یوه روغتون کې دنده تر سره کوله، بله ورځ به بل روغتون کې او همداسي د یوه ښار څخه بل ښار ته بیول کېدم.
نوموړي ویلي چې د تنظیم غړو ته اجازه نه وه چې انټرنیټ ته لاس رسی ولري، کله به چې اجازه وشوه تر سختي څارنې لاندي به وه، خو مشرانو به ازادانه انټرنیټ کارواه.
هغه زیاته کړه چې په تنظیم کې به پر هغه چا کلک احکام جاری کېدل چې په جاسوسي به تورن شول، د هغوی سرونه به پرې کېدل او یا به یې پر سر ډزې کېدلې او حتی جسدونه به یې د څو ورځو لپاره پر عام سړک باندي ځوړند پاته کېدل.
نوموړي وویل کله چې کوردانو پر «الشدادي» ښار برید وکړ، مونږ ته وویل شول چې هر څوک به جګړه کوي، حتی ډاکټران هم، ځکه ما کوشش وکړ چې وتښتم خو ونیول شوم او بندي کړل شوم. او هلته د ۲۵۰ څخه بیا تر ۳۰۰ دورې ووهل شوم.
په پای کې ورځپاڼې د ډاکټر څخه پوښتي چې خپله تجربه څرنګه اروزي؟
نوموړي وویل: هیڅ خوښ نه یم، زما د ژوند بدې ورځې يې ګڼم، زما ناپوهي دغه ځای ته ورسولم او غیر سنجیده پرېکړه مي کړې وه، هلته هیڅ هم نه وه.
سرچینه: عربي ۲۱