اتمه برخه
د ابو تراب المجاهد ګواهي:
ابو تراب په اصل کې د امریکا اوسېدونکی دی، په شروع کې له داعش سره يو ځای شو، دا چې ده په عسکري کې ښه وړتیا درلوده نو په دیرالزور کې د یوه معسکر استاذ وټاکل شو او تربیت به یې ورکاوه. ابو تراب په یوه ویډیو کې چې په انګلسي ژبه ده، په داعش کې مخلصو مجاهدینو ته داسې خطاب کوي: ای د بغدادي په دولت کې یوځای شوو مهاجرینو وروڼو! تاسې د اسلام د دفاع لپاره او په شام کې د کمزورو او بې وزلو مسلمانانو د مرستې لپاره هجرت کړی دی، زه په دیرالزور کې په یو معسکر کې استاذ وم، زمونږ څلورو مهاجرو ملګرو د داعش له ځینو وګړو سره د تکغیر په مسأله کې بحث راغی، د داعشیانو په نزد هغه څوک چې د دوی مخالفت کوي کافر دی، هغو څلور واړو ته چې د داعش حقیقت ښکاره شو، نو له معسکر څخه یې د تښتې کوښښ وکړ، خو درې کسان داعش په ډېره بې رحمي سره شهیدان کړل او یو کس په تېښته کې کامیاب شو.
دې پېښې زما فکر بدل کړ او ما ته دا سوچ ودرېدو چې زه خپل ژوند د هغو خلکو لپاره مصرفوم چې ګمراه دي؟ یوازې همدا سبب و چې له داعش څخه مې واټن واخیست او القاعدې سره يو ځای شوم، همدا القاعده اصلي او رښتوني مجاهدین دي.
ابو تراب وایي: د بغدادي د خلافت او د السعود د حکومت ترمنځ څه توپیر دی؟ که اسلام په غلا او زنا د د سزا نوم دی نو بیا خو د سعودي حکومت اسلامي دی، ځکه چې هغوی دا حدود نافذوي.
داعشیانو په دیرالزور کې هغه مجاهدین له شا څخه محاصره کړي وو؛ چې هغوی د بشارالاسد په خلاف په جګړه بوخت وو، ابو تراب داعش ته په خپل خطاب کې وایي: مونږ په کوم دلیل مرتد یو؟ آیا تاسې هغه آذانونه نه اورئ چې انګازې یې زمونږ له کورونو څخه پورته کېږي؟
مخکې ابو تراب وايي: تاسې تحقیق وکړئ نو درته ښکاره به شي چې مهاجرین د جنګ لومړي خط ته استول کېږي او په انصارو کې زیاتره د بشار ملګري دي، هغوی له بغداد سره بیعت یوازې د دې لپاره کړی دی، چې څوک تکلیف ورته ونه رسوي، لوی لوی مشران یې خپله په جنګ کې برخه نه اخلي؟ تاسې د صدام کمونیستي بعثي جنرالان په مجاهدینو باندې ولې حاکمان کړي؟
ابو مصعب الزرقاوي خو دا بعثي جنرالان د دوی د فاسدو عقیدو له امله په خپل صف کې هم نه پرېښودل او تاسې مشران ترې جوړ کړل، لکه څنګه چې د سعودي حکومت مسلمانانو ته دوکه ورکوي تاسې هم د مسلمانانو ځوانانو ته دوکه ورکوئ، هغوی د توحید بیرغ پورته کړی دی، قرانکریمونه چاپ کوي، له غلو لاسونه پرې کوي، زنا کونکي په درو وهي، خو ددې برسېره یې د حرمینو په پاکه خاوره ناپاک امریکایانو ته ځای ورکړی دی، د مغربي نظر او فکر حفاظت او اشاعت کوي، همدغه راز تاسې هم د مجاهدینو په خلاف جنګ پیل کړی دی، له نصریانو نیول شوې ۱۷ فرقې بېز تاسې د بشار پوځیانو ته وسپاره او تاسې په دیرالزور کې د مجاهدینو په خلاف جنګ شروع کړ.
لکه څنګه چې د سعودي حکومت په ښکاره په شریعت د فیصلې کولو دعوه کوي او بل لورته یې سیاسي زندانونه جوړ کړي چې رښتیني مسلمانانو او مجاهدینو ته پکې رنګارنګ سزاوې ورکول کېږي، حق پرست علماء یې د تورو تمبو شاته غورځولي دي، دا ټول هر څه ددې لپاره چې اقتدار او واک ته یې څه زیان ونه رسېږي.
همدغه راز د بغدادي مصنوعي خلافت خو په ښکاره شرعي فیصلې کوي خو مشر یې د خپل واک دایمي ساتلو لپاره سیاسي زندانونه جوړ کړي دي چې مسلمانان او مجاهدینو پکې ځورول کیږي.
دې ته ورته په سلګونو داستانونه دي خو د لنډیز اختصار په خاطر د څو خلکو په يادونه بسنه کوو، چې هغو په داعش کې وخت تېر کړی و او د هغوی حقیقت یې دنیا ته د رڼا ورځ په شان روښان کړ، دروغجن ځکه ورته نه شو ویلای چې دا خو نه مخالفین دي او نه له داعش څخه بې خبره خلک، بلکې د خپل کور رازدار او د داعش خپل خلک دي.
منبع: (شیطان لښکر)