دویمه برخه
د ابو معصب التونسي ګواهي:
ابو معصب التونسي د تونس اوسیدونکی دی، دی له اسلامي دولت سره د یوځای کېدو لپاره لومړی لیبیا ته او بیا له هغه ځای څخه شام ته لاړو، دی خپله کیسه کوي:
شام ته له راتګ وروسته په ادلب کې د داعش په مرکز کې اوسیدلم او لس ورځې راته د داعش د شرعي مسؤلینو (نظریاتي استاذانو) لخوا فکري درسونه راکړل شول، لس ورځې وروسته د داعش خارجه مسؤل له مونږ څخه پوښتنه وکړه: تاسې به څه کوئ؟
ما ورته وویل: فدایي حمله کول غواړم!
مونږ له ابو علي الأنباري سره وکتل او هغه مونږ ته وویل: تاسې به د نورالدین زنګي په مُرتدینو حمله کوئ.
مونږ ته معلومه نه وه، چې د نورالدین زنګي خلک څوک دي؟ له چا سره اړيکې لري؟ او دا نوم کوم خلک کاروي؟.
مونږ ته دومره هم معلومه نه وه؛ چې داعش او القاعده په فکري لحاظ له یو بل څخه بېل دي، تر اوسه پورې مونږ دا ګڼله چې دواړه یو دي او مجاهدین دي، مونږ د بصراتون په سیمه کې د داعش د فدایي حملو د ټریننګ مرکز ته لاړو، هلته مو یو څو ورځې روزنه وکړه، له هغه وروسته مونږ یو نامعلوم ځای ته یووړل شو، ددې پوښتنې حق مو نه درلودو چې مونږ چېرته روان یو، که به چا دا پوښتنه وکړه هغه ته به د جاسوس په سترګه کتل کېدل.
مونږ ته يوازې دومره وویل شول: چې ستاسې حمله به د (PKK پي کې کې) په مُرتدینو وي، کله چې مونږ خپل هدف ته ورسېدو او مرکز ته ننوتو او حمله مو پېل کړه، نو مونږ د جبهةالنصره بیرغ رپاند ولېد، د جګړې په منځ کې مونږ ته په ډاګه شوه، چې مونږ د (PkK) په مُرتدینو حمله نه، بلکې د جبهةالنصره مجاهدین مو تر برید لاندې نیولي دي، مونږ جنګ وداروه او آمن مو ترې وغوښت، ورته مو وویل: غواړو ستاسې له شرعي مسؤل سره خبرې وکړو، د هغوی له شرعي مسؤل سره تر خبرو کولو وروسته مونږ خپله ټوله وسله او بارودي واسکټونه هغوی ته وسپارل.
ابو معصب التونسي وایي: په الله قسم! د داعش رسنۍ چې څه خپروي له حقیقت سره له یو مخې اړخ نه لګوي، مونږ د دوی له رسنیو په دې پوه شوي وو چې ګواکې دلته اسلامي خلافت دی، خو حقیقت ددې خلاف و، مونږ د جبهةالنصره له ښه سُلوک څخه ډېر شرمنده یو، چې مونږ د دوی په وژلو پسې راغلي وو او دوی مونږ ته د وروڼو په سترګه وکتل.
منبع: د شیطان لښکر