افغانستان ته چې له کومې ورځې اسلام راغلی، په کفارو او ملګرو یې داسې اور بل شوی؛ لکه د حضرت عمر ؓ اسلام منل چې په ابوجهل کې لمبې بلې کړې، نو ځکه خو له هم هغې ورځې را په دې خوا؛ دوی افغانستان روغ نه غواړي، همیشه ور ته دسیسې برابروي، تر څو تر خپل استعمار لاندې یې راولي.
خو تاریخ ته دا معلومه ده، چې د افغانستان جغرافیه هیڅ کله هم د کافرانو تر ولکې لاندې نه ده راغلې، که د انګریزانو راتګ و؛ هم یې یوازې خارجي سیاست په لاس کې اخیستی و، که روسان راغلل، هم یې افغانانو هرکلی نه؛ بلکې داسې عمل ورسره وکړ؛ چې د نړۍ کافران پرې وشرمیدل، که امریکا راغله، هم مو په هرکلي کې ور ته د ګلونو په ځای؛ بمونه وشیندل، داسې درس مو ور کړ؛ چې تر آخرې پیړۍ به یې په یاد وي.
خو چې کله هم کافران ناکام شوي؛ وروسته یوه بله داسې ډله وزېږوي، چې د دوی قائم مقام او ځایناستي و اوسي او د دوی پاتې کارونه سر ته ورسوي، نو ځکه، چې کله امریکا ماتې وخوړه؛ د خپل ځان لپاره یې داسې ځای ناستی پیدا کړ؛ چې د امریکا په فکر هم له کافرانو څخه زیات سخت زړی او ترهګریز و، چې د داعش په نوم یادېږي.
داعش که څه هم له وړاندې په افغانستان کې موجود و؛ خو مخکنی فعالیت یې هم د امریکا په امر تر سره کاوه، نو ځکه خو د امریکا په شتون کې کمزوری او د امریکا له ماتې سره يې وغوښتل؛ چې بیا د ځمکې پر مخ ځان را څرګند کړي.
داعش په لومړیو وختونو کې دومره خونریزي وکړه؛ چې د امریکا او د نړۍ د ټولو کافرانو د شاباسي لائق وګرځېدل، خو دا چې د ظلم کاسه همېشه نسکوره وي؛ په وړاندې یې ولسونه او اسلامي نظام را پورته شو، له دوی سره یې سخته مبارزه وکړه، د دوی پټنځایونه یې ختم کړل، پلانونه یې خنسا کړل او دوی یې له منځه یووړل.
دا دی ګورو، چې د داعش یوازې نوم پاتې شوی، په عمل کې هیڅ وجود نه لري، که کوم شتون ولري؛ له خپلو ځالو په میاشتو-میاشتو سر نه شي پورته کولای، الله تعالی دې وکړي، چې نور هم داسې ګړندي ختم شي او د داعش سره سره هغه ټولې ډلې، چې د اسلام او افغانستان په خلاف دي؛ له خاورو سره خاوري شي.