طاهر احرار
ننى عصر چې د ساينس او ټېکنالوژۍ د عصر په نوم يادېږي، جګړو هم خپله بڼه بدله کړې او د ساينس او ټېکنالوژۍ څادر يې اغوستى.
په اوسني دور کې له بدني وژونکو اسلحو ذهني وژونکې اسلحې ډېر ارزښت لري او دا ځکه چې هيڅ ملت تر هغې په کيمياوي اسلحو نشي برلاسى کيدلاى، تر څو چې په ذهني لحاظ هغه خلک برابر نکړي.
د دې کار لپاره غرب د افغانستان په شمول په نورو مختلفو هېوادونو کې میډیا په کار اچولې وه او پريمانه سرمايه ګذاري يې پرې کړې وه، تر څو د افغانستان مجاهد ملت ته دوکه ورکړي، خو لله الحمد مجاهدين په نشت امکاناتو مېډیا ته راغلل او غرب ته يې داسې څپېړه ورکړه؛ چې تر ډېره به يې ياد وي
او دغه ملت يې له مطبوعاتي ترور را بهر کړ.
غرب چې کله د خپلې ماتې خوب ولید، نو يو څو غلامان يې د داعش په نوم د افغان وژنې لپاره اماده کړل او غرب ورته مالي ملاتړ برابر کړ، د مالي ملاتړ تر څنګ يې په میډیا کې دومره مشهور کړل چې د نړۍ هر لوسته او نالوسته خلکو داعش و پېژاند. خو داعش د خپلو وحشتونو له وجې په سوريا او عراق کې ماتې وخوړه او افغانستان ته يې رامخ کړ، دلته نو قصه دومره رسوا شوه، چې په زغرده يې خارجيانو حمايت وکړ، د سفر لپاره هېلکوپتر او د شپو لپاره ورته لوکس هوټلونه نيول کېدل، همداشان په اليکټرانکس میډيا يې نور هم زور واخیست.
مجاهدين سخت له فوځي او سياسي فشار لاندې راغلل، خو د افغانستان د اسلامي امارت عسکرو خپل مورال قوي وساته او د داعش په خلاف ميدان ته راووتل.
د داعش ظلمونه او د مظلومو ښېراوې د مجاهدينو ايثار او د خداى جل جلاله نصرت وو چې دغه ذليل غلام دښمن د جګړي په ډګر کې ماتې وخوړه. بيا مجاهدينو په مطبوعاتي ډګر کې تعقيب کړل، تاسو شاهد ياست چې اوس يې نوم په سوشل ميډيا او مطبوعاتو کې ختم شوی دی او په دغه جګړه کې يې هم ماتې وخوړه.
بالخصوص د المرصاد چينل يې حقيقتونه او اصليتونه څرګند کړل او د مظُلومو افغانانو پر مخ يې شرمنده او ذلیل کړل.
ولله الحمد
واقعا هم له تاسو مننه چی خلکو ته داسې د اسلام بدنامونکی او د قدرت غوښتونکي ور معرفی کوی