د “حجر الاسود” په سیمې د داعش برید او تسلط:
کله چې د داعش نوم اخیستل کېږي، هم مهاله د مسلمانانو په ذهنونو کې د دې ډلې جرمونه او خیانتونه انځور کېږي؛ ټول پر دې باور دي، چې د داعش زهرجن خنجر تر ډېره د اهل السنة د لارویانو پر زړونو او بدنونو ټپونه وهلي او په شام کې د نصیري ځواکونو لخوا د لویو برخو بیا نیولو کې داعش مهمه ونډه درلوده.
په دې ډول چې داعش په بې اساسه او پوچو پلمو باندې د سني مېشته سیمو پر لور بریدونه کول او هغه یې د مجاهدینو له ولکې څخه راایستل؛ خو له لږ وخت وروسته یې دا سیمې د بشار الاسد ځواکونو ته سپارلې.
سلګونه ځایونه او مرکزي نقطې چې مخکې د مجاهدینو په ولکه کې وې، د داعش تر تسلط لاندې راغلې او بیا له لږ وخت وروسته له هغه ځایه څخه ووتل تر څو دا سیمې د ایراني او نصیري ځواکونو تر واک لاندې راشي.
له دغو سیمو څخه یوه هم د دمشق په سویلي څنډه او د یرموک کمپ تر څنګ؛ د حجر الاسود سیمه ده چې په ۲۰۱۵ کال کې د داعش تر واک لاندې راغله، مخکې له دې چې د بغدادي باغیانو له خوا د حجر الاسود د نیولو په اړه څه ولیکم، په کار ده چې د دغې سیمې د ستراتیژیک اهمیت په اړه د څو ټکو یادونه وکړم.
حجر الاسود سیمه له ستراتیژیک پلوه د سوریې مجاهدینو او حتی د بشار اسد حکومت لپاره ډېره مهمه وه، د لاندې دلایلو له مخې:
۱. دمشق ته نږدېوالی؛
حجر الاسود د دمشق په جنوب کې پروت دی او د سوریې پلازمېنې ته د نږدېوالي له امله دا سیمه د مجاهدینو لپاره د دولت پر ضد د مهمو عملیاتو یوه مرکز ګرځېدلې وه؛ د دې سیمې کنټرول مجاهدینو ته دا زمینه برابروله، چې پر دمشق او د هغې پر شاوخوا سیمو بریدونه او نظامي عملیات آسانه کړي؛ چې د سوریې د حکومت د قدرت مرکز ګڼل کېده.
۲. د یرموک کمپ سره پوله؛
حجر الاسود د یرموک کمپ په څنګ کې پروت دی، چې په سوریه کې د فلسطینیانو تر ټولو لوی کمپ ګڼل کېږي؛ یرموک کمپ له سیاسي، انساني سرچینو او ټولنیز پلوه ډېر اهمیت درلود او د بېلابېلو ډلو لپاره مهم و.
د حجر الاسود کنټرول مجاهدینو ته دا زمینه برابروله، چې پر دې کمپ هم تسلط ولري او د دې ځای څخه د ځواکونو او لوژستیکي سرچینو په توګه استفاده وکړي.
۳. تدارکاتي او ملاتړې لارې؛
دا سیمه د مهمو تدارکاتي او اړیکو لارو په اوږدو کې پرته وه، چې مجاهدینو ترې د وسلو او سرچینو د اکمال لپاره ګټه اخيستله؛ حجر الاسود د سویل څخه مرکزي سیمو او برعکس د ځواکونو او سرچینو د لېږد لپاره یوه مهمه سیمه وه.
۴. د مجاهدینو پناه ځای؛
حجر الاسود د هغه سوري مجاهدینو لپاره یو خوندي پناه ځای و، چې له نورو سیمو څخه یې شاتګ کړی و؛ جهادي ډلې به چې په نورو سیمو کې له ستونزو سره مخامخ شوې وې، دې سیمې ته به یې شاتګ کاوه؛ ترڅو د خپلو ځواکونو تجدید وکړي او له دې ځای څخه خپل عملیات جاري وساتي.
۵. د شاوخوا سیمو نفوذ؛
پر حجر الاسود د کنټرول لرل اهل السنة ډلو ته دا زمینه برابره کړه، چې پر شاوخوا سیمو او د دمشق په سویل کې پر کلیوالو او ښاري سیمو نفوذ ولري؛ دا سیمه د نظامي او لوژستیکي مرکز په توګه د دمشق او شاوخوا نورو سیمو کلیدي برخو ته د نفوذ لپاره ډېر اهمیت درلود.