د داعش په نوم وبا (طاعون)! یوویشتمه برخه

ابو هاجر الکردي

له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ مېلادي کال، چې موصل د داعش تر اشغال لاندې و، پر دې ښار او د هغه پر اوسېدونکو پراخ او بوږنوونکي جنايتونه تر سره شول، لاندې به د دغو ځینو جنايتونو تفصیلي بیان وکړو.

۱- ډله‌ییز قتلونه او هدفي اعدامونه:

د ۲۰۱۴ کال د جون په ۱۰مه، داعش موصل ته نږدې د بادوش پر زندان برید وکړ او تر ۶۷۰ زیات بندیان، چې اکثره یې اهل السنة مسلمانان وو، په ډله‌ییز ډول ووژل؛ دا هغه شمېر و چې رسنیو خپور کړی و، حال دا چې هغه وژنې او جنايتونه چې د رسنیو له سترګو پټ او لرې پاتې وه؛ څو برابره ډېر وو.

۲- د ایزدیانو نسل‌وژنه:

د ۲۰۱۴ کال په وړي(دوبي) کې، داعش د سنجار او نورو ایزدي مېشتو سیمو پرضد پراخ بریدونه وکړل، زرګونه ایزدي نارینه ووژل شول او تر ۳۵۰۰ ډېر ماشومان او ښځې د داعش لاس ته ولوېدې.

۳- د تاریخي آثارو ویجاړول:

داعش د موصل ګڼ شمېر تاریخي ځایونه له منځه یووړل، چې له جملې:

ا- د حضرت یونس علیه‌السلام مسجد، چې په بشپړ ډول والوزول شو.

ب- د موصل موزیم او لرغوني مجسمې، چې ځینې یې زرګونه کلن تاریخ درلود.

ج- تاریخي کتابتونونه، چې ډېری یې نايابه خطي نسخې درلودې، وسوځول شول.

یونسکو دا ویجاړونې وغندلې او دا یې د بشر د کلتوري میراث پرضد جنایت وباله.

۴- د ښځو غلامول، شکنجه او جنسي استثمار:

داعش ایزدۍ ښځې او نجونې تښتولې او له دوی سره یې غیرانساني چلند درلود، ګڼ شمېر راپورونه خپاره شوي چې ښيي د دې ښځو پر وړاندې پرله‌پسې جنسي تېری شوی او آن د غلامانو په بازارونو کې پلورل کېدې.

۵- د شریعت د پلي کولو تر نامه لاندې، لسګونه نور جنایتونه:

داعش د شریعت د تطبیق تر نامه لاندې، ملکیانو ته لسګونه نور ظلمونه روا کړل او سلګونه بې‌ګناه خلک یې قرباني کړل.

هغه جنایتونه چې داعش د ښارونو تر نیولو وروسته، په ځانګړي ډول د موصل له نیولو وروسته ترسره کړل، تر هر ډول تصور ور هاخوا تباه کوونکي وو، د دې ډلې د ظلم او استبداد توره ورېځ د بې‌وسه خلکو پر سر خپره وه.

داعش د مظلومانو د ژغورونکي په بڼه راڅرګند شو، خو ډېر ژر یې اصلي ماهیت ښکاره شو؛ همدغه بربنډتيا يې بنسټونه ولړزول، جوړښتي بڼه یې ورانه کړه او بالاخره د زوال کندې ته وغورځېد.

Exit mobile version