د اسلام او مسلمانانو پر ضد هره فتنه چې سر راپورته کوي تر شايې لازم شيطاني هيوادونه لاس لري ، دغه هېوادونه دَ فتنو کله سياسي کله مالي او کله نظامي کله ټول قسمه ملاتړ کوي ان تر دې چې خپل هدف ته درسيدلو لپاره هر ممکن فعالیت ترسره کوي
خو د ملاتړ پورته ذکر شوي ډولونه چونکه څرګنده بڼه لري او حکومتونه يې زر پيدا کولى شي لوړ خطر نه پيژندل کيږى
دَ يو نظام لپاره تر ټولو لوړ خطر دوه شيان بلل کېږي 1 په نظام کې دننه نفوذ
2 دَ نظام پر خلاف تبليغات
نن سبا نفوذي سياست خورا مهم بلل کيږي نو ځکه فتنه ګر او ملاتړ کونکې يې پوره هڅه کوي تر څو په نظام کې نفوذ وکړي او دنظام نه پر استفادې پخپله دهمدغه نظام پر ضد کار واخلي او خپلو شومو هدفونو ته ورسيږي
که تاريخ ته ځير شو خليفه هارون رشید زوى مامون رشيد اګرچه ظاهرا دينداره معلوميده لکن دهمغه وخت له متکلمينو يې الهام اخيستى وو او له معتزلي فکر متاثره شوي وو
دهغه دحکمرانى پروخت ددې پر ځاى چې معتزله خوارجو فتنه ختمه شي نور يې رشد وکړ او دمسلمانانو لپاره دمسلمانانو په سلطنت کې دخطر زنګ ووهل شو
همداشان دعباسيانو دحکومت قاضى القضاة قاضي ابن ابي داؤد چونکه معتزلي وو له همدغه مقام نه پر استفادې دَ خوارجو فتنې ته رشد ورکړ او دَ يو اسلامي خلافت پريمانه مالي امکانات يې دَ دغه فتنې لپاره استعمال کړل او دَ يو اسلامي خلافت تبليغاتي دستګاه يې دفتنې لپاره وکاروله
دَ هر اسلامي هيواد دَ حکمرانانو امراوو مسؤليت جوړيږي چې دخپل نظام ټولې ادارې تر کلک جدي نظارت وتعقب لاندې ونيسي تر څو فتنه ګر ونکول شي ديو نظام امکانات پخپله دنظام پر خلاف وکاروي
داعش هم کوشش کوي تر څو دَ اسلامي هيوادونو په ارګانونو کې نفوذ وکړي او ددغه کار لپاره غرب ټول امکانات په لاس ورکوي دَ افغانستان دخلکو مسؤليت دادى چې هر ځاى فتنه ګر پيدا کړي نظام ته يې ورمعرفي کړي او دنظام مسؤليت دادى چې په مجرمينو هيڅ له ترحم کار وانخلي او داسلام مقدس دين په رڼا کې دا سې سزا ورکړل شي تر څو نوروته عبرت وګرځي
ادامه لري