د داعشي خوارجو د جنایتونو پراخوالی پای نه لري او د نړۍ په هر ګوټ کې د دې ډلې د ظلم نښې او اغيزي لیدل کېږي، او د استبداد سیوری یې د بېګناه انسانانو پر برخلیک خپور شوی دی.
وروسته له هغه چې داعش په شام کې سلګونه زره بېګناه انسانان تر تیغ تېر کړل، خپل مرموز قدمونه یې په عراق کې هم کېښودل او په ورته وخت کې یې په بین النهرین (د رافدین هیوادونو) کې هم خپل استبداد ته دوام ورکړ.
له ۲۰۱۴م کال وړاندې، د بغدادي خوارجو چې هغه مهال د «اسلامي دولت عراق» په نوم پیژندل کېدل، د امریکایي او عراقي ځواکونو سره په ځانګړې توګه د انبار په ولایت کې له اوږدو جګړو وروسته، تر یوه حده محدود شوي وو.
خو د ۲۰۱۱م کال د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل سره، دې ډلې ته یو ځل بیا د بیا تنظیم او پراخېدو زمینه مساعده شوه. د داعش د پرمختګ تر شا هیڅ محبوبیت نه و، بلکې دا وده د زور، فشار، او وېرې پر بنسټ وه. دوی خلک مجبورول چې د وسلې تر سیوري لاندې له دوی سره یوځای شي.
د موصل نیول او د وژنې، خیانت او غدر په مرکز بدلول:
د ۲۰۱۴ کال د جون په ۱۰مه، داعش ډلې په یو چټک برید سره وکولای شول چې د عراق دویم لوی ښار موصل ونیسي. دا ښار له دوه میلیونو څخه زیات نفوس درلود او د نینوا ولایت مرکز و.
د برید جزئیات:
برید د ښار له اطرافو څخه پیل شو او په چټکۍ سره د ښار دننه ته وغځېد. د داعش ځواکونو شمېر له ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ کسانو پورې اټکل شوی و.
د عراق اردو سره له دې چې پراخ تجهیزات یې لرل، خو د جګړې روحیه یې نه درلوده، او ډېر عسکر له جګړې پرته ښار پریښود.
د حکومتي ځواکونو دغه تیښته د دې لامل شوه چې پرمختللي وسایل، لکه ټانکونه، زغروال موټر، او مهمات، د داعش لاس ته ولوېږي.
د موصل د سقوط اهمیت:
۱:- پوځي اړخ:
داعش د موصل په نیولو سره د درنو وسلو او مهمو مالي سرچینو لاس ته راوړ. د ښار د مرکزي بانک چور، دوی ته ستر مالي ځواک ورکړ چې نورې سیمې یې هم اشغال کړې.
۲:- سیاسي اړخ:
دا سقوط د نوري المالکي حکومت ژوره کمزوري څرګنده کړه. له همدې امله، داخلي او نړیوال فشارونه زیات شول چې حکومت بدلون ومومي.
۳:- تبلیغاتي اړخ:
د ۲۰۱۴ کال د جون ۲۹مه، داعش د موصل جامع النوري جومات کې د اسلامي خلافت اعلان وکړ. ابوبکر البغدادي همدلته لومړی ځل په عام محضر کې راڅرګند شو.
۴:- امنیتي او انساني اړخ:
د ښار تر نیولو وروسته ستره بشري فاجعه رامنځته شوه. مذهبي اقلیتونه – لکه ایزدیان، عیسویان، او شیعه ګان – یا ووژل شول، یا وتښتېدل، یا په زور کډوال شول.
د موصل له سقوط وروسته
داعش د موصل له نیولو وروسته، په چټکۍ سره د عراق نور ولایتونه هم تر خپل کنټرول لاندې راوستل، لکه: نینوا، صلاحالدین، دیاله او انبار.
د مهمو ښارونو له جملې: تکریت، فلوجه او رمادي په لنډه موده کې د داعش لاس ته ولوېدل.
په خپل اوج کې، داعش د عراق شاوخوا یوه درېیمه برخه خاوره تر کنټرول لاندې درلوده.
په موصل کې د جګړي پای:
د ۲۰۱۷ کال په جولای کې، له یوې خونړۍ او ۹ میاشتنۍ جګړې وروسته د عراق اردو د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف په ملاتړ، وکولای شول چي موصل د داعش له کنټرول څخه آزاد کړي. دا جګړه له پراخو بشري زیانونو او ویجاړیو سره مل وه.
یادونه:
د موصل د جګړې ناویل شوي اړخونه او پټ حقایق به، ان شاء الله، د دې لړۍ په راتلونکې برخه کې بیان شي.