د داعش په نامه وبا (طاعون)! پنځلسمه برخه

ابو هاجر الکردي

د دیرالزور نیول:

د دې لړۍ په پیل کې مې یادونه کړې وه چې د داعش شتون نه یوازې دا چې د نړۍ مجاهدینو ته کومه ګټه ونه رسوله، بلکې هر چیرې چې یې قدم ايښی، هلته د مجاهدینو د کمزوري لامل شوي، دا یو روښانه حقیقت دی چې د داعش شتون تر ټولو زیات د شام مجاهدینو ته ترخې خاطرې پرېښودې.

کله چې د شام مجاهدینو یو په بل پسې ښارونه او کلي فتح کول او د اسد رژیم لپاره یې ځمکه تنګوله، نو داعش سر راپورته کړ او خپل زهرجن بیرغ یې د امت پر نیم مړه جسد خښ کړ، دیرالزور هغه سیمه وه چې مجاهدینو په ۲۰۱۳ کال کې د هغې لویه برخه فتح کړه او د سوریې اقتصادي مرکز ته یې لاسرسی پیدا کړ، دې سیمې کولای شوای چې د انقلاب او جهاد لپاره ډېره ګټوره شي؛ خو د بغدادي د پیروانو د خیانت نیزه پرې واکمنه شوه، دوی یې تر برید لاندې راوستل او دا بډایه نفت‌خیزه سیمه یې د انقلابیونو له واکه واخیسته.

د دیرالزور جغرافیایي موقعیت:

دیرالزور د سوریې ختیځ ته پروت ولایت دی، چې مرکز یې هم د همدې نوم ښار دی، دا ښار د فرات د سیند ترڅنګ موقیعت لري او د سوریې له دښتو سره پر پوله پروت دی، دا د خپل جغرافیوي موقعیت او د اوبو سرچینو ته د نږدې والي له امله یوه ستراتیژیکه سیمه ګڼل کېږي، د دیرالزور اهمیت تر ډېره د فرات د سیند له اړوندتیا او د دښتې له سرحدي موقعیت سره تړاو لري.

داعش څنګه پر دیرالزور واکمن شو؟

د ۲۰۱۳ کال پای او ۲۰۱۴ کال په پیل کې، داعش د دیرالزور پر مجاهدینو بریدونه وکړل، سلګونه تنه یې په شهادت ورسول او په ترڅ کې د ښار په یوه برخه حاکم شول، کله یې چې دا سیمه ونیوله، له لسګونو مجاهدینو یې سرونه پرې کړل، د هغوی کورنۍ یې له خپلو مېنو وشړلې او د خلکو پر وړاندې یې د ظلم او وحشت نوی باب پرانیست، وحشت، وژنې او ظلم یې د خپل واک اساسي تګلارې وګرځولې، چې له کبله یې خلک دومره وډار شول، چې حتا د کردانو تر کنټرول لاندې سیمو او د نصیري رژیم تر ولکې لاندې ښارونو ته یې پناه یووړه.

د داعش کنټرول پر دیرالزور ډېر وخت ونه موند، لکه څنګه چې یې سیاستونه او معاملې تل خیانت ته مایلې وې، دوی بالاخره د ۲۰۱۷ کال په ترڅ کې د بشار اسد رژیم پلوي ځواکونو ته دغه ستراتیژیک ښار بې له کومې جدي جګړې وسپاره، داعش د ډېرو نورو ښارونو په څېر بې له کومې جکړې، دا مهمه سیمه د ایران نیابتي ملیشو ته پرېښوده.

Exit mobile version