دولسمه برخه
طاهر احرار
دا ځل به د داعش په اړه د يو مصري عالم استاد اسمعيل ابوالحسن البنا تحقيقي مقاله مطالعه کړو.
امريكايي او اروپايي جهاديانو کله چې په عراق او سوريه کې د داعش په نوم ډلې ظهور وکړ، يوه ډله خلک چې رېښتني مسلمانان، راسخه عقيده يې درلوده، يو اسلامي خلافت يې د نړۍ د ټولو ستونځو د حل لاره بلله، د خلافت په نوم راغلل او په دوى کې اکثره اروپا مېشتي وو، ځینې يې له امريکا او استراليا چې هلته له ډيموکراسۍ تر پوﺯې راغلي وو
Taking advantage of this opportunity, hundreds of spies from foreign countries and Israel came in a hurry and introduced themselves as Muslims, because they had some intelligence experience, so they became the attention of ISIS leaders, and these agents were given good positions and powers.
له همدې موقع په استفادې په سلګونو د بهرنيو هېوادونو، اسراييلو جاسوسان ډېر په بېړه راغلل، ږېرې يې اوږدې کړې، ځانونه يې مسلمانان معرفي کړل، چون کې هغوى څه ناڅه فوځي، استخباراتي تجربې درلودې نو ځکه دوى د داعش مشرانو د توجه وړ وګرځېدل او همدې اېجنټانو ته ښه مقامونه او صلاحيتونه په لاس ورغلل، ځینې يې د بغدادي او ابو موسى په شان په خټه عرب خو د غرب غلامان ووه، او د داعش تر ټولو لوړو مقامونو کې ځای پر ځاى شول.
الغرض؛ دا چې د داعش سازمان د مسلمانو هېوادونه، امرېکا او متحدينو يې لکه اروپا، روسيه، فرانسه، برېطانيا د استخباراتو د کش مکش په لوى مرکز تبديل شول.
نو له براﺯيل څخه قاچاقبران راغلل د قاچاقو لارې يې سمې کړې، قاتلين راغلل بې شمېره مسلمانان يې په شهادت ورسول، غلو خلک لوټ کړل، فحش کارانو ﺯنا لواطت… هر چا خپل کارونه وکول.
دغې ډلې د اسلام او مسلمانانو نوم په ټوله نړۍ کې بدنام کړ همدا وجه ده، چې د يو مشر پر ځاى په لسګونو مشران لري!