د داعش وروسته امنیت؛ زلزله ځپلو ته بېخنډه مرستې رسونه!

احمدي

د تېرې څو شپې هغه ویجاړونکې زلزله چې د افغانستان ختیځ ولایتونه، په ځانګړې توګه کونړ یې ولړزاوه، په وروستیو کلونو کې یو له تر ټولو وژونکو طبیعي پېښو څخه ګڼل کېږي، دې غمجنې پېښې زموږ د ډېرو هېوادوالو ژوند اخیستی او زرګونه نور یې ټپیان کړي دي، خو د دې ویجاړۍ او درد په منځ کې، د ملي یووالي کیسې او د افغانستان د اسلامي امارت د ځواکونو د نه ستړې کېدونکې خدمتونو د امید او قربانۍ صحنې ښودلي.

د زلزلې څخه وروسته، سمدلاسه اسلامي امارت د خپلو ټولو سرچینو او ظرفیتونو په کارولو سره چټک او همغږی غبرګون وښود. د اړوندو چارواکو په امر، ټول امنیتي، خدماتي، روغتیا، ترانسپورتي او خوراکي ټیمونه زیانمنو سیمو ته واستول شول. د ملي ادارې د پېښو پر وړاندې د مبارزې لوړپوړي مسئولین شخصاً له مجهزو ټیمونو او اړینو توکو سره د زیانمنو سیمو پر لور وخوځېدل.

د اشغال له بریا وروسته د اسلامي امارت له مهمو لاسته راوړنو څخه یوه په ټول هېواد کې د دوامداره امنیت ټینګښت او د عامه امنیت دښمنو او انحرافي ډلو په ځانګړې توګه د داعش له منځه وړل دي، په تېرو وختونو کې، د دې ناوړه ډلو شتون ډېری وختونه د بشري مرستو مخه نیوله چې بحران ځپلو سیمو ته ورسیږي. دوی سړکونه بندول، پر مرستندويه کاروانونه یې بريدونه کول او د مرستو سرچینې به یې لوټولې.

خو نن ورځ د اسلامي امارت د حاکمیت او بشپړ امنیت له برکته، مرستې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه، حتی له لرې پرتو ولایتونو څخه، پرته له کوم خنډ څخه اغېزمنو خلکو ته رسېږي، که څه هم د زلزلې له امله په ځینو اغېزمنو سیمو کې مواصلاتي لارې بندې شوې وې، خو د مرستې ټیمونو هڅه کوله چې په بشپړ خوندیتوب او د داعش له خطرو پرته، لرې پرتو سیمو ته ورسیږي.

د امنیت په برخه کې دا د پام وړ بریالیتوب د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو د نه ستړې کېدونکو هڅو پایله ده، چې په قربانۍ سره یې هېواد د داعش د ترهګریزو ډلې له شر څخه پاک کړی دی.

د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې د ناورین د مدیریت تجربې وښودله چې د اسلامي امارت د هڅو له امله رامنځته شوی دوامداره امنیت نه یوازې د آرامۍ او پرمختګ زمینه برابروي، بلکې د بحران په وخت کې د اغېزمنو بشري خدماتو چمتو کول هم ممکن کوي. نن د هېواد دننه مرستې د ترهګرو ډلو له ګواښ پرته اړمنو کسانو ته رسېږي او دا پخپله د هغه نظام د عزت او اعتبار ننداره ده، چې توانېدلی په ټول هېواد کې امنیت ټینګ کړي.

د اسلامي امارت د ځواکونو دې قربانیو او نه ستړې کېدونکو خدماتو نه یوازې د ډېرو هېوادوالو ژوند ژغورلی، بلکې په حکومت یې د خلکو باور هم پیاوړی کړی او د هېواد په آرامۍ او پرمختګ کې یې د امنیت بې ساري رول په څرګنده توګه ښودلی دی. د دې طبیعي ناورین په اداره کولو کې د اسلامي امارت بریالی فعالیت د مسؤلانه او مهربان حکومتدارۍ یوه بېلګه ښودلې چې د ستاینې وړ ده.

Exit mobile version