پنځمه برخه
طاهر احرار
کونړ، شېګل والسوالۍ:
(د يو سَلفي عالم له خولې )
دا کومه پټه خبره يا تبلیغات نه دي، بلکې د کونړ خلک يې شاهد دي چې د جمهوريت د سقوط نه څو کاله مخکې داعش په ﺯغرده ويل: چې د افغانستان مشرقي ﺯون داعش ته حواله کيږي.
هغوى له امرېکا سره داسې تعهداتو ته رسېدلي، چې که چېرته امريکا سيمه پرېږدي ځاى ناستى به يې داعش وي، امريکا هيڅ نه غواړي چې طالبان بيا حاکم شي، دې خبرو ته داعشيان خوښ ښکارېدل او ځانونه ورته د خراسان فاتحين معلومېدل.
موږ ځکه ورته خوشال وو، چې کوندې د سلفيت مفکوره به د داعش په حاکمېدو وده وکړي. دلته د يوڅه وخت له تېرېدو وروسته معلومه شوه، چې داعشيان د کوم مذهب، عقېدې، نظريې سره ربط نلري، بلکې خپل نفساني خواهشات په خلکو تطبيقوي او هغوى ته د اسلام نوم ورکوي.
ﺯما په شمول ټول هغه خلک چې داعشيانو سره مو خپله ډوډۍ هم شرېکه کړې وه، ترې خفه او روابط مو ورسره قطع کړل، د دوى يواﺯيني ملګري غله لوپران او د جمهوريت د وخت بې وظيفې شوي عسکر پاتې شول.
موږ چې د څه شي انتظار درلود د ابابيل لښکرې وې، هغه راورسېدل او د دوى د خراسان خوبونه يې دروغ وګرځول.
د مشرقي ﺯون حاکميت يې دړې وړې شو، نه دا چې په افغانستان کې بلکې په عراق او سوريه کې هم له مېنځه لاړل، مرکزيت يې ختم شو. ټول افغانستان بالخصوص مشرقي ﺯون د دوى له جبر او ظُلم څخه د ارام ساه واخېسته.
(ولله الحمد)