عبدالحکیم
د امريکا پخوانى ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: اوباما د داعش بنسټګر دی. هغه په مکرر ډول د امريکا پخواني ولسمشر اوباما ته د “بارک حسین اوباما” په توګه اشاره کړې وه او ويلي یې وو، چې اوباما او هیلري کلنټن د داعش شریک بنسټ ایښودونکي دي.
کله چې ډونالډ ټرمپ واک ته ورسېد، په هغه وخت کي يې د داعش په اړه وويل: داعش د اوباما درناوی کوي، هغه د داعش بنسټ ایښودونکی دی، هغه د داعش ډله تاسیس کړه او زه به ووایم چې شریک بنسټ ایښودونکي به یې کرغیړنه هیلري کلنټن وي.
د داعش اصلیت په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا له برید وروسته پیل شوی دی او دغې ډلې د اوباما د دورې په جریان کې په چټکۍ سره پراختیا موندلې ده.
دا ډول څرګندونې يوازې امريکايي چارواکي نه بلکې د زياتو هيوادونو چارواکي کوي او پر دې اتفاق لري، چي د داعش ډله امريکا او اسرائيلو په ګډه رامنځ ته کړې او دوی يې ملاتړ هم کوي.
د بيلګې په توګه د تيرې اګست مياشتې په ۱۸مه د ایران د کارپوهانو د شورا غړي ایت الله احمد خاتمی هم ويلي: داعش د امریکا له خوا رامنځته شوی؛ د داعش ټپي شوي جنګیالي د اسرائيلو تل ابیب او حیفا ښارونو ته وړل شوي او د اسرائيلو لومړي وزير نتنیاهو ورسره لیدلي دي.
د ایران د کارپوهانو د مجلس غړي ایت الله احمد خاتمي د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۱۸مه په تهران کې په یوه خطبه کې چې په لومړي چینل (ایران) کې خپره شوه وویل، چې داعش د امریکا له خوا جوړ شوی او وايي، امریکا دا مني، چې په تل ابیب او حیفا کې د داعش د ټپي شویو جنګیالیو درملنه شوې او حتی د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم ورسره لیدلي دي.
هغه زیاته کړه چې د شیراز په ترهګریز برید کې د امریکا او اسرائیلو رول څرګند دی.
د ده په ټکو: داعش د امریکا له خوا رامنځته شوی، دا هغه څه نه دي چې موږ یې وایو بلکي دوی هم دا مني.
د جمهوري ریاست د مناظرې پر مهال له کلنټن څخه وپوښتل شول چې ایا امریکا داعش رامنځ ته کړی، هغې هیڅ ځواب ورنکړ، پوره چوپتیا خپره وه.