د داعش په نامه وبا (طاعون) اتمه برخه

#image_title

ابو هاجر الکردي

 

په 2014 کال کې چې د داعش لخوا کوم جنایتونه ترسره شول، دا په حقیقت کې د جهادي خوځښتونو او د بغدادي د پلویانو ترمنځ د پراخو جګړو پیل و.

 

دا په داسې حال کې چې مجاهدينو په خپله برخه کې د دوی لخوا د غدر احساس کاوه؛ ځکه چې د بشارالاسد له ځواکونو سره د جګړې ګڼې جبهې، په بېلابېلو ولایتونو لکه: حلب، دیرالزور، حسکه، رقه او حمص څخه ووتلې او د داعشي یاغیانو د ځپلو لپاره د جګړې سیمو ته ولاړل.

 

ډېر ځله لیدل شوي چې کله د داعش د ځپلو لپاره د جهادي خوځښتونو کاروانونه په بېلابېلو سیمو کې روان وو، د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف بې پیلوټه الوتکو په نښه کړي او مجاهدینو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې په آسانۍ سره هغو سیمو ته ننوځي چې داعش شتون لري او د دې فرقې په وړاندې مبارزه وکړي.

 

د جهادي خوځښتونو پر ځایونو د ایتلافي ځواکونو بمبارۍ د دې لامل شوې چې د داعش د ځواکونو د پرمختګ ترڅنګ، د نصیري ځواکونو او د کردانو د ولسي واحد “ی پ ګ” ځواکونو هم د مجاهدینو سیمې ونیولې او دا وو چې نړيوال ايتلاف د داعش په له منځه وړلو کې مجاهدين کمزوري او شاتګ ته اړ کړل.

 

د داعش د ځپلو لپاره د نظامي څانګو په جوړولو او د تشکیل په لېږلو کې د مجاهدينو موخه دا وه چې خپل مکلفیت او ديني وظيفه سر ته ورسوي او که اجازه یې ورکړې وی چې دغه زهرجن مار په آسانۍ سره وده وکړي، په سوريه کې بریا او فتح د مجاهدينو لپاره ډېر ستونزمن کار و.

 

د مجاهدینو د اطلاعاتو په څانګو کې چې په رأس کې یې مشهور علماء، متخصصین او کارپوهان وو، د هغوی لخوا د خپل منځي یووالي او هماهنګۍ او په نقلي او عقلي دلایلو سره یې د داعش د شتون له بدو عواقبو څخه ملت ته خبر ورکړ.

 

خو له دې ټولو سرښندنو او زحمتونو سره سره مجاهدین ورځ په ورځ کمزوري شول او پرمختګ یې کم شو او له داعش سره د جنګ له امله یې ډېر هغه ولایتونه او د ښارونو مرکزونه پرېښودل چې په وینو او دردونو یې ګټلي وو.

هرماس الافغاني
Exit mobile version