د خلافت د مفهوم رواني جاذبه:
په داسې نړۍ کې چې رسنۍ په چټکۍ سره د واقعیت او توهم پولې له منځه وړي، داعش په شیطاني مهارت سره له دې وسیلو څخه د یوې موازي نړۍ د جوړولو لپاره کار واخیست؛ یوه داسې نړۍ چې په هغې کې تاوتریخوالی نه یوازې عادي شوی و، بلکې د «تقدس» ګرځېدلی وو، د دې پروپاګند زړه، د «خلافت» غولوونکی مفهوم و؛ یوه داسې نظریه چې د کاذبو سرو زرو په څېر یې غولوونکې ځلا درلوده.
خو په باطن کې له تاوتریخوالي، وژنې، لوټ او ورانکارۍ پرته بل څه نه وو، داعش د عراق او سوریې د سني ځوانانو ترمنځ د محرومیت او ګوښهوالي له احساس څخه په ګټې اخیستنې، دا مفهوم (خلافت) په یوه احساساتي او رواني تکیه ځای بدل کړ چې ټولو ته یې له دې بې خلیفه خلافت سره د بیعت بلنه ورکوله.
داعشیانو نه یوازې د تاوتریخوالي، وژنې او لوټ لپاره تورې وهلې، بلکې په لاس کې نېولې کمرې سره یې دا تورې په اساطیري سمبولونو بدلولې؛ هغه سمبولونه چې د دوی د فکر له مخې یې باید «تېر عظمت ته د بېرته ستنېدو» زېری ورکړی وای، دا یو بې بنسټه توهم و چې یو څو ناپوه او کم عقل کسان یې د لنډې مودې لپاره سره راټول کړل او هغوی ته یې د تاوتریخوالي، وژنې، لوټ او ورانکارۍ تعلیم ورکړ، له نیکه مرغه له لنډې مودې وروسته د تورو وریځو له شا لمر راوخوت او حق او باطل د ورځې په څېر روښانه شول او په پای کې: «جَاءَ الْحَقُّ وَ زَهَقَ الْبَاطِلُ» (حق راغی او باطل له منځه لاړ).
خو دا «خلافت» په رښتیا څه و؟ ایا یو رښتینی خلافت و او د اسلام پر بنسټ د یوه حکومت د جوړولو په لټه کې وو؟ د دې پوښتنې په ځواب کې په زرو قطعي دلیلونو سره ویلای شو: نه! ښایي دېوصفته داعشیان خپل ظاهري موخې د یوه اسلامي حکومت جوړول اعلان کړي، خو کړنې او چلند یې هر څه په ډاګه کوي، هغه خلافت چې داعش یې خبرې کوي، یو پوچمنځی جوړښت دی چې پر دریو ناپایداره ستنو ولاړ و: تاوتریخوالی د قانون په توګه، وېره د حکومت د وسیلې په توګه او توهم د رواني سونګ توکو په توګه.
داعش د مسلکي کلیپونو په پراخ تولید سره، له اعدام صحنو نیولې د رقې په بازارونو کې د ورځني ژوند تر نندارې پورې، هڅه کوله چې یو ناروغ تضاد رامنځته کړي؛ له یوې خوا بې حده ظلم او له بلې خوا د یوې پاکې او ارامې ټولنې یو ایډیال انځور؛ دې قصدي دوه ګوني توب په کره توګه هغه څه و چې ډلهییزه روانپوهنه یې په نښه کوله: د قرباني کېدو وېره او د تړاو غوښتنې لېوالتیا سره یو ځای کېدل ترڅو فرد په دام کې راګیر کړي، په زړه پورې خبره دا ده چې حتی د جګړې له امله رامنځته شوې ورانۍ هم په دې روایت کې، د «الهي ازموینې» په توګه بیا تعریفېدې؛ لکه هر بم چې د خلکو پر سر راپریوت، د دوی د جنایت محصول نه، بلکې د دوی د «برخلیک» یوه برخه وه.
په دې توره ننداره کې د ټولنیزو رسنیو رول نه انکارېدونکی دی، داعش له ټویټر څخه تر ټلیګرام او فیسبوک پورې، یوه نړیواله شبکه جوړه کړه چې په هغې کې هر ناهیلي ځوان کولای شول ځان ناڅاپه د «خلافت سرتېری» وویني، دې ډلې د مذهبي اصطلاحاتو او انقلابي خبرو اترو له ترکیب څخه په ګټې اخیستنې، د مخاطب ذهن د یوه پاراډوکس منلو ته هڅاوه: «د جوړولو لپاره وژل».
هغوی حتی له ښځو څخه هم د تبلیغاتي وسیلې په توګه کار اخیست؛ د هغو وسله والو میندو انځورونه چې خپلو ماشومانو ته یې د لوبو د سامان پر ځای وسلې ور پېژندلې، باید د «وحشت عادي کول» نندارې ته وړاندې کړي وای، خو حقیقت دا و چې دا «خلافت» نه یوازې هېڅکله رښتینی نه و، بلکې حتی د ځواک په اوج کې هم د موم په څېر و چې د واقعیت په تودوخه کې ویلې کېده، اقتصاد یې د لوټ او قاچاق پر بنسټ ولاړ و، مشرانو یې په پټه ژوند کاوه، او یوازینی «قانون» یې وېره او وحشت و.
د داعش سقوط نه یوازې د یوې افراطي ډلې پای، بلکې د یوه لوی درواغو افشا کول و: «هغه خلافت» چې حتی ونه توانېد د ولسي مقاومت د لومړنیو توپانونو پر وړاندې ټینګ پاتې شي، خو رواني ټپونه یې پاتې شول؛ هغه نسل چې د دې لوی توهم تر کنډوالو لاندې وروزل شو، اوس له یوې ژورې ننګونې سره مخ دی: څنګه کولای شو هغه چا ته چې کلونه ورته ښودل شوي «وژنه» یعنې «تقدس»، بېرته انسانیت ته راوګرځوو؟ د دې پوښتنې ځواب، د جګړې په ډګر کې نه، بلکې په یوې اوږدمهاله نښته کې نغښتی دی: د «خلافت» تر نامه لاندې توهم څخه د ذهنونو ژغورلو لپاره جګړه.