د داعش لخوا د اسلام د مشایخو وژنه

ابو محمد الفاتح سره له ټولې کورنۍ په شهادت رسول: الفاتح په علم الحدیث کې پي اېچ ډي( لوړه درجه) کړې وه، الفاتح په ۲۰۱۲م کال کې د شباب الهدی په نوم یوه جهادي ډله جوړه کړه او د بشارالاسد په خلاف یې جنګونه پیل کړل. په لږه موده کې یې ډېر فتوحات ترلاسه کړل، بیا یې د (الاتحاد الاسلامي الاجناد الشام) په نوم سره یوه ډله تیاره کړه، چې له جبهة النصره سره تړلې وه او مشري یې د الفاتح پر غاړه وه.
په ۲۰۱۵م کال کې د ده کور ته څلور داعشیان راغلل، ده د میلمنو ګومان پرې وکړ خو هغه میلمانه نه، بلکې غداران، داعش(خوارج) وو، چې د شپې په تیاره کې یې الفاتح د ده ښځه، لور، دوه زامن او یو ورور په شهادت ورسول.
داعش په یو محترم ښار کې، له لوی غازي مجاهد ابو محمد الفاتح د هغه ښځې او ماشومانو سره هغه څه وکړل، چې امریکایي رابرت بیلز د پنجوایي له ښځو او ماشومانو سره کړي وو.

(د شیطان لښکر له کتاب څخه)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version