فلوجه؛ د نیواکګرو په وړاندې د صبر او استقامت سمبول
فلوجه ښار، د عراق په انبار ولایت کې موقعیت لري او په ۲۰۰۳ کال کې د لویدیځ لخوا د عراق له اشغال وروسته، د عراق د خلکو د جهاد یو له خورا مهمو او ننګوونکو سمبولونو څخه وګرځېد، دا ښار، چې اکثریت نفوس یې سني مذهبه وو او ځانګړي کلتوري او دیني ځانګړتیاوې یې درلودې، په چټکۍ سره په عراق کې د امریکایي نیواکګرو ځواکونو او جهادي ډلو ترمنځ د سختې مقابلې په مرکز بدل شو.
د فلوجې مقاومت نه یوازې د دغه ښار د خلکو د استقامت سمبول و، بلکې د عراق او حتی د اسلامي نړۍ نورو سیمو لپاره په یوې بیلګې بدل شو، د فلوجې په اړه د اصلي خبرو له پیل مخکې، اړینه ده چې د فلوجې جغرافیایي او ستراتیژیک اهمیت بیان کړو؛ فلوجه د بغداد لویدیځ په ۶۵ کیلومترۍ کې او د بغداد او سوریې ترمنځ په اصلي لار کې موقعیت لري.
دې جغرافیایي موقعیت، فلوجه ښار د لوژستیکي او نظامي جریان د کنټرول لپاره په یو حیاتي سیمې بدل کړی و، همدارنګه، د سعودي او اردن سرحدونو ته یې نږدېوالی د دې لامل شو چې امریکا د دغه ښار لپاره ځانګړی ستراتیژیک اهمیت ورکړي.
په فلوجه کې د مقاومت پیل:
د عراق د اشغال په لومړیو ورځو کې، فلوجه ښار د هېواد د نورو سیمو په پرتله ډیر نا ارامه حالت درلود، د جهاد لومړنۍ رڼاګانې هغه وخت ولګول شوې کله چې امریکایي ځواکونه دغه ښار ته ننوتل او د کورونو تلاشي، پراخې نیونې او اسلامي مقدساتو ته یې سپکاوی پیل کړ، یوه پېښه چې د خلکو د غوسې د راپارېدو لامل شوه، د ۲۰۰۳ کال په اپریل کې رامنځته شوه.
د هغو مظاهرو په ترڅ کې چې د فلوجې خلکو د امریکایي ځواکونو د شتون پر ضد پیل کړې وې، امریکایي پوځ پر لاریون کونکو ډزې وکړې او لسګونه کسان یې شهیدان کړل، دا پېښه په فلوجه کې د وسله وال مقاومت په رامنځته کېدو کې یو مهم ټکی و.
د فلوجې جګړې: د مسلمانانو لپاره یوه خونړۍ دوره
الف) د فلوجې لومړۍ جګړه (اپریل ۲۰۰۴):
وروسته له هغه چې د بلیک واټر شرکت څلور امریکایي قراردادیان په فلوجه کې ووژل شول او جسدونه یې د خلکو لخوا وسوځول شول، امریکایي پوځ د ښار د بشپړ اشغال لپاره پراخ عملیات پیل کړل، د درنو تجهیزاتو د کارولو سره سره، د مختلفو ډلو لکه کوچیانو، مجاهدینو او حتی د صدام حسین پورې تړلو ځواکونو لخوا کلک ولسي مقاومت وشو.
دا مقاومت د دې لامل شو چې امریکا بالاخره شاتګ وکړي او ونه شي کړای چې د ښار بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي، دا ماته د پینټاګون لپاره یوه سیاسي شرم وو.
ب) د فلوجې دویمه جګړه (نوامبر ۲۰۰۴):
د ۲۰۰۴ کال په نوامبر کې، امریکا په عراق کې د خپلو تازه تشکیل شویو غلامانو پوځ په همکارۍ، د «فجر الغضب» په نوم بل عملیات پیل کړل، دا ځل په ډیر شدت، د هوایي بمباریو، د سپین فاسفورس په څیر د ممنوعه وسلو په کارولو، او د ښار بشپړې محاصرې سره، امریکایي ځواکونو وکولی شول چې د ښار ځینې برخې تر خپل کنټرول لاندې راولي، خو په خورا لوړ انساني لګښت.
ځینې اټکلونه ښیي چې په دې عملیاتو کې له ۲۵۰۰ څخه زیات ملکي وګړي او زرګونه سني ځواکونه وژل شوي دي، فلوجه ښار په دې جګړه کې تقریبا په بشپړه توګه ویجاړ شو، خو بیا هم د مقاومت سمبول پاتې شو.
۴. په فلوجه کې د مقاومت ماهیت:
په فلوجه کې مقاومت د مختلفو ډلو ترکیب و:
هغه محلي قبایل چې په دیني او ملي غیرت یې تکیه کوله او د اشغال په وړاندې ودرېدل.
اسلامي ډلې، لکه په عراق کې القاعده (هغه وخت د ابو مصعب الزرقاوي رحمه الله تر مشرۍ لاندې)، چې د مجاهدینو د پرمختګ لامل شوې او ډیری ځوانان یې جذب کړي وو، صدام حسین ته وفادار ځواکونه، چې د خپل واک له لاسه ورکولو له امله، د نیواکګرو په وړاندې ودریدل.
د ایډیالوژۍ د توپیرونو سره سره، دغو ډلو په فلوجه کې د یوې مشترکې موخې (د اشغال سره مقابله) لپاره همکاري وکړه.