کومه ډله چې د داعش په نوم یادېږي، یوه له افراطي او تاوتریخوالي څخه ډکه ډله ده چې د منځني ختیځ د کړکېچونو او بېثباتيو له زړه څخه راپورته شوه، دې ډلې چې لومړی یې په عراق کې ځان ښکاره کړ، د مرکزي حکومت د کمزورتیا، سیاسي خلاوو او مذهبي، قومي کړکېچونو څخه په ګټې اخیستنې سره په چټکۍ سره پرمختګ وکړ او پراخې سیمې یې لاندې کړې.
خو د بلند اوازې غوښتنې یوازې په عراق کې محدوده پاتې نه کړل؛ بلکې ډېر ژر یې خپلې هڅې سوریې او بیا نورو سیمو، په ځانګړي ډول افغانستان او مرکزي آسیا ته پراخې کړې.
په افغانستان کې د داعش ظهور وضعیت لا پسې پیچلی کړ، دې ډلې د جمهوري نظام او د هغوی د بهرنیو ملاتړو پر مهال، له بد امنیتي وضعیت، داخلي ستونزو او سیمهییزو کړکېچونو څخه په ګټې اخیستنې هڅه وکړه چې ځان ته د پښې ځای پيدا کړي، داعش د خپلو ظالمانه تاکتیکونو لکه انتحاري بریدونو، ډلهییزو وژنو او وېروونکو کړنو په مرسته هڅه وکړه چې خپل شتون ثابت کړي، خو بریالی نهشو.
د اسلامي امارت له بیا حاکمېدو سره، داعش د پرمختګ پر ځای کمزورې شوه؛ هر ځای چې به یې سر پورته کړ، وځپل شوه او هر پلان چې به یې جوړ کړ، له منځه یووړل شو، له همدې امله دوی مجبور شول چې ګاونډیو هېوادونو ته پناه یوسي او له هغه ځایه خپل تخریبي فعالیتونه یوازې د خپلو ملاتړو د خوښۍ لپاره کله ناکله ترسره کړي.
د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) تر نامه لاندې د دې ډلې ظهور د معاصرې نړۍ لپاره یو له لویو امنیتي او ټولنیزو ننګونو څخه و، دې ډلې په لومړیو کې د عراق په سیاسي، مذهبي او ټولنیزو خلاوو کې ځان ځواکمن کړ او بیا یې هڅه وکړه چې د پټو استخباراتي لاسونو په مرسته خپل نفوذ افغانستان ته هم وغځوي.
خو داعش ته معلومه نه وه چې هغه عوامل چې په عراق کې د دې ډلې د ځواکمنېدو سبب شول، په افغانستان کې ډېر توپیر لري او دلته به د سختې ماتې سره مخ شي، موږ به په لنډ ډول ځینې موارد یاد کړو او د افغانستان له وضعیت سره به یې پرتله کړو.
۱:- د دواړو هېوادونو د مرکزي حکومتونو توپیر؛
په عراق کې د مرکزي حکومت خلا او کمزورتیا د داعش د پرمختګ اصلي لامل و، د بعث رژیم د نسکورېدو او د صدام حسین له واکه لرې کېدو وروسته، د عراق حکومتي جوړښت ډېر کمزوری شو، د سیاسي ډلو تر منځ شدید اختلافونه او د پراخ فساد شتون، داسې شرایط برابر کړل چې داعش په اسانۍ سره د عراق په مختلفو سیمو کې نفوذ وکړ.
د عراق د حکومت کمزورتیا دومره زیاته وه چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې چې کله داعش د موصل ښار ونیو، د حکومتي ځواکونو له لوري جدي مقاومت لا ونهشو.
خو په افغانستان کې د پخواني نظام له نسکورېدو او د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو سره یو ځواکمن مرکزي حکومت رامنځته شو، دې حکومت هېواد د مختلفو بحرانونو څخه د یووالي په لور سوق کړ او د دې خاورې ټول دښمنان يې د داعش په شمول له منځه یووړل.
اسلامي امارت د خپلو اوږدمهالو چریکي جګړو له تجربې څخه په ګټې اخیستنې په مختلفو سیمو کې د کنټرول توان وښود او د نورو ډلو په توګه ونه وېشل شو.
۲:- د دواړو هېوادونو د قومي او فکري جوړښت توپیر؛
په عراق کې د شیعه او سنيانو تر منځ ژور درزونه او اختلافونه په ځانګړي ډول د امریکا تر یرغل وروسته، د اهل سنتو د نارضایتۍ لامل شول، داعش له دې نارضایتۍ څخه ګټه واخیسته او ځان یې د اهل سنتو مدافع معرفي کړ.
برخلاف، په افغانستان کې د مذهبي درزونو وجود نشته. د ټولنې لویه برخه سني مسلمانان دي، او لږکیو ته هم د مذهبي ازادۍ حق ورکول کېږي، د افغانستان ټولنیز جوړښت اسلامي دی او د اسلامي ورورولۍ پر اساس ولاړ دی، چې د داعش د نفوذ مخه یې نیولې ده.
۳:- مالي سرچینو ته په لاسرسي کې تويېر؛
داعش د عراق په تېلو باندې د کنټرول له لارې پراخې مالي سرچینې ترلاسه کړې، عراق د نړۍ د لویو تېل لرونکو هېوادونو څخه دی او داعش د خپلو نیول شوو سیمو (لکه له موصل او کرکوک څخه په ۲۰۱۴_۲۰۱۶ کلونو کې) د تېلو غیرقانوني پلور له لارې پراخې پیسې ترلاسه کړې.
خو په افغانستان کې داعش هېڅ داسې سترې مالي سرچینې ونه موندلې، د مالي سرچینو نشتون د داعش لپاره په افغانستان کې یو له سترو ننګونو څخه دی.
۴:- د دواړو هېوادونو د رسنیز ځواک توپیر؛
داعش په عراق کې د مسلکي تبلیغاتو له لارې ګڼ نړیوال پلویان جلب کړل، دې ډلې د فلمونو او رسنیزو موادو په تولید سره خلکو ته خپل جذابیت وښود، خو په افغانستان کې، که څه هم ځینو اجیرو رسنیو د داعش په اړه تبلیغات کول، خو د دې ډلې رسنیز لاسرسی خورا محدود وو.
په ټوله کې، د داعش ځواکمنتیا په عراق کې د دې هېواد سیاسي او ټولنیزو شرایطو له امله وه، خو په افغانستان کې دغه شرایط بېخي توپیر لري، د اسلامي امارت دښمني له داعش سره، د مذهبي درځونو نشتون او د مالي محدودیتونو شتون د دې ډلې د پراختیا مخه نیولې ده.