د الرمادي ښار نیول؛
په تېرو برخو کې د داعش ستراتیژي د غدر او خیانت په توګه په ګوته شوې وه، هغوی هېڅکله په ښکاره توګه پر شیعه مېشتو ښارونو د برید جرئت نه درلود او د دوی د خیانت توره تل د اهل سنت پر وجودونو لګېدله، د داعش ډلې له لوري د الرمادي ښار (د عراق په لویدیځ کې د الانبار ولایت مرکز) نیول یو له همداسې تاریخي خیانتونو او په عراق کې د دې ډلې یو له تر ټولو مهمو او خونړیو کړنو څخه وو.
الرمادي ښار د عراق یو له ټولو لویو سني مېشتو ښارونو څخه دی او بغداد ته د نږدېوالي او د سوریې پر پوله د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله تل د جګړو مرکز پاتې شوی دی، په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې د داعش له راڅرګندېدو او د موصل له سقوط وروسته، الرمادي د دې ډلې په بل هدف بدل شو.
د الرمادي د نیولو بهیر څنګه پرمخ لاړ:
۱. د نښتو پیل:
د ۲۰۱۴ کال له وروستیو څخه، داعش پر الرمادي تیت او پرک بریدونه پیل کړل او د ښار ځینې شاوخوا سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.
۲. د ښار د دفاعي کرښې ماتېدل:
د ۲۰۱۵ کال په می میاشت کې (د ۱۳۹۴ کال ثور مطابق)، داعش ډله په یوه پراخ برید او د چاودېدونکو موټرو او لویو بمونو په کارولو سره وتوانېده چې الرمادي ښار ونیسي او هلته د ظلم شوم سیوری وغوړوي.
۳. د الرمادي سقوط:
د ۲۰۱۵ کال د می میاشتې په ۱۷مه، داعش ډله په بشپړه توګه پر الرمادي ښار واکمنه شوه، او دې ډلې پر ښار د بشپړ کنټرول ترڅنګ، د الانبار ولایت د مقام په ګډون ډیری دولتي ځایونه هم ونیول.
۴. د داعش جنایتونه:
که د داعش جنایتونه په لنډه توګه بیان شي، نو همدا د ناورین ژوروالي ته اشاره کوي چې سنيمېشتی الرمادي ښار د داعش د جنایتونو له امله تر ډېره بریده له اوسېدونکو تش شو او اهل سنت اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي، د دې بېځایه کېدو لامل دا و چې له نیولو وروسته، داعش په بې بنسټه او بې ځایه تورونو د ډیری عامو خلکو په ډلهییزو اعدامونو لاس پورې کړ.
د الرمادي ستراتیژیک اهمیت:
الرمادي د بغداد – اردن پر لویه لار موقعیت لري او د مرکزي او لویدیځ عراق ترمنځ یو حیاتي ارتباطي پل دی. د دې ښار کنټرول د داعش لپاره د بغداد مستقیم ګواښل او په الانبار ولایت کې د خپل ځواک ټینګول و.